Accrual versus cash basis accounting – د ژمنې پر بنسټ او د نغدو پر بنسټ محاسبه

په عمومي توګه د محاسبې منل شوي اصول (GAAP) ښي چې کاروبار باید د ژمنې پر بنسټ (Accrual basis) طریقه وکاروي ځکه چې په دې طریقه کې لګښت او ناخالصه عواید پیژندل کېدای شي. مګر ځینې واړه کاروبارونه د نغدو پر بنسټ (cash basis) طریقه کاروي کومه چې له (GAAP) سره مطابقت کې نده. همداسې وړه سوداګري اړتیا هم نلري چې له (General accepted accounting principles) سره په مطابقت کې کاروبار پر مخ بوځي. د نغدو پر بنسټ (Cash basis) طریقه ډېره ساده مګر په کمه موده کې د دې ډول کاروبار خبرپاڼې کیدای شي غولونکې یا تېر وېستونکې وي. په دې ډول سوداګرۍ کې کله چې نغدې تر لاسه شي سم دلاس د ناخالصه عوایدو (Revenues) په توګه راپور کیږي (مهمه نده چې کله ګټل شوي او یا به ګټل کیږي.) او کله چې نغدې بلې ډلې ته وسپارل شي لګښت (expenses) پېژندل کیږي (مهمه نده چې لګښت څه وخت رامنځته شوی او یا به رامنځته کیږي.)
 
د دواړو انځورېزې بېلګې – Illustration
د اورټیز شرکت خلکو ته د ویبپاڼې خدمات تر سره کوي او د محاسبې لپاره د (Cash basis) طریقه کاروي. په انځور کې د دې شرکت د نغدو پیسو لاسته راوړنه او لګښت دواړه تشریح شوي. په وړې سوداګرۍ کې دا ډول خبر پاڼې ډېر معمولي دي.
 
دا د ګټې مالي خبر پاڼه د ۲۰۰۵ کال د اپرېل مېاشتې ده په کومې کې چې د نغدو پیسو زیاتېدل په روښانه توګه ښکاري
 
یو بل لوی شرکت چې د میګا په نوم ده اورټیز شرکت ته ېې وړاندیز وکړ چې د اورټیز شرکت کاروبار ترې د یوې میاشتې د عوایدو په سل چنده قیمت وپیري. او د دې لپاره ېې د محاسبې یوې ادارې ته دنده وسپارله تر څود اپریل د میاشتې محاسبه په (Accrual basis) طریقه وکړي. د محاسبې لپاره ېې لاندې مالومات راغوند کړل او خبر پاڼې ېې ترې جوړې کړې.
 
کله چې اورټیز شرکت دمیګا وړاندیز تر لاسه کړ یاد شوی شرکت ډېر خوښ وو خو کله چې اورټیز مالي راپورونه د (Accrual basis) په طریقه کې ولیدل ناهیلی شو او وړاندیز ېې رد کړ. دغه پورتني انځورونه د دواړو طریقو ترمنځ توپیر په ګوته کوي. د (Cash basis) طریقه د پیسو پر ورکړې او راکړې باندې تمرکز کوي او دیوې مودې مالي خبر پاڼه جوړوي کومه چې د یوې ځانګړې مودې سوداګریزې کړنې نه تشریح کوي مګر د (Accrual basis) طریقه د لګښت او ناخالصه عوایدو پېژندنه کوي او د هرې مودې په پای کې د دې مودې سوداګریزې کړنې د تد ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو ته اړتیا لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons