Scale worm – سکېل چونجی

په انګرېزۍ کې (Scale) هغه پوستکي ته وایي چې له ټوټو جوړ شوی وي لکه د کبانو پوستکی، د دې چونجي پوستکی هم له وړو برخو یا ټوټو جوړ شوی وي. د (superfamily Aphroditoidea) غړي دي. د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. ازاد خوځښت کوونکي سمندري چونجیان دي، په برخو وېشل شوی بدن لري، د بدن وروستۍ برخې پوستکی یې له ټوټو جوړ شوی وي. تر ټولو واړه یې تر ۰.۵ سانتي متره او تر ټولو اوږده یې تر ۲۵ سانتي متر پورې اوږدوالی لري. کورنۍ (superfamily) کې یې څو درجنه نسلونه او سمندري مږه هم شامله ده. د بدن د وروستۍ برخې د پوستکي ټوټو ته یې (elytra) نوم اخلي کوم چې یو بل له پاسه وي لکه د کبانو پوستکی. څلور ژامې لري او ګوتې ته ورته پوز لري پوز یې د اوږدېدو وړتیا هم لري.
Aphrodita aculeata - - Print - Iconographia Zoologica - Special Collections University of Amsterdam - UBAINV0274 102 02 0005
Aphrodita. Collection : Special Collections of the University of Amsterdam ; Notes : This object is part of the collection Iconographia Zoologica ; photographer : Iconographia Zoologica

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons