Polychaete – پولیکیټ

د پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) ټول چونجیان دي، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) کې شامل دي. تر اوسه ۸۰۰۰ ډولونه مطالعه شوي. پولیکیټ کې لګ چونجیان، سمندري مږه، سور چونجی، رګ او لګ چونجیان او نور شامل دي، ټول په برخو وېشل شوی بدن لري او په ټولو انالیډ کې بې ساري دي. د ډېرو پولیکیټ د بدن وېشل شوې برخې پاراپودیا (parapodia) لري کوم چې د حس تنفس او خوځښت لپاره کاروي او سیتای یا وېښتو ته ورته جوړښت (setae) لري. د پولیکیټ دبدن اوږدوالی له څو ملي متره تر ۳ متره پورې شته. په غېرې رسمي توګه په دوه ګروپونو کې سره وېشل شوي ازاد خوځښت کوونکي شکلونه (errantia, or free-moving forms)، بې خوځښته یا په تونل کې ژوند کوونکي شکلونه (sedentaria, or tube-dwelling forms).
 
سر یې لنډه بهر ته وتلې حسي برخه لري کومې ته چې پالپس (palps) وایي او همداسې انتنونه یا ښکرونه (tentacles) لري. بدن یې ډېر وخت روښانه رنګونه لري. د ځینو ډولونو خواړه واړه سمندري ژوي او بوټي دي خو ځینې یوازې غوښه خوړونکي (carnivorous) دي. نر او ښځه یې جلا وي سپرم او هګۍ په اوبو کې پرېږدي او په اوبو کې یې القاح ترسره کیږي. ځینې ډولونه یې هېرمافروډیټیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې په یوه غړي کې موجودې وي. د ځینو ډولونو د بدن د لکۍ برخه جلا کیږي او همدې برخه کې یې د مثل د تولید حجرې موجودې وي.
 
د پاللو په نامه چونجیان د ارام سمندر په سوېل کې د انسانانو خواړه دي او همداسې نور ډولونه یې د کبانو لپاره خواړه دي.

Tomopteriskils
Planctonic polychaete worm from genus Tomopteris. Photo by uwe kils
Spirobrancheus giganteus
Christmas tree worms (Spirobranchus giganteus) from East Timor. Photo by Nick Hobgood
Polychaete worm I presume at Ponta do Ouro, Mozambique (36250150480)
Polychaete worm I presume at Ponta do Ouro, Mozambique. Photo by Derek Keats from Johannesburg, South Africa
Polychaete worm and a hydrozoan, Ponta do Ouro, Mozambique (6654417985)
Polychaete worm and a hydrozoan, Ponta do Ouro, Mozambique. Photo by Derek Keats from Johannesburg, South Africa
A polychaete (6166403716)
A polychaete. Photo by Derek Keats from Johannesburg, South Africa
 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons