استوایي مخ – Equatorial front

په انګریزۍ کې ورته (Intertropical Front) هم وایي. د استوا خط ته نږدې زون په کوم کې چې د دواړو نیمو کرو ټرېډ بادونه (trade winds) له یو بل سره مخ کیږي. معمولا د مخ (front) د تېرېدو سره د ورېځې یو ستره کرښه، د باد یو چټک اوښتون، په تودوخه کې کمی هم مل وي چې د اوړي د نیمې کرې د ګرم ټرېډ باد (warmer trade winds of the summer hemisphere) څخه د ژمي د نیمې کرې یخ باد (trade winds of the winter hemisphere) ته انتقال کوي. تر ټولو اوسني عصري هوا پېژندونکي د استوایي مخ مفهوم رد کړی او د دې لپاره ېې بل نوم (equatorial-trough disturbance) کارولی. دا هوا پېژندونکي په دې اند دي چې د سوړ باد د بدن لویه برخه د ګرم باد د بدن د لوېې برخې ځای نه نیسي مګر په دې سیمه کې د وېشل شوي تبخیر او د لمر د وړانګومستقیم نشتوالي له امله دغه پروسه تر سره کیږي.

Sidebar



Share
Hide Buttons
error: Content is protected !!