Basic elements of revenue recognition – د ناخالصه عوایدو د پېژندنې بنسټیز اجزا

د توکو پېژندل د دې لپاره اړین دي تر څو د محاسبې د خبرپاڼې په مربوطه ځای کې ثبت شي. د ناخالصه عوایدو (revenues) پېژندنه معمولا د خدماتو د تر سره کولو او یا د توکو د پلورلو پر وخت کیږي. د ناخالصه عوایدو پېژندنه له : ۱ – د تبادلې پر بنسټ معامله (exchange transaction)، – د ګټې د پروسې بشپړ کېدلو کیږي (earning process being complete). 
ایا د تولید شوي محصول لپاره باید ناخالصه عواید له تولید وروسته وپېژندل شي ؟ ځواب نه ده! د ناخالصه عوایدو پېژندلو لپاره پورته دواړه شرایط باید پوره شي له تولید وروسته ېې د پلورلو پروسه هم بشپړ شي. که چېرې یو پېرودونکی (customer) د تولید غوښتنه وکړي د غوښتنې په وخت کې باید نا خالصه عواید وپېژندل شي ؟ بیا هم ځواب نه ده! د پېژندنې لپاره باید تولید ولیږل شي تر څو د تولید او د پلور پروسه بشپړ شي.
 
د پیسو وروکوونه او د ناخالصه عوایدو پېژندنه – Payment and revenue recognition
دا په یاد کېولرئ چې د پیسو تر لاسه کول دعوایدو پیژندنې لومړنی معیار نه ده ناخالصه عواید د پلور پر وخت پېژندل کیږي که دا پیسې د نغدو بدل کې پلور وي او یا هم د لاسته راوړنې وړ (receivables) په توګه لیکل شوې وي. د دې لپاره باید د ناخالصه عواید تعریف ته بیا کتنه وکړئ (دا خل ته جریان کوم چې د خدماتووړاندې کولو او د تولیداتو د لیږلو په وجه رامنځته کیږي.)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons