How transactions impact the accounting equation – څرنګه سوداګریزې معاملې د محاسبې په معادلې اغیز کوي

یوه بیلانس پاڼه (balance sheet) په یو ځانګړي تاریخ کې د یوې ځانګړې مودې مالي وضعیت ښي خو کله چې یوه سوداګریزه معامله تر سره کیږي په ټول مالي وضعیت (overall financial condition) کې بدلون رامنځ ته کیږي او هره سوداګریزه کړنه د شتمنیو(assets)، پورونو(liabilities) ، د ونډه اخیستونکو په سوداګرۍ کې برخه (equity) په حسابونو (accounts) باندې اغیز کوي مګر دغه اغیز او سوداګریزه کړنه د محاسبې په مساواتو کې بدلون نشي راوستی تل به دواړه اړخونه سره مساوي وي. دا څرنګه تر سره کیږي ؟ د دې سوال ځواب لپاره لاندې څلور سوداګریزو معاملو ته نظر کوو او همدا ځواب لاسته راوړو.
 
ایډل ویس شرکت له پوروړي پور لاسته راوړي (account receivable)
ایډل ویس شرکت له پوروړي ۱۰،۰۰۰ ډالر (account receivable) د تولیداتو بدل کې لاسته راوړل دغه سوداګریزه معامله مخکې شوې وه او د لاسته راوړنې وړ حساب (account receivable) په توګه نوټ شوې وه نو په بیلانس پاڼه (balance sheet) کې لاندې ډول بدلون رامنځته کیږي:
په دې انځور کې یوه شتمنۍ (asset) چې لاسته راوړنې وړ حساب (account receivable) د پور لاسته راوړنه ده له ۵۰۰۰۰ ډالرو څخه ۴۰۰۰۰ ډالرو ته کمه شوې او بله شتمنۍ چې نغدې پیسې دي د پور لاسته راوړنې په اندازه زېاته شوې ده له ۲۵۰۰۰ ډالرو څخه ۳۵۰۰۰ ډالرو ته لوړه شوې. نو په پایله کې په ټوله شتمنۍ کې کوم بدلون رامنځته نشو او شتمنۍ اوس هم د پورونو (liabilities)+ د ونډه اخیستونکو په سوداګرۍ کې ونډې (equity) سره مساوي ده.
ایډل ویس شرکت تجهیزات په پور واخیستل
ایډل ویس شرکت د ۳۰۰۰۰ $ تجهیزات په پور (loans payable) واخیستل او موافقه ېې وکړه چې پیسې به وروسته ورکوي نو په بیلانس پاڼه (balance sheet) کې لاندې ډول بدلون رامنځ ته کیږي.
تجهیزات (equipment) یوه شتمنۍ (asset) ده چې له ۲۵۰۰۰۰ ډالرو ېې شتمنۍ ۲۸۰۰۰۰ډالرو ته لوړه کړې او همداسې د دې شتمنۍ قیمت چې په پور لاسته راوړل شوې په پورونو (liabilities) کې د (loans payable) په نامه قیمت زېات شوی.او پورونه له ۱۲۵۰۰۰$ څخه ۱۵۵۰۰۰ ډالرو ته لوړ شوي. پایله کې په دواړو پورونو او شتمنیو کې په برابره اندازه زېاتوالی رامنځته شوی. نو که د محاسبې معادلې ته وګورو کوم توپیر ندی رامنځته شوی بلکې دواړه طرفونه اوس هم سره مساوي دي.
ایډل ویس شرکت یو چا ته یوه چاره تر سره کوي یا خدمات وړاندې کوي او د چارې بدل کې هغه کس موافقه کوي چې راتلونکې کې به ۵۰۰۰ $ ورکړي.
په دې د پوهېدو لپاره زېاتې روښنایي اچونې ته اړتیا ده تر څو د دې چارې په پیچلتیا وپوهیګئ. تاسې (retained earning) پیژنۍ چې ساتل شوې ګټه ده کومه چې د سوداګرۍ په مالکانو نده وېشل شوې. ایډل ویس شرکت ۵۰۰۰ ډالر د یوې چارې په بدل کې وګټل او تر اوسه ېې دا پیسې لاسته ندي راوړي دغه ناخالصه عاید (revenue) په شتمنۍ کې د دلاسته راوړنې وړحساب (account receivable) په توګه اضافه کیږي کله چې شتمنۍ کې ناخالصه عاید (revenue) اضافه شي نو په (retained earnings) کې دغه عاید (income) ګټه زیاتیږي.
ایډل ویس شرکت پېسې لګوي
دا به ډېره ښه وای که چېرې یو کاروبار یا سوداګري بې لګښته (expenses) پر مخ تلای مګر داسې نده. په محاسبه کې لګښت (expenses) بهر ته د نغدو جریان (outflows) ده. فکر وکړئ چې ایډل ویس شرکت ۳۰۰۰ ډالر په لګښت کې له لاسه ورکړې. لاندې ېې په حسابونو (accounts) باندې اغیز وګورئ.
په نغدو پېسو کې کمی راغی چې له ۳۵۰۰۰ ډالرو ۳۲۰۰۰ ډالرو ته کمې شوي. همداسې د سوداګرۍ له مجموعي عوایدو ۳۰۰۰ ډالر کم شوي په پایله کې د محاسبې په معادله کې هیڅ توپیر رانغی او دواړو اړخونه تر اوسه مساوي دي.
هر سوداګریزه معامله د شتمنیو (assets)، پورونو (liabilities) او او د مالکانو په ونډو (owners’ equity) باندې اغیز کوي خو د محسابې د معادلې دواړو اړخونه تل سره مساوي پاتې کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons