2018 جنوري

Accounting defination – دمحاسبې تعریف

محاسبه د مفهومونو او تخنیکونو هغه مجموعه ده د کومې په ذریعه چې د یوې اقتصادي څانګې په اړه د مالي مالوماتو ارزونه کیږي او راپور ترې جوړیږي. د شرکت دغه مالومات بیلابیلو ډلو ته له یوې یا بلې لارې ورکول کیږي. په دې ډلو کې د سوداګرۍ مدیران (Business Managers )، د سوداګرۍ مالکان… read more »

Variable cost – غېرې ثابت لګښت یا قیمت

هغه لګښت یا قیمت ده چې د پلور او تولید له حجم سره بدلیږي. که چېرې یو شرکت هېڅ نه تولیدوي او هېڅ نه پلوري نو غېرې ثابت لګښت باید صفر وي مګر ثابت لګښت داسې نه وي که شرکت تولید او پلور وکړي او یا ونکړي نو ثابت لګښت ادامه لري.  

Trial balance – ټرېل بېلېنس

کله چې ټولې سوداګریزې معاملې له جورنال څخه په جنرل لیجر کې خپل مربوطه حساب کې ولیکل شي نو د جنرل لیجر د حسابونو د پاڼې له مخې ټرېل بیلنس جوړیږي او هره سوداګریزه معامله د ډیبیټ او کریډیټ خانو ته انتقالیږي د قوانینو مطابق انتقالیږي. ټرېل بیلنس د محاسبې کومه رسمي پاڼه نده بلکه… read more »

Tax – مالیه

یو مقدار چې حکومت ته ورکول کیږي. د ګټې مالیه (Income tax) د هغې خالصې ګټې یوه فیصدي ده چې تر اوسه مالیه نه وي ځنې ورکړل شوې. د ملکیت مالیه (Property tax) هغه مالیه ده چې د یو شرکت پر شتمنۍ تحمیل کیږي او شرکت یې باید ادا کړي. مالیات ډېر ډولونه لري کوم… read more »

Sunk costs – ډوب شوي لګښتونه

هغه پیسې چې مصرف شوې وي او له لاسه تللې وي او که هر ډول کړنه یا چاره تر سره شي بېرته لاسته راتلونکې نه وي. ځینې وخت مدیران ناستې او پرېکړې په هغه صورت کې کوي چې دوی په دې اند شي چې ممکن ډوب شوي لګښتونه بېرته لاسته راوړای شو.

Subsidiary – فرعي برخه یاڅانګه

یو شرکت چې د بل شرکت مالک وي سب سېډایري ګڼل کیږي. یو جلا قانوني نهاد ده چې له څانګې یا د شرکت جلا شوې برخې سره توپیر لري.  

Stock or goods – د پلور لپاره چمتو موجوده انبار

هغه موجوده انبار ده چې اوسمهال د پلور لپاره چمتو وي. او په سټاک روم یا د موجوده انبارو په خونه (Stock room) کې ساتل کیږي. د (Overstocked) مانا داده چې ډېر زېات د پلور لپاره چمتو موجوده انبارشته.  

Short run, short term – لنډ مهاله

د وخت موده په کومه کې چې سوداګریزې کړنې تر سره کیږي. ډېر وخت تر یو کال یا له یو کال څخه کمه وي.

Sale – پلور

د پلورل شو توکو یا خدماتو بدل کې نغدو لاسته راوړلو ته پلور وېل کیږي.

Risk – خطر

د زېان لیدلو امکان کوم چې په هره سوداګرۍ کې طبیعي ده. او له (return) یا له پانګونې څخه لاسته راوړونکې ګټې سره تړاو لري. خطر کچه کول ستونزمن دي خو ټول سوداګر مخکې له مخکې خطر نظر کې نیسي.

Revenue – عواید

د پلور، تولید یا خدماتو بدل کې چې یو شرکت نغدې لاسته راوړي.

Retained earnings – ساتل شوې ګټه

له ټولو کموونو وروسته ساتل شوې ګټه چې په مالکانو نه وېشل کیږي او بېرته په سوداګرۍ کې کاریږي.

Profit – ګټه

کله چې له ناخالصه عوایدو لګښت منفي شي پاتې برخې ته ګټه وېل کیږي. نا خالصه ګټه (Gross profit) کله چې له پلور څخه د پلور لګښت منفي شي. عملیاتي ګټه (Operating profit) کله چې له عوایدو څخه د پلورل شو توکو عملیاتي لګښت منفي شي. خالصه ګټه (Net profit) مخکې له مالیاتو څخه operating… read more »

Present value

یو مفهوم ده کوم چې د اوسمهال نغدو ارزښت د راتلونکې له ارزښت سره پرتله کوي. د پیسو اوسنی ارزښت د راتلونکي وخت له ارزښت سره پرتله کولو ته وایي. د بېلګې په توګه نن $ ۱۰۰ لرو کوم چې په راتلونکې کې زېات ارزښت لرلای شي او هغه ځکه چې مونږ دا ۱۰۰ $… read more »

Prepaid expense, deferred charge – مخکې له مخکې ورکړل شوی لګښت

یوه شتمنۍ چې په راتلونکې کې یې د کارېدو موده تېریږي او یا په راتلونکې کې کاریږي. لکه د بیمې پیسې مخکې له مخکې ورکول. د بیمې محافظت یوه شتمنۍ ده چې په راتلونکې کې یې د کارېدو موده تېریږي او یا د زېان لیدو په صورت کې کارول کیږي. مخکې له مخکې د یوه… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons