The adjusting process and related entries – د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې

تاسې له ټرېل بېلنس څخه په مستقیمه توګه د مالي پاڼې جوړول زده کړل او همداسې مو د د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو په اړه هم کافي مالومات تر لاسه کړل. اوس باید په دې وپوهیږو چې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې ولې اړینې دي او په څه کې مرسته کوي ؟ د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې د یوې سمې او اوسني تاریخ سره برابرې د مالي خبر پاڼې په چمتو کولو کې مرسته کوي ځکه چې:
 
۱- ځنې توکي څو دوره اي وي (Multi period items) : ځنې نا خالصه عواید (revenues) او لګښتونه (expenses) د محاسبې له یوې دورې څخه له زېاتو سره اړیکه لري.
 
۲ – په یوه ځانګړې موده کې لاسته راتلونکي توکي (Accrued items) : ځنې نا خالصه عواید (revenues) او لګښتونه (revenues) په یوه ځانګړې شوې موده کې لاسته راځي او یا پېښیږي خو په حسابونو (Accounts) کې لا تراوسه نه وي لیکل شوي معمولا د (Accruals) په نامه یادیږي.
 
سوداګري په هغه وضعیت کې بدلون رامنځته کوي چې تر اوسه پورې په جورنال (Journal) کې نه وي درج شوي. په اصل کې د وخت تېرېدلو سره دغه بدلون رامنځته کیږي کوم چې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو ته اړتیا پیدا کوي تر څو دغو بدلونونو ته په حسابونو کې انعکاس ورکړي. معمولا د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې د محاسبې د هرې مودې په پای کې پلي کیږي او په موقته توګه د سوداګرۍ راتلونکې ته غزېدلی تونل قطع کوي تر څو په دې وپوهیږي چې تونل کې څه دي او اندازه ېې کړي.
د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې مونږ د سوداګرۍ فعالیت باندې پوهېدو کې مرسته کوي لاندې انځورونو کې معمولي د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې
تشریح شوی چې کیدای شي هر محاسبه کوونکی ورسره مخ شي له همدې انځوریزې تشریح د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې په اړه خپل نظر ته وده ورکړئ.
 
دا ډېره معمولي ده چې د توکو (products) یا خدماتو (services) لپاره مخکې له مخکې پیسې ورکړئ. کېدای شي له همدې لارې مو بیمه (insurance) اخیستې وي او کېدای شي د بیمې د نیم یا یوکال پالیسي لپاره مو مخکې له مخکې پیسې ورکړې وي او یا مو د تعمیر (building) له کارولو مخکې کرایه (rent) ورکړې وي. ډېر مالکان د میاشتې په پېل کې کرایه غواړي.
د مخکې له مخکې پیسو ورکولو بله بېلګه د توکو (products) پېرل دي. په سوداګرۍ (business) کې ډېر وخت مخکې له دې چې توکي لاسته راوړل شي پیسې ورکول کیږي.
 
د پېرلو پر وخت مخکې له مخکې پیسې ورکول په راتلونکې کې اقتصادي ګټې ښي او دا ډول لګښت (expense) په شتمنۍ (asset) کې زېاتوالی رامنځته کوي. د وخت له تېرېدو سره دغه شتمنۍ (asset) کمیږي. په دې معنی چې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو (adjusting process) ته اړتیا پېدا کیږي تر څو د شتمنیو (assets) په حسابونو (accounts) کې کمۍ راولي او د شتمنۍ د قیمت لګښت (expense) په حسابونو (accounts) کې اضافه کړي. د بېلګې په توګه تاسې ۳۰۰ $ د درې میاشتو لپاره د چمن پرې کولو یوې ادارې ته مخکې له مخکې د جون په اوله نېټه ورکړې. دغه معامله په بنسټیزه توګه په شتمنۍ کې زېاتوالی رامنځته کوي څرنګه چې هره میاشت تېریږي له شتمنۍ په بیلانس پاڼه (balance sheet) کې ۱۰۰ $ کمیږي او دغه ۱۰۰ ډالر لګښت (expense) ته انتقالیږي. دلته یوه شتمنۍ (asset) کمه شوه او یو لګښت (expense) زیات شو کوم چې د مالکانو په ونډه (equity) او خالصه ګټې (income) کې د کموالي وجه ګرځي او د بیلانس پاڼې (balance sheet) تعادل ثابت پاتې کیږي.
 
 پاسنۍ تشریح په لاندې جورنال کې وګورئ او د بیلانس پاڼې پر حساب ېې اغیز نوټ کړئ.
مخکې له مخکې د بیمې د پیسو ورکولو انځوریزه بېلګه – Illustration of prepaid insurance
د بیمې د پالیسي لپاره معمولا مخکې له مخکې پیسې اخیستل کیږي د بیلګې په توګه د موټر بیمه . که چېرې په راتلونکې کې په موټر کې د کومې حادثې په وجه خرابوالی رامنځته شي بیمه دغه شتمنۍ محفوظه ساتي. فکر وکړئ د جنوري په اوله نېټه مو د درې کالو بیمه د ۹۰۰۰ ډالرو بدل کې واخیسته.
د ډسمبر په ۳۱ نېټه د بیمې ۳۰۰۰ ډالرو تاریخ تیریږي دلته دترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو ته اړتیا ده ترڅو لګښت کې زېاتوالی رامنځته کړي او بیمې که مخکې له مخکې ورکړل شو پیسو کې کمی راولي.
 
په پاسنیو بېلګو کې بیمې ته د پیسو ورکوونکي ۳۰۰۰ $ د یو کال مودې په لګښت کې اضافه کی کوي او داسې لیکل کیږي (9000 debit ) ( Less 3000 credit )
 
مخکې د کراېې ورکولو انځوریزه بېلګه – Illustration of prepaid rent
فکر وکړئ د مارچ په اوله نیټه مو د دوه میاشتو کرایه مخکې له مخکې ورکړه د امعامله داسې ثبت کیږي.
د مارچ په ۳۱ نېټه د نیمې میاشتې د کراېې نېټه پوره شوه. که چېرې د مارچ په ۳۱ نېټه تاسې مالي خبرپاڼه چمتو کوی دلته د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې ته اړتیا ده تر څو نیمه کرایه لګښتونو ته انتقال کړي او د مخکې له مخکې ورکړل شوې کراېې څخه نیمه کرایه کمه کړي.
 
د وخت له تېرېدو سره د ارزښت کمی – Depreciation
ډېرې شتمنۍ (assets) ډېر اوږد عمر لري د بېلګې په توګه لکه تعمیر (building) او تجهیزات (equipment). دا شتمنۍ د محاسبې د څو مودو په اوږدو کې ګټه کوي. محاسبه هڅه نکوي د دې شتمنیو ارزښت کې بدلون اندازه کړي. د ارزښت د اندازه کولو په ځای د قیمت برخې په مودو باندې وېشي. همدا پروسه د (depreciation) په نامه یادیږي. یوې طریقې ته ېې (straight-line method) نوم اخلي. په دې طریقه کې قیمت د شتمنۍ د عمر په اوږدوالي په مساوي برخو وېشل کیږي. او دغه قیمت د کلني ارزښت د کمیدونکي لګښت په نامه ثبت کیږي.
بېلګه : د جنوري په اوله نیټه یوه لارۍ چې درې کاله عمر کوي په ۱۵۰۰۰۰ ډالر واخیستل شوه دلته د (depreciation expense) کلنی لګښت ۵۰۰۰۰ ده او هر کال به د ګټې په خبر پاڼه (income statement) کې د درې کالو لپاره د لګښت په توګه ثبت کیږي.
نا ګټل شوي نا خالصه عواید – unearned revenues
ډېروخت په سوداګرۍ (business) کې د توکو (products) او یا خدماتو (services) وړاندې کولو په بدل کې مخکې له مخکې پیسې اخیستل کیږي. د بېلګې په توګه د یوې مجلې خپرونکی په مجله کې د بل کس د مالوماتو خپرولو لپاره د یو کال پیسې مخکې له مخکې اخلي. دا ډول پیسې چې مخکې له مخکې اخیستل کیږي په نغدو پیسو (cash) کې ډبیټ (debit) په توګه او نا خالصه نا ګټل شوي عواید (unearned revenues) د کریډیټ (credit) په توګه اضافه کیږي. ناخالصه نا ګټل شوي عواید (unearned revenues) پورونه (liability) راپور کیږي ځکه چې په راتلونکې کې شرکت مکلف ده تر څو د دې عوایدو بدل کې توکي ولیږدوي. همداسې دا هم په یاد ولرئ چې ناخالصه عواید (revenues) تر هغو په ګټه کې نه شمېرل کیږي تر څو د ګټې پروسه نه وي بشپړ شوي. کله چې توکي ولېږدول شي او یا خدمات وړاندې شي نو نا خالصه نا ګټل شوي عواید (unearned revenues) کمیږي (debited) او ناخالصه عواید (revenues) زیاتیږي (credited). په دې منطق پوهېدل اړین دي چې یو پور موجود ده او دغه پور په راتلونکې کې د توکو لېږدول یا خدماتو وړاندې کول دي کوم چې په راتلونکې کې په بیلانس پاڼه (balance sheet) کې انعکاس مومي. همداسې اړینه ده، نا خالصه عواید (revenues) د ګټې په خبر پاڼه (income statement) کې باید د فعلي لېږدول شوو توکو یا وړاندې شوو خدماتو په توګه انعکاس ومومي ( پېژندنه ېې یوازې د پیسو د ورکړې پر وخت کیږي) .
په راتلونکې داقلامو ژمنې – Accruals
هغه لګښت (expense) او ناخالصه عواید (revenues) دي چې د محاسبې د یوې دورې (accounting period) په اوږدو کې راټولیږي. د هغه لګښت (expense) چې په راتلونکې کې ېې ژمنه شوې وي بېلګې: معاش (salaries) ، سود (interest)، کرایه (rent) وغیره دي. په راتلونکې کې د ناخالصه عوایدو ژمنه نورو ته په ساعت کې د تعین شوي قیمت له لارې خدمات وړاندې کول دي. د ټولو تشریح او انځوریزې بېلګې لاندې وګورئ . داسې کړنې تل د محاسبې د دورې په پای کې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو (adjusting process) ته اړتیا لري تر څو له تاریخ سره برابرې او سمې خبرپاڼې چمتو کړای شی.
 
د معاش ژمنه – Accrued salaries
ځنې شرکتونه ورځنی د معاشونو لست (payroll) لري. مګر معمولا په سوداګرۍ کې کار کوونکو ته په میاشت کې یو ځل یا دوه ځله پیسې ورکول کیږي. فکر وکړۍ یوه سوداګرۍ کې کار کوونکي په ګډه یا په مجموعي ډول ۱۰۰۰ ډالر د ورځې ګټي. د ډسمبر میاشت په اخرنۍ اوونۍ کې کار کوونکو له ۲۶ تاریخ تر ۲۹ تاریخ کار وکړ. د شرکت د محاسبې دوره هم په ۹ د جنوري پای ته رسیږي او له ۹ تاریخ مخکې شرکت پیسې هم نه ورکوي. دلته شرکت مکلف ده چې کار کوونکو ته په ۹ تاریخ ۳۰۰۰ ډالر ورکړي. د پیسو له ورکولو مخکې شرکت دغه رقم په لاندې ډول ثبت کوي.

پاسني ۳۰۰۰ ډالر لګښت ده چې کار کوونکو ته د خدماتو په بدل کې ورکول کیږي. کال ختم شو او د جنوري په لمړۍ اونۍ کې هم کار کوونکو یوه اونۍ کار وکړ او په مجموعي ډول ېې ۷۰۰۰ ډالر کار کړی. شرکت مکلف ده کار کوونکو ته په ۹ تاریخ ۱۰۰۰۰ ډالر ورکړي دغه لګښت د محاسبې د دوه مختلفو دورو لګښت ده په انځور کې ېې د ثبت کېدو بېلګه وګورئ. اړینه دا ده چې د هر کال او مودې لګښت په سمه توګه ثبت کړئ پرته له دې چې د پیسو ورکولو وخت نظر کې ونیسی.
 
منځ ته راغلی سود – Accrued interest
ډېر پورونه داسې وي چې ګټه یا سود (interest) پرې ورکول کیږي او د سود نرخ (rate) د دوه ډلو په توافق ټاکل کیږي. د سود مقدار له نرخ، د پور اندازې او مودې سره تړاو لري. (principal rate time) د بېلګې په توګه که چېرې ۱۰۰۰۰۰ ډالر د کال په ۶% سود باندې د ۱۸ میاشتو لپاره قرض شوي وي نو(۱.۵۶%۱۰۰۰۰۰) نو ټول سود ۹۰۰۰ ډالر کیږي. که چېرې سود ۱۸ میاشتې پس هم د ورکولو نیټه وي بیا هم د محاسبې د هرې مودې په پای کې د همدې مودې په اندازه منځته راغلی سود د (accrue) په توګه لیکل کیږي. فکر وکړئ دغه د ۱۸ میاشتو پور د جولای په اوله نیټه، کال ۲۰۰۱ اخیستل شوی چې د ډسمبر تر ۳۱ نېټې کال ۲۰۰۲ پورې ۱۸ میاشتې پوره کیږي. او تاسې د ۲۰۰۱ کال په پای کې ۶ میاشتې وروسته مالي خبر پاڼې چمتو کوی نو په دې ۶ میاشتو کې منځ ته راغلی سود یا ګټه په لاندې ډول لیکل کیږي. 
په دې معنی چې د ۲۰۰۱ کال د ۶ میاشتو موده کې د ټول پور سود یا ګټه ۳۰۰۰ ډالر ده نور پاتې د سود برخه د ۲۰۰۲ کال په مالي خبر پاڼو کې راپور کیږي.
 
په راتلونکې کې د کراېې ژمنه – Accrued rent
په راتلونکې کې د کراېې ورکولو ژمنه د مخکې له مخکې د کراېې ورکولو (prepaid rent) برعکس معامله ده. دا کرایه تر اوسه نده ورکړل شوې مګر تعمیر کارېدلی. فکر وکړئ یو دفتر چې کرایه ېې ۴۰۰ ډالر ده او دواړو ډلو توافق وکړ چې د هرې میاشتې له ختمېدو وروسته په لس ورځو کې د ننه د تېرې شوې میاشتې ۴۰۰ ډالر کرایه ورکوي. د داسې ډول معاملې راپور په لاندې انځور کې وګورئ.
Accrued revenue – په راتلونکې کې د ناخالصه عوایدو ژمنه
ډېر شرکتونه نورو ته د خدماتو وړاندې کول په ساعت کې د یو ټاکل شوي قیمت په بدل کې کوي د ساعتونو دغه مجموعه هره میاشت د یو بیل په څېر راپور کیږي. د محاسبې مفهوم د داسې عوایدو ثبت کول یا راپور کول تر هغو نکوي چې تر څو ګټل شوې نه وي. فکر وکړئ په ډسمبر کې یو شرکت نورو ته د خدماتو له لارې ۵۰۰ ډالر ګټلي. د هر ساعت په سر ۱۰ ډالر ورکړل شوي او د میاشتې په پای کې د ساعتونو د مجموعې قیمت ۵۰۰ دالر کیږي. انځور کې د اړوند زېاتونې بیلګه وګورئ.
Adjustment Trail balance – د ترتیب یا تنظیم ټرېل بیلنس
په محاسبه کې ټرېل بیلنس د ترتیب یا تنظیم ټرېل بیلنس سره توپیر لري. کله چې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې تر سره شي د مالي خبر پاڼو لپاره یو بل د ترتیب یا تنظیم بهیر له پروسې وروسته ټرېل بیلنس جوړیږي ترڅو وګوري چې کریډېټ = ډبیټ سره دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons