Accounting defination – دمحاسبې تعریف

محاسبه د مفهومونو او تخنیکونو هغه مجموعه ده د کومې په ذریعه چې د یوې اقتصادي څانګې په اړه د مالي مالوماتو ارزونه کیږي او راپور ترې جوړیږي. د شرکت دغه مالومات بیلابیلو ډلو ته له یوې یا بلې لارې ورکول کیږي. په دې ډلو کې د سوداګرۍ مدیران (Business Managers )، د سوداګرۍ مالکان (owners)، پور ورکوونکي (Creditors)، دولتي څانګې (Governmental Units)، مالي څېړونکي (Financial analysts) او حتی کارکوونکي (Employees) شامل دي. دغه ټولې ډلې د دې مالوماتو له لارې په اداره (entity) کې د خپلې دندې اړوند مالومات ګوري: مدیران (managers) دا مالومات د مشرتابه د سمو پرېکړو (to make sound leadership decisions) لپاره کاروي، پانګه اچونکي (investors) د ونډې ګټه (dividends) چې په مجموعي شتمنۍ کې د مالکانو برخه په نښه کوي. پور ورکوونکي (creditors) د دې مالوماتو له لارې ګوري چې ایا شرکت کولای شي خپل قرض بېرته وسپاري او کنه. دولتي څانګې (governmental units) دغه مالومات د مالیاتو اخستنې لپاره کاروي، مالي څېړونکي دغه مالومات د پرېکړو او د پانګې اچونې (investment) په اړه د نظر لرلو لپاره کاروي. کارکوونکي غواړي د بریا په لور روان شرکت کې، په راتلونکې کې خپل مقام وټاکي، د جایزې یا انعام اخیستلو په لټه کې شي. همدا د منطق پر بنسټ ولاړ جوړښت محاسبه په دوه برخو وېشي: یوه برخه ېې مالي محاسبې (financial accounting) او بله برخه ېې د مدیریتي محاسبې (managerial accounting) په نامه یادیږي. مالي محاسبه له شرکت نه بهر وګړو ته مالومات چمتو کوي مګر مدیریتي محاسبه داخل کې مدیریت ته مالومات وړاندې کوي.
 
Financial Accounting – مالي محاسبه
د ما لي محاسبې مالومات له شرکت نه هغه بهرني وګړي کاروي کوم چې د دې راپورونو جزیاتو ته لاس رسی نلري او نه د راپور په چمتو کولو کې کومه ونډه اخلي. په دې راپورونو باندې دوي په دوه وجو باور کوي یوه وجه د شرکت معیاري کړنې (standardization of the principles) او بله وجه د راپور چمتو کولو پروسه (practices for preparing reports) ده. پرته د معیاري کړنو به دا ډېر ستونزمن کار وي چې د دوه مختلفو شرکتونوراپور باندې ځان پوه کړو او یا ېې سره پرتله کړو نو په همدې وجه د منظمې پروسې له لارې د مالي محاسبې (financial accounting) راپور جوړیږي تر څو محاسبه یو ځانګړی جوړښت او ثبات ولري. په امریکا کې د خصوصي سکتور یوه ډله چې د [Financial Accounting Standards Board (FASB)] په نامه یادیږي د مالیاتي محاسبې د راپورونو د چمتو کولو لپاره د بنسټیزو قوانینو جوړولو مسوله ده. د سوداګرۍ د پراخېدو سره د مالیاتي محاسبې د راپور چمتو کولو د قوانینو جوړولو مسولیت د [Internationa Accounting Standards Board (IASB)] شو. د مالي محاسبې مالومات د یوه ځانګړي ګروپ لپاره نه دي بلکې ټولې ډلې دغه مالومات کاروي.
 
Managerial Accounting – مدیریتي محاسبه
مدیریتي محاسبه د مدیریت ځانګړې اړتیاوې پوره کوي او ځواب کوي. د سوداګرۍ مدیران مسولیت لري چې د سوداګرۍ لپاره پلان جوړ کړي، کنټرول وکړي او پرېکړې وکړي. دغه مدیران ځانګړو راپورونو ته اړتیا لري لکه: د بودیجې (Budget)، د محصولاتو د ارزښت (Product costing data). دا داخلي راپورونه کوم ځانګړي لارښود ته اړتیا نلري مګر باید په منطقي ډول تر سره شي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons