بیلانس پاڼه – Balance sheet

د محاسبې بنسټیزه معادله د محاسبې او د راپور جوړونې د ملا تیر ګڼل کیږي. همداسې په بیلانس پاڼې د پوهېدو لپاره دا معادله مرکزي او کلیدي ارزښت لري. بیلانس پاڼې ته ځنې وخت د مالي وضعیت (statement of financial position) نوم اخیستل کیږي. لاندې انځور کې د اېډل ویس شرکت یو راپور لرو کوم کې چې د بیلابیلو شتمنیومجموعه ښودل شوي. په دې بیلانس پاڼه کې (assets) شتمنۍ ۸۹۵،۰۰۰ $ ده. په دې شتمۍ کې ۱۷۵،۰۰۰ $ پورونه (liabilities) دي او پاتې برخه په سهامي شرکت کې د ونډه اخیستونکو ونډه (stockholder’ equity) ډالر $ ۷۲۰،۰۰۰ دي. د ونډه اخیستونکو ونډه په دوه برخو وېشل شوې ۱۲۰،۰۰۰ ډالر کوم چې د مالکانو یا ونډه اخیستونکو (stockholders) لخوا پانګونه شوې ده. دغه مقدار ته (capital stock) وایي. پاتې برخه ۶۰۰،۰۰۰ $ دي چې د ساتل شوې ګټې (retained earnings) په نامه یادیږي.
 
د ونډه اخیستونکو ونډه چې ۷۲۰،۰۰۰ $ ده په دې مانا چې ټوله سوداګري همدومره ارزښت لري؟ ځواب نه ده ! ولې نه ده؟ ځکه چې بیلانس پاڼه کې ډېرې نورې شتمنۍ ندي راپور شوي لکه د ځمکې قیمت ۱۲۵،۰۰۰همداسې بیلانس پاڼه د سوداګرۍ د اوسني ارزښت راپور نه جوړوي بلکې د یوې ځانګړې مودې راپور جوړوي. همداسې کیدای شي یوه سوداګري نورې داسې شتمنۍ ولري چې ثبت شوې او راوپور شوي نه وي لکه د شرکت نوم او نښان (Brand) کوم چې خپل ارزښت لري او که کوم کس په ایډل ویس شرکت کې سټاک پیري نو تر مالي راپور د نښان ارزښت ته ډېر پام کوي کوم چې په پانګونه او د پانګې پرېکړو کې خورا زېات اهمیت لري.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons