Basic elements of expense recognition – د لګښت پېژندنې بنسټیز اجزا

د لګښت (expense) پېژندنه له لاندې درې طریقو یوه طریقه تعقیبوي او دغه د پېژندنې طریقې د توکو له قیمت سره تړاو لري:
۱- د لامل او اغیز تړاو (associating cause and effect) : ډېرو قیمتونو (costs) ته له هغه لګښت سره په مستقیمه توګه اړیکه ورکولای شو کوم ېې چې په تولید کې مرسته کړې وي. د بېلګې په توګه یو تولید (product) یو کارکوونکي ته د پلور (sale) لپاره سپارل.
 
۲- سیستماتیک او منطقي اختصاص (systematic and rational allocation) : کله چې د قیمت (cost) او عوایدو (revenues) تر منځ مستقیمه اړیکه نه وي په داسې وضعیت کې باید د لګښت پېژندنې لپاره نورې طرحې وکارول شي. د ځنې قیمتونو ګټه په محاسبه کې د څو دورو لپاره وي او دا قیمت د وخت له تېرېدو سره بې اعتباره (expire) کیږي یا کمیږي د بیلګې په توګه یوه لارۍ کیدای شي ډېر کلونه وکاریږي په هر کال کې د دې لارۍ قیمت ټاکل ستونزمن دي. په داسې وضعیت کې کیدای شي یو محاسبه کوونکی په مودو د قیمت د وېش لپاره له یوې منطقي او سیستماتیکې طرحې کار واخلي ترڅو د وېشل شوي قیمت د لارۍ د کارونې په مودو ووېشي. پاسه د لارۍ د قیمت یادې شوې پروسې ته په محاسبه کې د ارزښت کمی (depreciation) نوم اخلي.
 
۳ – فوري پېژندنه (immediate recognition) : ځنې قیمتونو (costs) ته له هیڅ ډول نا خالصه عوایدو (revenues) له تولید سره تړاو نشي ورکول کېدای او همداسې په راتلونکې کې دا قیمت کومه ګټه نلري. دا قیمتونه په فوري توګه پېژندل کیږي. د بېلګې په توګه یو اخراج شوي کارمند (fired employee) ته د سنوات حق ورکول (severance pay) او دا هغه وخت په لګښت کې حسابیږي کله چې له دندې د وېستلو پروسه پای ته ورسیږي.
پېسې ورکول او د لګښت پېژندنه – payment and expense recognition
د پیسو ورکول د لګښت د پېژندنې لپاره بنسټیز معیار نده. د لګښت د پېژندلو لپاره پاسنۍ درې طریقه بنسټیزې دي پرته له دې چې د قیمت وخت په نظر کې ونیول شي. د لګښت د پېژندنې لپاره د لګښت تعریف په یاد ولرئ: (بهر ته جریان چې د توکو له تولید او د خدماتو له وړاندې کولو رامنځته شی وي).
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons