Aschelminth – اشېلمنت

د فایلم نوم یې اشېلمېنتېز یا نېماتېلمېنتېز (Aschelminthes, or Nemathelminthes) ده. چونجیو ته ورته بې شمزي ژوي دي، د ډېرو د بدن کچه مایکروسکوپي ده. پخوا په اشېلمېنتېز فایلم کې ۷ مختلف ډوله کلاسونه شامل وو دا اوه کلاسونه: نېما تودا یا نېماتا (Nematoda or Nemata)، روټیفېرا (Rotifera) اکانتوسېفالا (Acanthocephala)، ګاستروریکا (Gastrotricha)، کینورهینکا یا ایکینودېرا (Kinorhyncha or Echinodera)، نېماتومورفا (Nematomorpha) او ناتوستومولیدا (Gnathostomulida) وو. خو په اوس وخت کې دا ټول کلاسونه ځانته جلا د فایلم په توګه ډلبندي شوي.
 
دا ټول ژوي پخوا ځکه یو ځای ډلبندي شوي وو چې بدن کې یې یو ډول جوف لره کوم چې د (pseudocoel) په نامه یادیږي – دا جوف یا خالیګاه د مېسودېرم (mesoderm) پرده نلري، مېسودېرم پرده د جنین د ودې پر وخت د جنین منځنۍ پرده ده چې د اېندودېرم (endoderm) او اېکتودېرم (ectoderm) تر منځ وي. په دې ژو کې دا جوف یا خالیګا د نورو ژو په پرتله مختلفه وده کوي خو وروسته دا څرګنده شوه چې دا ژوي د تکامل کومه نږدې خپلمنځي اړیکه نلري او له همدې امله هر ګروپ په خپل جلا فایلم کې ډلبندي شو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons