2016 اکتوبر

Constellaria – کانسټېلاریا

د برایوزوان له منځه تللی نسل ده (واړه، بې شمزي په کالونۍ کې ژوند کوونکي ژوي وو کوم چې اسکلیټ ته ورته له کلسیم کاربونیټ څخه جوړ جوړښت کې ژوند کوه). د کانسټېلاریا د کالونیو جوړښت څانګې لري، معمولا له مخې خوا وروسته لور ته ډبل شوی یا څورب شوی وي. ځینې وخت د نورو… read more »

Cryptostomata – کریپټوسټوماټا

د برایزوان ډله ده (واړه په کالونۍ کې ژوند کوونکي، بې شمزي ژوي دي). د فوسیل په توګه په ډبرو کې پیدا کیږي ( د ۲۵۱ او ۴۸۸ میلیونه کلونو ترمنځ زاړه دي). د کالونۍ سوریان یې داسې جوړښت لري چې ممکن یوه ژوي ژوند پکې کوه. کالونۍ یې د وړو تونلونو له ګروپ څخه… read more »

Fenestella – فېنسټېلا

د برایوزوان له منځه تللی نسل ده، د کاربونیفېروس مودې (Carboniferous Period) واړه بې شمزي په کالونیو کې ژوند کوونکي ژوي وو ( د ۳۶۰ او ۳۲۰ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ). د کالونۍ جوړښت یې د شبکې شکل او د سوریانو خولې یې بیضوي او ګرد جوړښت لري. په هر سوري کې یې یوه ژوي… read more »

Hallopora – هالوپورا

د برایوزوان له منځه تللی نسل ده. په سیلورین سمندري ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي (د ۵۰۵ او ۴۰۸ میلیونه کلونو وړاندې ترمنځ ). د هالوپورا پېژندنه او له نورو سره توپیر د کالونۍ له غټو سوریانو او داخلي جوړښت څخه کیږي. تر اوسه یې ډېر ډولونه پېژندل شوي خو ځینې ډولونه… read more »

Prasopora – پراسوپورا

د برایوزوان له منځه تللی نسل ده. واړه په کالونیو کې ژوند کوونکي ژوي وو کومو چې اوبړۍ ته ورته یا په قشر پوښلي شکل کې وده کوله. د ۴۸۸.۳ او ۴۴۳.۷ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ راڅرګند شوي. د کالونۍ جوړښت یې له کلسیم کاربونیټ څخه ترکیب شوی. تونل ته ورته سوريانو کې یې یوه… read more »

Stenolaemate – سټېنولایمېټ

د سټېنولایماټا کلاس (class Stenolaemata) ټول غړي دي، په برایوزوا فایلم (phylum Bryozoa) کې شامل دي. سمندري بې شمزي ژوي دي. تر اوسه د سټېنولایمېټ تقریبا ۹۰۰ ډولونه مطالعه شوي. یوه ډله (Cyclostomata) کې یې ټول اوسمهال ژوندي غړي دي خو درې نورې ډلې (Cystoporata, Trepostomata, and Cryptostomata) یې له منځه تللي. تر ټولو زاړه… read more »

Trepostomata – ټرېپوسټوماټا

د برایوزوان له منځه تللی نسل ده. په سمندري ډبرو کې د فوسیل په توګه پیدا کیږي. د ۲۰۰ او ۴۸۸ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ راڅرګند شوي. کالونۍ یې له کلسیم ترکیب شوي وي. په ډله کې یې مختلف نسلونه شامل دي.

Cheilostomata – چېلوسټوماټا

په کلک کلسیم کاربونېټ بدل شوي د برایوزوان (bryozoan) لوی ګروپ ده (واړه په اوبو کې ژوند کوونکي بې شمزي ژوي دي) کوم چې په لمړي ځل د جوراسیک موده (Jurassic period) کې راڅرګند شوي ( د ۲۰۰ او ۱۴۶ میلیونه کاله وړاندې ترمنځ). د چېلسټوم د کالونۍ (cheilostome colony) هر غړی تر ۱ ملي… read more »

ګاستروریک – Gastrotrich

د ګاستروریکا فایلم (phylum Gastrotricha) تقریبا ۵۰۰ پېژندل شوي ډولونه دي. په اوبو کې ژوند کوونکي دي، د بدن کچه یې مایکروسکوپي ده. په اوبو کې د خاورو او شګو د ذرو ترمنځ، د اوبو د ژو او بوټو په سطحه کې پیدا کیږي. په مالګینیو اوبو کې، د مالګینو اوبو په غاړو کې او… read more »

Nematode – نېماټوډ

د (roundworm) په نامه هم یادیږي. د نېماټوډا فایلم (phylum Nematoda) مختلف ډوله چونجیان دي. په بوټو او ژو کې د پرازیت په توګه یا په خاوره، تازه او مالګینو اوبو کې د ازاد ژوند کوونکي شکلونو کې پیدا کیږي. په ځینې غیرې معمولي ځایونو کې لکه سرکه، د بېر مالټ او د ځمکې د… read more »

Rotifer – روټیفر

د (wheel animalcule) په نامه هم یادیږي. تقریبا ۲۰۰۰ ډولونه لري، په اوبو کې ژوند کوونکي بې شمزي دي او ټول ډولونه یې روټیفېرا فایلم (phylum Rotifera) جوړوي. د ټولو لویو وچو په تازه اوبو کې پیدا کیږي، ځینې ډولونه یې په سمندري یا مالګینو اوبو کې ژوند کوي، ځینې ډولونه یې په (moss or… read more »

هارس هېر چونجی – Horsehair worm

په انګرېزۍ کې (Horsehair) د اس د لکۍ یا د څټ وېښتو ته وایي. دا چونجیان هم وېښته ته ورته شکل لري او له همدې امله پرې (Horsehair worm) نوم ایښودل شوی. د (hairworm, or gordian worm) په نومونو هم پېژندل کیږي. تقریبا تر ۳۰۰ پورې ډولونه لري، په نېما تومورفا یا ګوردیاسیا کلاس کې… read more »

Kinorhynch – کینورهینک

تقریبا ۱۵۰ ډولونه لري، سمندري مایکروسکوپي بې شمزي ژوي دي. په کینورهینکا فایلم (phylum Kinorhyncha) کې شامل دي. په پراخه کچه د نړۍ په سمندرونو کې پیدا کیږي. د سمندر په خټین تل کې یا د سمندر د تل په شګو کې ژوند کوي. بدن یې یا اغزن او یا وېښته لري، اوږدوالی یې له… read more »

Aschelminth – اشېلمنت

د فایلم نوم یې اشېلمېنتېز یا نېماتېلمېنتېز (Aschelminthes, or Nemathelminthes) ده. چونجیو ته ورته بې شمزي ژوي دي، د ډېرو د بدن کچه مایکروسکوپي ده. پخوا په اشېلمېنتېز فایلم کې ۷ مختلف ډوله کلاسونه شامل وو دا اوه کلاسونه: نېما تودا یا نېماتا (Nematoda or Nemata)، روټیفېرا (Rotifera) اکانتوسېفالا (Acanthocephala)، ګاستروریکا (Gastrotricha)، کینورهینکا یا ایکینودېرا… read more »

Tentacle worm – ټېنټکل چونجی

د (Tentacled Tube Worm) په نامه هم یادیږي. تېلېپوس نسل (Thelepus) ده. سمندري چونجیان دي، په برخو وېشل شوی بدن لري، په تونلونو کې ژوند کوي، د سمندر په تل کې بې خوځښته ژوند لري، یوازې لاروا بچیان یې ازاد ژوند کوي. د (T. cincinnatus) ډول یې له ۵ تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدوالی… read more »

Sea mouse – سمندري مږه

د افروډیتا نسل (Aphrodita) ده. سمندري چونجیان دي، د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. چلند او جوړښت یې مږې ته ورته ده او له همدې امله پرې سمندري مږه نوم ایښودل شوی. له ۷.۵ تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري خو تر ۳۰ سانتي متره پورې اوږده… read more »

Scale worm – سکېل چونجی

په انګرېزۍ کې (Scale) هغه پوستکي ته وایي چې له ټوټو جوړ شوی وي لکه د کبانو پوستکی، د دې چونجي پوستکی هم له وړو برخو یا ټوټو جوړ شوی وي. د (superfamily Aphroditoidea) غړي دي. د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. ازاد خوځښت کوونکي سمندري چونجیان دي،… read more »

Rag worm – رګ چونجی

د (clam worm) په نامه هم یادیږي. د نیریس نسل (genus Nereis) ده. په سمندر او سمندر غاړو کې مختلف ډوله چونجیان دي. د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. یو څو ډولونه یې په تازه اوبو کې ژوند کوي. نور عام نومونه یې (mussel worm, pileworm, and sandworm)… read more »

Polychaete – پولیکیټ

د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) ټول چونجیان دي، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. تر اوسه ۸۰۰۰ ډولونه مطالعه شوي. پولیکیټ کې لګ چونجیان، سمندري مږه، سور چونجی، رګ او لګ چونجیان او نور شامل دي، ټول په برخو وېشل شوی بدن لري او په ټولو انالیډ کې بې ساري دي. د ډېرو… read more »

Peacock worm – طاووس چونجی

د سبېلا نسل (Sabella) نسل ده، مختلف ډوله سمندري چونجیان دي، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) او پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې شامل دي. پکي ته ورته دا ډول چونجیان له ۳۰ تر ۴۰ سانتي متره (۱۲ تر ۱۶ انچه) اوږدو تونلونو کې ژوند کوي. د تونلونو یوه خوا بنده بله پرانیستې وي، له خټو… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons