2016 اکتوبر

Parchment worm – پارچمنټ چونجیان

د کایتوپتېروس نسل (genus Chaetopterus) ده. مختلف ډوله چونجیان دي، په برخو وېشل شوی بدن لري، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) او پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې شامل دي. د سمندر په تل کې د U شکل تونل کې ژوند کوي. تر ۲۵ سانتي متره (۱۰ انچه) پورې اوږدیږي.

Palolo worm – پالولو چونجی

سمندري چونجیان دي، په برخو وېشل شوی بدن لري، د ایونیسیدای او نیریدای کورنیو (amilies Eunicidae and Nereidae) غړي دي، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) او په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې شامل دي. د مثل تولید یې په بې سارې توګه ترسره کیږي هر کال د کال په ورته وخت کې او په هماغه… read more »

Oligochaete – اولیګوکیټ

د اولیګوکیټیا فرعي کلاس (subclass Oligochaeta) کې مختلف ډوله چونجیان دي. د کلیټېلاټا په کلاس (class Clitellata) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. تر اوسه پورې ۳۵۰۰ ډولونه مطالعه شوي. تر ټولو زیات پېژندل شوی یې د ځمکې چونجی (earthworm) ده د کوم چې علمي نوم (Lumbricus terrestris) ده. اولیګوکیټ په ټوله نړۍ… read more »

Lugworm – لګ چونجی

د ارېنیکولا نسل (genus Arenicola) ده. سمندري چونجیان دي. په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې ډلبندي شوي او په انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. د سمندر تل کې په شګه کې ژور سوریان باسي. کب نیونکي یې د کب نیونې لپاره کاروي. د اروپا د سمندرونو لګ چونجیان تر ۲۳ سانتي متره پورې… read more »

Leech – لیچ

هېرودینیا فرعي کلاس (subclass Hirudinea) ده، تقریبا ۶۵۰ ډوله په برخو د وېشل شوي بدن چونجیان دي. په انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. ځاګړنه یې په یوه بل پای کې کوچنی زبېښونکی لرل دي یوه پای کې چېرې یې چې خوله ده کوچنی زبېښونکی لري او بل پای کې غټ زبېښونکی غړی لري…. read more »

Fireworm – اور چونجی

سمندري چونجیان دي په برخو وېشل شوی بدن لري، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي، په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې ډلبندي شوي. د دوه نسلونه هېرمو دایس او ایورېتو (genera Hermodice and Eurythoe) غړي دي. که چېرې لمس شي نو پوستکی بخار ته ورته سوزی احساس کوي. د (H. carunculata) ډول یې… read more »

Feather-duster worm – له بڼکوجوړ چونجی

د سبیلیدای کورنۍ (family Sabellidae) سمندري چونجیان دي، فایلم یې انالیډا (phylum Annelida) ده، په پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې ډلبندي شوي. کله کله دا نوم د پولیکیټا کلاس د سېرپولیدای کورنۍ (family Serpulidae) غړو ته هم کاریږي کوم چې له دې چونجیانو سره ډېر نږدې تړاو لري.   سابلیډ په اوږدو تونلونو کې ژوند… read more »

Earthworm – دځمکې چونجی

په انګرېزۍ کې ورته (angleworm) هم وایي. تر ۱۸۰۰ زیات په ځمکه کې د ژوند کوونکو چونجیانو ډولونه دي، د اولیګوکیټا کلاس (class Oligochaeta) کې او د انالیډا فایلم کې شامل دي. د لومبریکوس نسل (genus Lumbricus) غړي دي. د ځمکې چونجیان د نړۍ په هره هغه خاوره کې چې لوندوالی لري او کافي عضوي… read more »

Bloodworm – سور چونجی

څو ډوله د روښانه سور رنګ لرونکي، په برخو د وېشل شوی بدن لرونکي چونجیان دي، په اوبو کې ژوند کوي او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې ډلبندي شوي.   په دې کې د تازه اوبو د چونجیانو نسل ټوبيفېکس (genus Tubifex) هم شامل ده کوم چې د خټو یا زرڼو د چونجي (sludge worms)… read more »

Annelid – انالېډ

د فایلم نوم یې انالیډا (phylum Annelida) ده – فایلم په کټګورۍ کې له کلاس پورته او له کېنګډم لاندې ده. انالیډ ته په برخو وېشل شوی چونجی (segmented worm) نوم هم اخلي. په بدن کې یو جوف یا خالیګاه (cavity or coelom) لري، د خوځښت وړ وېښته (bristles or setae) لري، بدن یې د… read more »

Dog – سپی

د ډول علمي نوم یې کانیس لوپوس فامیلیاریس (Canis lupus familiaris) ده، کورنی تی لرونکی ژوی ده، د کانیدای کورنۍ (family Canidae) غړی او د غوښه خوړونکو یا کارنیورا ډله (order Carnivora) کې ډلبندي شوی. سپی د خړ لیوه چې د ډول علمي نوم یې کانیس لوپوس (Canis lupus) ده فرعي ډول ګڼل کیږي؛ له… read more »

Coonhound – کوون هونډ

د سپیانو څو ډوله نسلونه دي، په بنسټیزه توګه د بوي په ذریعه د راکون ژوي د ښکار لپاره کارېدل. د تور او قهوه اي رنګه کوون هونډ نسل په متحده ایالتونو کې له بلډ هونډ (bloodhound) او فاکس هونډ (foxhound) څخه اخیستل شوی، شکل کې ډېر بلډ هونډ ته ورته والی لري، لنډ وېښته… read more »

Collie – کولي سپیان

د کاري سپیانو نسل ده، نسل یې په ۱۸ پېړۍ کې په برتانیا کې اخیستل شوی، دوه ډولونه لري د زیږه وېښتو کولي او د نرمو وېښتو کولي; دواړه ډولونه یې د رمو د ساتنې او څر لپاره کارېدل. سترګې یې بادام ته ورته شکل لري، نیم ولاړ نیم د مخې خوا ته تاو شوي… read more »

Chow chow – کوکو یا چو چو

د سپیانو نسل ده او له نورو سپیانو سره یې توپیر نیله توره ژبه لرل دي. اصلي ځای یې چین ده او په چین کې د هان کورنۍ (Han dynasty) له وخته د زېږېدیز کال څخه ۲۲۰ کاله وړاندې موجود وو. ګمان کیږي چې د سپیانو تر ټولو زوړ نسل ده، په جنتیکي توګه له… read more »

ډروتي لیب هاریسن ووډ اوسټیس – Dorothy Leib Harrison Wood Eustis

د مې مېاشت په ۳۰ نېټه، کال ۱۸۸۶ په امریکا کې زېږېدلې او د سپتمبر په ۸ نېټه، کال ۱۹۴۶ د امریکا په نیویارک ښار کې مړه شوې.     د امریکا بشر دوسته او د سپیانو نسل اخیستونکې چا چې د جرمني شېفرډ نسل اخیستنه کې لویه ونډه لرلې.. همداسې ېې د ړوند خلکو… read more »

ویپېټ – Whippet

د هونډ سپیانو نسل ده. په ۱۹ پېړۍ کې انګلستان د دې سپیانو نسل اخستنه پېل کړه. د نسل اخستنې موخه ېې سپورت او په دښتو کې د سوی نیول وو. د ګرې هونډ او ټېرایر سپیانو ګډ نسل ده. د دې سپیانو قد له ۱۸ تر ۲۲ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر… read more »

جورج اېچ وېپل – George H. Whipple

د اګسټ په ۲۸ نېټه، کال ۱۸۷۸ د امریکا په اشلنډ کې پېدا شوی او د فیبروری په۱ نېټه، کال ۱۹۷۶ دامریکا د نیویارک په روچسټر کې مړ شوی.  د امریکا رنځپوه یا پاتولوجیسټ وو چې د هغو سپیانو لپاره کوم چې کم خوني سره مخ وو او یا په متواتره توګه وینه ضایع کوله… read more »

کاري سپیان – Working Dog

د سپیانو هغه نسلونه چې د ځای د ساتنې لپاره، د څارویانو د څرونې لپاره، او حیواناتو د ژغورنې او د پوځ او پولیسو سره په امنیت او جرم پیداکولو او مجرم نیولو کې مرست کوي. د دې سپیانو د بدن کچه له درمیان تر غټو پورې شته خود ټولو بدن قوي او عصلاتي وي…. read more »

Irish wolfhound – د ایرلنډ والف هونډ

په ټولو سپیانو کې د لوړ قد لرونکی نسل ده. له ډېر وخته په ایر لنډ کې دلیوانو د ښکار کولولپاره کاریږي. د دې سپیانو ذکر په ۲ پېړۍ کې هم شوی او په شکل کې ګرې هونډ ته ورته والی لري. د دې سپیان قد تر ۳۲ انچه پورې لوړیږي او وزن ېې تر… read more »

هونډ – Hound

د ښکاري سپیانو نسل ده. او کارونه ېې تر رېټرایور، پواینټر او سیټر سپیانو معمولا زېاته ده. دا سپیان په خپل لید او بوي باندې ښکار پېدا کوي. د بوي په ذریعه پیدا کوونکي هونډ (ډکس هونډ او بلډ هونډ) د روزنې لپاره خپل روزن ځایونه لري چې په ځمکه او هوا کې ښکار د… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons