Peacock worm – طاووس چونجی

د سبېلا نسل (Sabella) نسل ده، مختلف ډوله سمندري چونجیان دي، په انالیډا فایلم (phylum Annelida) او پولیکیټا کلاس (class Polychaeta) کې شامل دي. پکي ته ورته دا ډول چونجیان له ۳۰ تر ۴۰ سانتي متره (۱۲ تر ۱۶ انچه) اوږدو تونلونو کې ژوند کوي. د تونلونو یوه خوا بنده بله پرانیستې وي، له خټو یې جوړ کړي وي او په بلغمي یا مخاطي توکو یې سیمنټ کړي وي. د چونجي سر خوا کې بڼکو ته ورته ښکرونه وي کوم چې د خوړو او تنفس لپاره کاروي. کوم عضوي او غېرې عضوي توکي چې اوبو کې له دې بڼکو سره ولګیږي د دې بڼکو مخاطي ماده یې ځان پورې نښلوي او د خوړو په توګه یې تېروي او یا خپل تونل پرې رغوي. کله چې برید کوونکي ژوي ورنږدې شي سم د لاسه خپلې بڼکې غونډوي. د سمندر په ژورو او کمو ژورو اوبو کې ژوند کوي.

Commons waielbi Sabella pavonina
Peacock worm, Sabella pavonina. Mediterranean. Photo by Waielbi
Pfauenröhrenwürmer
Photo by Wolljuergen
Lpfauenröhrenwurm
Photo by Wolljuergen
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons