Wheelchair – ټایر لرونکې چوکۍ
هره هغه چوکی ده چې ټایرونه لري، معلولین، ټپیان او یا هم نور ناروغان چې ګرځېدلی نشي دا ډول چوکۍ کاروي. مختلفو شکلونو کې موجودې دي، ځینې یې موټور لري او موټور یې په بېټرۍ کار کوي خو بې موټوره یې د خوځښت لپاره یو کس ته اړتیا لري، په روغتون کې یې نرسان او ډاکټران د ناروغ د انتقال لپاره کاروي. په دې ډول چوکیو کې بریکونه هم موجود وي تر څو یې د تګ سرعت کنټرول شي او یا هم په خپل سر خوځښت ونکړي. همداسې د مختلفو فعالیتونو لپاره کاریږي، لکه په روغتون کې د ناروغ دانتقال لپاره، د معلولینو د سپورت لپاره، د سفر لپاره. کومې چوکۍ چې الیکتریکي موټور لري د (powerchairs) په نامه هم یادیږي، کومې چې د بل کس لخوا په لاس ټېل وهل کیږي په انګرېزۍ کې یې ډول ته (attendant propelled) نوم اخلي، د کومې چوکۍ چې خپله ناروغ په خپل لاس ټایرونه د خوځښت لپاره تاووي ډول ته یې (self-propelled) نوم اخیستل کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!