2018 جنوري

Variable Versus Absorption Costing – بې ثباته لګښت د جذب لګښت مقابل کې

په محاسبه کې بې ثباته لګښت (variable cost) مستقیم لګښت (direct costing) ته وایي او د جذب لګښت (absorption costing) بشپړ لګښت (full costing) ته وایي. دواړه د تولید او خدماتو د لګښت یا قیمت کارونې لپاره دوه مختلفې طریقې دي د دواړو تر منځ توپیر د (fixed manufacturing overhead costs) سره چلند یا کارونه… read more »

Planning, directing and controlling – پلان، رهبري او کنټرول

مدیرانو ته د مدیریت کولو لپاره پیسې ورکول کیږي، که چېرې ستونزې نه وای نو مدیرانو ته به هم اړتیا نه وای. دا په دې معنی چې هره اداره ستونزې لري او دا د مدیریت دنده ده چې ستونزو ته د حل لار پیدا کړي. ریښتینی مدیریتي استعداد ستونزې ته د هوارېدو لار کتنې څخه… read more »

Managerial Accounting – مدیریتي محاسبه

مالي محاسبه د بهرنۍ ډلې لپاره د راپور جوړونې په اړه ده، بهرنۍ ډلې لکه مالکان، مالي څېړونکي او پور ورکونکي. بهرنۍ ډلې ډېر کم وخت د ادارې داخلي مالوماتو ته لاس رسی لري. دوي باید په عامو جووړو شوو راپورونو باور وکړي کوم چې د شرکت لخوا تر لاسه کوي. په همدې وجه د… read more »

Business liquidity and the operating cycle – د سوداګرۍ تسویه او عملیاتي یا د فعالیت دوره

وېشل شوې بیلانس پاڼه (classified balance sheet) د شرکت په مالي روغتیا باندې د پوهېدو لپاره اساسي ده. پانګه اچونکی او پور ورکونکي د شرکت تسوېې ته ډېر پام کوي ځکه چې تسویه د شرکت په نږدې راتلونکې کې د مکلفیت د ترسره کولو وړتیا ښي. پرته له تسوېې که یو شرکت د پام وړ… read more »

Classified balance Sheet – په برخو وېشل شوې بیلانس پاڼه

بیلانس پاڼه د شتمنۍ، پورونو، او د مالکانو د پانګې برخې ښي. د بیلانس پاڼې په څېړنه او ازموینه کې باید تل په پام کې ولرئ چې دغه لست شوي اجزاء د مناسب ارزښت ښودونکي ندي. ځکه چې ډېرې شتمنۍ (historical cost) لري او ځنې شتمنۍ اصلا په دې پاڼه کې راپور شوې نه وي… read more »

The accounting cycle and closing process – د محاسبې دوران او د بهیر بندول

۱- سوداګریزې معاملې په جورنال کې ثبت کیږي ۲- د جورنال زېاتونې د لیجر په مناسبو حسابونو کې پوسټ کیږي ۳- یو ټرېل بیلنس جوړیږي ۴- د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې چمتو کیږي او پوسټ کیږي ۵- د د ترتیب یا تنظیم بهیر ټرېل بیلنس جوړیږي ۶- رسمي مالي خبر پاڼې جوړیږي… read more »

Preparing financial statements – د مالي خبر پاڼو چمتو کول

د دې لیکنې له ویلو مخکې لمړی د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو (adjustment process) ځان پوه کړئ. د ترتیب یا تنظیم بهیر تل د محاسبې د هرې دورې په پای کې پلي کیږي. تر څو د ګټې وړاندوینه وکړي او د فعلي مالي وضعیت راپور جوړ کړي. په دې لیکنه کې د… read more »

Accrual versus cash basis accounting – د ژمنې پر بنسټ او د نغدو پر بنسټ محاسبه

په عمومي توګه د محاسبې منل شوي اصول (GAAP) ښي چې کاروبار باید د ژمنې پر بنسټ (Accrual basis) طریقه وکاروي ځکه چې په دې طریقه کې لګښت او ناخالصه عواید پیژندل کېدای شي. مګر ځینې واړه کاروبارونه د نغدو پر بنسټ (cash basis) طریقه کاروي کومه چې له (GAAP) سره مطابقت کې نده. همداسې… read more »

The adjusting process and related entries – د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې

تاسې له ټرېل بېلنس څخه په مستقیمه توګه د مالي پاڼې جوړول زده کړل او همداسې مو د د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو په اړه هم کافي مالومات تر لاسه کړل. اوس باید په دې وپوهیږو چې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې ولې اړینې دي او په څه کې… read more »

Basic elements of expense recognition – د لګښت پېژندنې بنسټیز اجزا

د لګښت (expense) پېژندنه له لاندې درې طریقو یوه طریقه تعقیبوي او دغه د پېژندنې طریقې د توکو له قیمت سره تړاو لري: ۱- د لامل او اغیز تړاو (associating cause and effect) : ډېرو قیمتونو (costs) ته له هغه لګښت سره په مستقیمه توګه اړیکه ورکولای شو کوم ېې چې په تولید کې مرسته… read more »

Basic elements of revenue recognition – د ناخالصه عوایدو د پېژندنې بنسټیز اجزا

د توکو پېژندل د دې لپاره اړین دي تر څو د محاسبې د خبرپاڼې په مربوطه ځای کې ثبت شي. د ناخالصه عوایدو (revenues) پېژندنه معمولا د خدماتو د تر سره کولو او یا د توکو د پلورلو پر وخت کیږي. د ناخالصه عوایدو پېژندنه له : ۱ – د تبادلې پر بنسټ معامله (exchange transaction)، –… read more »

د تناوب د مودې فرضیه – The periodicity assumption

سوداګرېزې کړنې لکه د یوې مایع په څېر حرکت کوونکې دي، لګښتونه (expenses) او ناخالصه عواید (revenues) یو ثابت سرعت لري. د جنتري پاڼه اړول او تاریخ بدلېدل په دې معنی ندي چې ټولو سوداګریزو کړنو توقف پیدا کړ بلکه دغه تاریخ بدلېدل د سوداګریزفعالیت اندازه کولو معنی لري. د یوې سوداګریزې کړنې د وخت… read more »

The meaning of accounting income – د محاسبې د عوایدو معنی

محاسبه هڅه نکوي تر څو د ټولو بدلیدونکو ارزښتونو اندازه وکړي لکه د ځمکې قیمت چې د پېرلو قیمت ېې په بیلانس پاڼه (balance sheet) کې لیکل کیږي سره له دې چې د وخت په تېرېدو سره ېې ارزښت کې زېاتوالی یا کموالی رامنځته کیږي کوم ته چې په محاسبه کې د (historical cost principle)… read more »

ټرېل بیلنس – Trail balance

کله چې ټولې سوداګریزې معاملې له جورنال څخه په جنرل لیجر کې خپل مربوطه حساب کې ولیکل شي نو د جنرل لیجر د حسابونو د پاڼې له مخې ټرېل بیلنس جوړیږي او هره سوداګریزه معامله د ډیبیټ او کریډیټ خانو ته انتقالیږي د قوانینو مطابق انتقالیږي. ټرېل بیلنس د محاسبې کومه رسمي پاڼه نده بلکه… read more »

The journal – جورنال

جورنال یو داسې کتاب ده په کوم کې چې د سوداګریزو معاملو تاریخه په ځانګړي ترتیب کې ثبت کیږي. جنرل جورنال ته د (The book of original entry) نوم هم اخلي. په دې معنی چې له دې اسنادو سوداګریزې کړنې جلا حسابونو (accounts) ته انتقالیږي او دا حسابونه بیا په جورنال کې د ډیبیټ/کریډیټ په… read more »

The core financial statement – بنسټیزه مالي خبر پاڼه

کله چې یو پانګه اچونکی د یو سهامي شرکت په (capital stock) کې پانګونه کوي یا یو سهامي شرکت ته نغدې پیسې پور ورکوي او یا ېې په نغدو پیسو بانډز (bonds) اخلي. نو له پرېکړې مخکې د شرکت مالي خبر پاڼه کې ځنې شیانو ته ژوره کتنه کوي. (باندز او سټاک دواړه د عصري… read more »

Distinguishing between revenue and income – د خالصې ګټې اونا خالصه عوایدو تر منځ توپیر

د هرې ورځې په خبرو کې ځنې وخت ځنې خبرې په اتفاقي ډول کوو او ډېر خلک د خپلو لغاتو په کارونه کې دقت او ژور پام نکوي په دې فکر وي چې مترادفې کلیمې ېې کارولي. همداسې (income) او (revenue) دواړه ډېرې دقیقې معنی ګانې لري. هر شرکت چې کله تولیدات خرڅ کړي، چا… read more »

How transactions impact the accounting equation – څرنګه سوداګریزې معاملې د محاسبې په معادلې اغیز کوي

یوه بیلانس پاڼه (balance sheet) په یو ځانګړي تاریخ کې د یوې ځانګړې مودې مالي وضعیت ښي خو کله چې یوه سوداګریزه معامله تر سره کیږي په ټول مالي وضعیت (overall financial condition) کې بدلون رامنځ ته کیږي او هره سوداګریزه کړنه د شتمنیو(assets)، پورونو(liabilities) ، د ونډه اخیستونکو په سوداګرۍ کې برخه (equity) په… read more »

The fundamental accounting equation – د محاسبې بنسټیزه معادله

د محاسبې د بنسټیز ماډل ځانګړتیا چې نن ېې مونږ کاروو ۵۰۰ کلنې زړې ریښې لري. لوکا پاسیولي، د رنسانس دورې یو راهب (Luca Pacioli, a Renaissance era monk) د سوداګرۍ د ګټې او تاوان په نښه کولو لپاره یو فورمول جوړ کړ. همدا فورمول په عصري وخت کې هم سوداګران کاروي. دغه فورومول د… read more »

بیلانس پاڼه – Balance sheet

د محاسبې بنسټیزه معادله د محاسبې او د راپور جوړونې د ملا تیر ګڼل کیږي. همداسې په بیلانس پاڼې د پوهېدو لپاره دا معادله مرکزي او کلیدي ارزښت لري. بیلانس پاڼې ته ځنې وخت د مالي وضعیت (statement of financial position) نوم اخیستل کیږي. لاندې انځور کې د اېډل ویس شرکت یو راپور لرو کوم… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons