Sea mouse – سمندري مږه

د افروډیتا نسل (Aphrodita) ده. سمندري چونجیان دي، د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. چلند او جوړښت یې مږې ته ورته ده او له همدې امله پرې سمندري مږه نوم ایښودل شوی. له ۷.۵ تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري خو تر ۳۰ سانتي متره پورې اوږده هم شته دي. ملا یې کمه اندازه منحني شوې وي او ټوله وېښتو ته ورته سیتای باندې پوښلې وي او سیتای یې تر ۲.۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. په سمندر کې غارونه جوړوي او په سینه څښېدل یې د مږې تګ ته ورته دي. خواړه یې خوسا شوي مردار شوي ژوي دي.
 
سترګې نلري، خولې سره نږدې دوه جوړه ضمیمې لري او خوځښت د وړو پایډل ته ورته غړو په ذریعه کوي. هېرمافروډیټیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې په یوه غړي کې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې موجودې وي خو خپلې هګۍ خپله نشي القاح کولای او د یوه غړي هګۍ د بل غړي په سپرمو القاح کیږي.
 
یوازې د سمندر په تل کې د شګې یا خټې د سطحې له پاسه پیدا کیږي، د اطلس او مدیترانې سمندر په دواړو خواو کې شته دي. د (Aphrodita hastata) ډول یې د شمالي امریکا په سمندر غاړو کې پیدا کیږي.
Aphrodita aculeata (Sea mouse)
Sea mouse (Aphrodita aculeata). Photo by MichaelMaggs
Aphrodita aculeata
Sea mouse (Aphrodita aculeata). Photo by Hans Hillewaert

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons