Rag worm – رګ چونجی

د (clam worm) په نامه هم یادیږي. د نیریس نسل (genus Nereis) ده. په سمندر او سمندر غاړو کې مختلف ډوله چونجیان دي. د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) او انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. یو څو ډولونه یې په تازه اوبو کې ژوند کوي. نور عام نومونه یې (mussel worm, pileworm, and sandworm) دي. تر ټولو واړه یې ۲.۵ سانتي متره او تر ټولو اوږده یې ۹۰ سانتي متره اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې نسواري، روښانه سور او یا روښانه شین وي. تېره سرونه او د راغونډېدو وړ ژامې لري. د بدن لمړۍ کړۍ یا برخه یې څلور سترګې او دوه واړه ښکرونه لري؛ دوېمه کړۍ یا برخه یې څلور ښکرونه لري؛ د بدن کړۍ یا برخې یې تر ۲۰۰ زیاتې وي. د بدن دوه لمړۍ کړۍ یا برخې یې د خوځښت، حس او تنفس لپاره پاراپودیا لري. خواړه یې د سمندر نور چونجیان او په سمندر کې واړه ژوي دي.
 
د مثل تولید په وخت کې د ډېرو ډولونو وروسته برخه پړسوب پیدا کوي چې ممکن هګۍ یا سپرم وي. په دې وخت کې د سمندر تل کې خپل غارونه پرېږدي او اوبو سطحه کې د شپې لخوا د سکس حجرې پرېږدي. له القاح کېدو وروسته کروي شکله لاروا له هګیو بهر راوځي. په ځینې ډولونو کې جنسي نزدیکت په غارونو کې ترسره کیږي او له جنسي نزدیکت وروسته ښځه مړه کیږي او نر یې کونډ پاتې کیږي.
 
ځینې ډولونه یې هېرمافروډیټ (hermaphrodite) دي په دې مانا چې په یوه غړي کې د نر او ښځې دواړو تناسلي الې موجودې وي اوممکن خپله خپلې هګۍ القاح کړي.
Nereis pelagica
Rag worm (Nereis pelagica) Photographer : Alexander Semenov

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons