Stenolaemate – سټېنولایمېټ
د سټېنولایماټا کلاس (class Stenolaemata) ټول غړي دي، په برایوزوا فایلم (phylum Bryozoa) کې شامل دي. سمندري بې شمزي ژوي دي. تر اوسه د سټېنولایمېټ تقریبا ۹۰۰ ډولونه مطالعه شوي. یوه ډله (Cyclostomata) کې یې ټول اوسمهال ژوندي غړي دي خو درې نورې ډلې (Cystoporata, Trepostomata, and Cryptostomata) یې له منځه تللي. تر ټولو زاړه برایوزوان دي د ۵۰۵ او ۴۷۸ کاله وړاندې ترمنځ راڅرګند شوي. د کالونۍ غړي ته یې زوایډ (zooid) نوم اخلي. کالونۍ یې له کلسیم څخه ترکیب شوې وي او تونل ته ورته ځینې وخت اوږد شوی شکل لري. د (Crisia eburnea) ډول یې د شمالي امریکا په دواړو سمندر غاړو کې پیدا کیږي، په الګي او د سمندر په نورو بوټو وده کوي او تار ورته سپینه ګڼه اوبدنه کوي، د کالونۍ لوړوالی یې ۱.۲۵ تر ۲.۵ سانتي متره پورې وي.
Comments
So empty here ... leave a comment!