Rotifer – روټیفر

د (wheel animalcule) په نامه هم یادیږي. تقریبا ۲۰۰۰ ډولونه لري، په اوبو کې ژوند کوونکي بې شمزي دي او ټول ډولونه یې روټیفېرا فایلم (phylum Rotifera) جوړوي. د ټولو لویو وچو په تازه اوبو کې پیدا کیږي، ځینې ډولونه یې په سمندري یا مالګینو اوبو کې ژوند کوي، ځینې ډولونه یې په (moss or lichen) لندو بوټو کې هم پیدا کیږي. ډېر یې ازاد ژوند کوونکي دي خو ځینې پرازیت دي. د بدن کچه یې له ۰.۱ تر ۰.۵ ملي متره پورې وي.
 
بدن یې څورب، کروي او یا چونجي ته ورته وي. بدن یې نازک وېښته لري د مخکې خوا پای یې سر جوړوي کوم چې د ځان تغذیه کولو او خوځښت لپاره کاروي. د هر ډول غړي یې د برابر شمېر حجرې لري. ځینې ډولونه یې د لامبو وهلو پر ځای د اوبو تل کې سره ډله کیږي او له یو بل سره سر او لکۍ نښلوي. د مثل تولید یې په هر ډول کې توپیر لري. ځینې ډولونه یې پارتېنو جنتیک ښځې لرې په دې مانا چې ښځه یې خپله خپلې هګۍ القاح کوي او یوازې بله ښځه تولیدوي. نور ډولونه یې د جنسي نزدیکت له لارې او یا هم پرته له جنسي نزدیکته د مثل تولید کوي کوم چې د چاپېریال له حالت سره تړاو لري. په ډېر ډولونو کې یې نر کوچنی او کم وي

Bdelloid
Scanning electron micrographs showing morphological variation of bdelloid rotifers and their jaws. Photo by Diego Fontaneto
Sinantheria-socialis
Colony of Rotifers (Sinantheria socialis, Family: Flosculariidae). Photo by Chris Krambeck 
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons