Western chestnut mouse – د څېړۍ یا بلوط رنګ ته ورته د لوېدیځ مږه

د ډول علمي نوم یې (Pseudomys nanus) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې استرالیا او چار چاپېره ټاپوګان دي. تر ټولو زیاتې د استرالیا په کوین لنډ کې پیدا کیږي. د شپې لخوا فعاله یا ژوند کوونکې ده او ورځ له وښو په جوړه شوې ځاله کې تېروي. خواړه یې شنه او تخمونه دي. د مثل تولید په لندو موسمونو کې کوي خو د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کولای شي. له درې تر پنځو پورې بچیان زېږوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل پسیدومیس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons