د تناوب د مودې فرضیه – The periodicity assumption

سوداګرېزې کړنې لکه د یوې مایع په څېر حرکت کوونکې دي، لګښتونه (expenses) او ناخالصه عواید (revenues) یو ثابت سرعت لري. د جنتري پاڼه اړول او تاریخ بدلېدل په دې معنی ندي چې ټولو سوداګریزو کړنو توقف پیدا کړ بلکه دغه تاریخ بدلېدل د سوداګریزفعالیت اندازه کولو معنی لري. د یوې سوداګریزې کړنې د وخت اندازه کولو لپاره د تناوب د دورې فرضیه جوړیږي: لکه میاشت، کال، کال ربعه چې درې مېاشتې موده وي.
 
د محاسبې اغیزې او پاېلې – Accounting implications
محاسبه باید د سوداګریزو کړنو بې وقفې پروسه او د مودې راپورونه په برخو ووېشي. کلني راپورونه کیدای شي جنتري د جنوري له ۱ څخه د ډسمبر تر ۳۱ نېټې پورې تعقیب کړي. همداسې کلني راپورونه په ربعه وېشل کیږي.
 
 
یو مالي کال (fiscal year) د پېل له ټکي تر یو کال مودې پورې وي. مالي کال (fiscal year) تل هڅه کوي چې د سوداګرۍ کلنی طبعي دوره تعقیب کړي لکه د پرچون سوداګرۍ کې په کوم کې چې مالي کال کیدای شي د جنوري په ۳۱ د نوي کال له ګڼې ګوڼې وروسته پای ته ورسیږي.
 
همداسې باید په نظر کې ولرئ چې داخلي راپورونه ممکن په میاشتني انټروال کې پای ته ورسیږي. د یو عمومي قانون په توګه که چېرې د سوداګرۍ راپور په څومره لنډه موده کې چمتو شي همدومره د سوداګریزو کړنو د وخت اندازه کول او ثبت کول ستونزمن کیږي. نو په همدې وجه باید د بې وقفې سوداګریزو کړنو وخت په مودو ووېشل شي. کله چې موده وټاکل شي نو د محاسبه کوونکي دنده دا ده چې د دې مودې لپاره لګښت اختصاص کړي او د عوایدو وړاندوینه وکړي. دې پروسې ته د (accrual basis) نوم اخیستل کیږي. همداسې (accrual basis accounting) په یوه موده کې د عوایدو په اندازه کولو او لګښتونو تمرکز کوي.
 
د لګښتونو سم اختصاص او په ناخالصه عوایدو کې مناسبه وړاندوینه کولای شي د ګټې په تعین کې مرسته وکړي.په همدې وجه پانګه اچونکي یا پور ورکوونکي د ګټې راپور ته ژوره کتنه کوي او د دې مناسبه وړاندوینه په سوداګرۍ کې حیاتي بلل کیږي. د مودې د تناوب فرضیه پانګه اچونکو سره مرسته کوي چې وپوهیږي شرکت په څومره وخت کې څومره ګټه کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons