Kinorhynch – کینورهینک
تقریبا ۱۵۰ ډولونه لري، سمندري مایکروسکوپي بې شمزي ژوي دي. په کینورهینکا فایلم (phylum Kinorhyncha) کې شامل دي. په پراخه کچه د نړۍ په سمندرونو کې پیدا کیږي. د سمندر په خټین تل کې یا د سمندر د تل په شګو کې ژوند کوي. بدن یې یا اغزن او یا وېښته لري، اوږدوالی یې له یو ملي متر کم وي. زېړ رنګه یا نسواري رنګه بدن یې په ۱۳ یا ۱۴ برخو وېشل شوی وي. د بدن لمړۍ برخه یې څرګند اغزن تاج لري د سر اغزن جوړښت ته یې (scalids) نوم اخلي. همدې برخې ته د کینورهینک سر وایي کوم کې چې خوله موجوده ده او یوه کړۍ ترې تاو شوې وي. خواړه یې خوسا شوي عضوي توکي، پروټوزوان یا ډیاټوم دي. د نر او ښځې جنس یې جلا ده او ازاد لاروای ژوند د خپل ژوند دوران کې نلري.
Comments
So empty here ... leave a comment!