جورج اېچ وېپل – George H. Whipple

د اګسټ په ۲۸ نېټه، کال ۱۸۷۸ د امریکا په اشلنډ کې پېدا شوی او د فیبروری په۱ نېټه، کال ۱۹۷۶ دامریکا د نیویارک په روچسټر کې مړ شوی. 
د امریکا رنځپوه یا پاتولوجیسټ وو چې د هغو سپیانو لپاره کوم چې کم خوني سره مخ وو او یا په متواتره توګه وینه ضایع کوله د خام ځیګر په ورکولو د انیمیا یا کم خوني علاج پېدا کړ. همداسې ېې د خطرناکې کم خوني مرض په ځیګر کې مطالعه او تشریح وکړه او علاج ېې پېداکړ. په دې چارو کې جورج ار مینوټ او ویلیم پي مورفای هم مرسته ورسره کړې وه چې د درېواړو هڅې دوی په دې وتوانول چې دغېرې ساري ناروغی علاج پېدا کړي او په کال ۱۹۳۴ نوبل پرایز وګاټه. 
کله ېې چې په کال ۱۹۰۵ کې له جان هوپکینز پوهنتون (بالتي مور) نه ډیګري تر لاسه کړه نو په کال ۱۹۰۸ کې ېې د صفرا د سلولوز مطالعه پېل کړه چې له دې وروسته ېې د اکسیجن د هیموکلوبین انتقال کې دلچسپي پېدا کړه کوم چې د صفرا د سلولوز د تولید تشکیلونکی ده. په کال ۱۹۲۰ کې ېې وښودل چې په سپیانو کې ځیګر د یو غذايي رژیم د عامل په څېر د هموګلوبین د تولید وړتیا لوړوي. د ۱۹۲۳–۲۵ کلونو تر منځ ېې د کم خوني په اړه ازماېښتونه تر سره کړل. چې د تجربو پایله کې په دې وپوهېده چې وسپنه په وینه کې د سرو حجراتو د تولید لامل ګرځي.
د جان هوپکېنز، کلیفورنیا او روچیسټر پوهنتونونو کې ېې هم کار کړی. 
 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons