ګاستروریک – Gastrotrich

د ګاستروریکا فایلم (phylum Gastrotricha) تقریبا ۵۰۰ پېژندل شوي ډولونه دي. په اوبو کې ژوند کوونکي دي، د بدن کچه یې مایکروسکوپي ده. په اوبو کې د خاورو او شګو د ذرو ترمنځ، د اوبو د ژو او بوټو په سطحه کې پیدا کیږي. په مالګینیو اوبو کې، د مالګینو اوبو په غاړو کې او تازه اوبو کې شته دي. تر ټولو واړه یې ۰.۱ ملي متره او غټ یې تر ۱.۵ ملي متره پورې اوږدیږي. پوستکی یې اغزن یا وېښته لرونکی او له کوچنیو ټوټو جوړ وي. سر یې پړسېدلی نرمۍ ته ورته شکل لري. په سر، خېټه او یا د بدن نورو برخو کې د سیلیا (Cilia) په نامه وېښته د خوځښت لپاره کاروي.
 
خواړه یې باکتریا، خوسا شوي عضوي توکي او ځینې پروټوزوان یا ډیاټوم دي. ډېر ډولونه یې هېرمافروډېټیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې په یوه غړي کې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې موجودې وي. یوازې یو ګروپ کایتونو توایدیا (Chaetonotoidea) پارتینو جنتیک ښځینه لري په دې مانا چې ښځه یې القاح شوې هګۍ کوي او له هګیو یې یوازې بله ښځه پیدا کیږي. د تازه اوبو ګاستروریک دوه ډوله هګۍ کوي : یو ډول یې ټکي بلاسټېک هګۍ (tachyblastic eggs) دي او دا ډول هګۍ په فوري توګه وده کوي بل ډول یې اوپسي بلاسټېک هګۍ (opsiblastic eggs) دي کومې چې د اوږدې موده لپاره غېرې فعالې پاتې کیږي او په وچ او یا کنګل حالتونو کې ثابتې پاتې کیدای شي.
 
Gastrotrich
Photograph of a gastrotrich. Photo by Jasper Nance

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons