Preparing financial statements – د مالي خبر پاڼو چمتو کول

د دې لیکنې له ویلو مخکې لمړی د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو (adjustment process) ځان پوه کړئ. د ترتیب یا تنظیم بهیر تل د محاسبې د هرې دورې په پای کې پلي کیږي. تر څو د ګټې وړاندوینه وکړي او د فعلي مالي وضعیت راپور جوړ کړي. په دې لیکنه کې د ترتیب یا تنظیم بهیر په پلي کولو کار کوو.
 
یوه انځوریزه بېلګه – An illustration
د لته د انګلنډ ټاورس کمپنۍ انځوریزه بېلګه ده. دې شرکت په ۲۰۰۳ کې فعالیت پېل کړئ او د کال په پای کې د ډسمبر په ۳۱ نېټه دې شرکت دا په ګوته کړې چې لاندې د ترتیب یا تنظیم بهیر اړوند زېاتونو ته اړتیا ده. زېاتونو ته کتنه وکړئ که چېرې پوه نشوی د د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو لیکنه وګورئ.
لاندې ګرافیک دد ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو مخکې او وروسته د انګلنډ کمپنۍ ټریل بیلنس (trail balance) ښي. دا ښي چې که چېرې د انګلنډ کمپنۍ پرته د ترتیب یا تنظیم بهیر له زیاتونو (adjustment entries) خپلې مالي خبر پاڼې (financial statement) جوړې کړې وای نو راپور شوي مالومات به ناسم او بشپړ نه وای. او په همدې وجه د د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو ټرېل بیلنس کاریږي تر څو د مودې په پای کې د تاریخ سره برابره پاڼه کې وګوري چې کریډیټ = له ډبیټ سره دي او کنه.
 
ډېر وخت شرکتونه ټرېل بیلنس (trail balance) جوړوي او بیا ېې د د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو(adjustment process) لپاره څېړنه کوي. له څېړنې وروسته په دې ټرېل بیلنس (trail balance) کې د ترتیب یا تنظیم بهیر اړوند زېاتونې کوي. د د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې کومه زده کړه نده چې یو کس ېې باید زده کړي او د هر شرکت د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو وړتیا دې ولري. د د ترتیب یا تنظیم بهیر لپاره باید د همدې سوداګرۍ په اړه کافي مالومات او په محاسبه کې کافي مهارت ولرئ. د دې ترڅنګ د شرکت د شتمنیو هغه لست ورسره وي له کوم چې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې ترسره کولای شي. دغه مستند شوي لست ته ځنې وخت د (journal voucher) نوم اخلي. له دې وروسته امکان لري چې د محاسبې سیستم کې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې په سمه توګه پرته له تېروتنې ترسره کړای شي. دغه زېاتونې لمړی په جورنال (journal) کې ثبت کیږي، له دې جورنال څخه د لیجر (ledger) په مناسبو حسابونو (accounts) کې پوسټ کیږي او کله چې لیجر د ورځې له تاریخ سره برابر شي د همدې له مخې د ترتیب یا تنظیم د بهیر ټرېل بیلنس (adjustment trail balance) جوړیږي.
مالي خبر پاڼې – Financial Statements
د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو ټرېل بیلنس (adjustment trail balance) معمولا کافي ده چې د مالي خبرپاڼو د چمتو کولو اسانتیا رامنځته کړي. په همدې لیکنه کې پورته د انګلنډ کمپنۍ د د ترتیب یا تنظیم بهیر ټریل بیلنس څخه لاندې مالي خبر پاڼې جوړې شوي.
ډېر وخت د مالي خبر پاڼو جوړولو پروسه په اتومات ډول تر سره کیږي. کله چې د ترتیب یا تنظیم بهیر چمتو او زېاتونې تر سره شي. د محاسبې د سیستم سافټ ویر مالي خبر پاڼې په اتومات ډول چمتو کوي. دلته یوازې دومره پوهاوي ته اړتیا ده چې څرنګه د ترتیب یا تنظیم بهیر له ټرېل بیلنس څخه مبلغ یا مقدار د مالي خبر پاڼو مجموعې ته انتقال کړو. دوهم دا چې په مالي خبر پاڼو کې په سمه توګه د سوداګریزو معاملو ځای پر ځای کولو باندې پوهېدل اړین دي.
 
د کار پاڼې طریقه – A worksheet approach
کله نا کله ځنې کسان غواړي بې وخته مالي خبر پاڼې جوړې کړي کومې مالي خبر پاڼې چې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو ته هم اړتیا لري د بېلګې په توګه کیدای شي یو مدیر هره میاشت د محاسبې د مودې له پای ته رسېدو وړاندې مالي خبر پاڼې هره میاشت وغواړي پرته له دې چې د محاسبې په کتابونو جورنال او لیجر کې زېاتونې تر سره شي. د دې موخې لپاره کار پاڼې (worksheet) کاریدلای شي. د محاسبې له ادارې هر وخت د مالي خبر پاڼو جوړېدو غوښتنه کیدای شي چې دغه پاڼې د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونو ته هم اړتیا لري پرته له دې چې په حقیقي جورنال او لیجر کې دا زېاتونوې ترسره شي او د دې موخې لپاره کار پاڼې کاریدلای شي. لاندې انځور یوه معمولي کار پاڼه ده چې د انګلنډ کمپنۍ له مالوماتو خبر پاڼې جوړې کړي. اولني کالمونه ېې د ترتیب یا تنظیم بهیر ټرېل بیلنس ده. دوېم کالمونه ېې د ترتیب یا تنظیم بهیر د دورې پای ښي. او اخري کالمونه ېې له د دوه اولنیو کالمونو له مالوماتو لاس ته راغلي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons