The fundamental accounting equation – د محاسبې بنسټیزه معادله

د محاسبې د بنسټیز ماډل ځانګړتیا چې نن ېې مونږ کاروو ۵۰۰ کلنې زړې ریښې لري. لوکا پاسیولي، د رنسانس دورې یو راهب (Luca Pacioli, a Renaissance era monk) د سوداګرۍ د ګټې او تاوان په نښه کولو لپاره یو فورمول جوړ کړ. همدا فورمول په عصري وخت کې هم سوداګران کاروي. دغه فورومول د محاسبې لپاره د ډېر عصري کمپیوټري سیسټم بنسټ کې هم برخه اخیستې. د دې سیستم مفهوم تشریح داسې ده: یو سوداګریز نهاد (entity) دشتمنیو (assets) یوه مجموعه ده او د دې شتمنیو لپاره دوه ادعا کوونکي لرو چې یو د پور ورکوونکي (creditors) په نامه او بل د مالک (owners) په نامه یادیږي.
 
شتمنۍ (assets) = پورونه (liabilities) + د ونډې برخې (Owner’s equity)
که چېرې داسې ولیکو چې
شتمنۍ (assets) = پورونه (liabilities) – د ونډې برخې (Owner’s equity)
پورته + علامه په – بدله شوه خو دواړه یوه خبر په دوه طریقو کول دي.
شتمنۍ (assets)
شتمنۍ د یونهاد یا ادارې اقتصادي سرچینه ده او په دې کې نغدې پیسې (cash)، لاس ته راوړنکي حسابونه (account receivables)، دموجوده انبارو نوملړ (inventories)، ځمکه (land)، تجهیزات (equipment) او حتی نا ملموسې یا نه لمس کېدونکې شتمنۍ (intangible assets) شاملې دي. او داسې انګېرل کیږي چې دغه شتمنۍ د مالک لپاره په راتلونکې کې د اقتصادي ګټو لامل ګرځي.
 پورونه – Liabilities
هغه مقدار ته وایي چې باید یو نهاد ېې بل ته ورکړي او همداسې نور تعهدات چې سوداګرۍ کې رامنځته کیږي. . پورونه (extensions of credits) دي. 
 

د ونډه اخیستونکو ونډې – Owner’s equity

د ونډه اخیستونکو ونډې په سوداګرۍ کې د مالکانو د برخو مجموعه ده. پورونه چې له سرمایه منفي شي حاصل ته ېې خالصه شتمنۍ (net assets) وایي او په همدې وجه کله کله ورته د خالصې شتمنۍ نوم هم کاریږي. مالکان څوک دي؟ د دې سوال ځواب د سوداګرېزې ادارې یا نهاد (entity) له قانوني جوړښت سره تړاو لري. یو ډول ته یواځې مالکیت یا د یو کس کاروبار (sole proprietorship) نوم اخلي، دوېم ډول ته ېې شراکت (partnership) اودرېم ډول ته سهامي شرکت (corporation) وایي. یواځې مالکیت (sole proprietorship) د یو کس کاروبار وي، شراکت (partnership) یوه سوداګري په کومه کې چې دوه کسان، دوه شراکتونه یا دوه سهامي شرکتونه سره شریک وي. د سوداګرۍ سرچینې او له دې سرچینو ګټه سره شریکوي. او سهامي شرکت (corporation) د ډېرو مالکانو له مختلفو ونډو جوړ وي چې دغه ونډې د (shares of stock) په نامه یادیږي. د دغو ونډو مجموعې ته په انفرادي کاروبار او شراکت کې د (Owner’s equity) نوم اخلي مګر په سهامي شرکت کې د ونډو دې مجموې ته د (Stockholders’ equity) نوم اخیستل کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons