The accounting cycle and closing process – د محاسبې دوران او د بهیر بندول

۱- سوداګریزې معاملې په جورنال کې ثبت کیږي
۲- د جورنال زېاتونې د لیجر په مناسبو حسابونو کې پوسټ کیږي
۳- یو ټرېل بیلنس جوړیږي
۴- د ترتیب یا تنظیم بهیر او اړوند زېاتونې چمتو کیږي او پوسټ کیږي
۵- د د ترتیب یا تنظیم بهیر ټرېل بیلنس جوړیږي
۶- رسمي مالي خبر پاڼې جوړیږي (ممکن د کارپاڼې په مرسته دغه چاره ترسره شي).
 
دا چارې چې کله تر سره شي نو د محاسبې دوران پای ته ورسېده او په پایله کې ګټورې مالي خبر پاڼې لاسته راغلې. له دې پرته د هرې معاملې سوابق په جورنال کې لاسته راوړنه ده او په هر حساب کې کړنې په لیجر کې لاسته راوړنه ده.
 
د بندېدو پروسه یا بهیر – Closing process
یو بل اخري ګام پاتې کیږي او هغه د بندېدو پروسه ده. د بندېدو پروسه دوه برخې لري:
 
۱- د بندېدو پروسه یو داسې میکانیزم ده چې ساتل شوې ګټه (retained earnings) د لیجر په حساب (account) کې د ورځې له تاریخ سره برابروي تر څو د مودې د پای له بیلنس سره مساوي شي.
 
۲- د لګښت (expense) ، ناخالصه عوایدو (revenue)، د مالکانو ګټلې برخه (dividend) حسابونه (accounts) د محاسبې دیوې ځانګړې مودې د مبلغ یا مقدار ښوونه کوي. د هرې مودې په پای کې باید دا حسابونه صفر کړای شي. په محاسبه کې دې حسابونو ته موقتي حسابونه (temporary or nominal accounts) وايي. له صفر کېدو وروسته دا حسابونه بیا ځلې تنظیم کیږي تر څو د محاسبې نوې دوره پېل کړي. برعکس د شتمنیو (assets)، د پورونو (liabilities) او د مالکانو د پانګې برخه (owner’s equity) حسابونو ته په محاسبه کې حقیقي حسابونه (real accounts) وایي. او د دې حسابونو مقدار له یوې دورې بلې ته انتقالیږي. د بندېدو د پروسې انځورېزه بېلګه لاندې وګورئ.
۱- ساتل شوې ګټه (retained earnings) د ورځې له تاریخ سره برابره (update) کړئ.
۲- ترڅو موقتي حسابونه (لګښت، ناخالصه عواید، د مالکانو ګټلې برخه) صفر شي.
۳- د ګټې د حساب لنډیز هم صفر پرېښودل کیږي.
 
لاندې ټي اکونټ د هرې زېاتونې پر حسابونو اغیز تشریح کوي.
د پوسټ د بندېدو ټرېل بیلنس – Post closing trail balance
د پوسټ د بندېدو ټرېل بیلنس د بندېدو له پروسې وروسته د حسابونو تعادل ښي او یوازې د بیلانس پاڼې حسابونه پکې شامل وي. د پوست د بندېدو ټرېل بیلنس کومه رسمي پاڼه نده.
د بندېدو له پروسې وروسته ټول د ناخالصه عوایدو، لګښتونو او په مالکانو د وېشل شوو برخو حسابونه صفر کړل شوي او د پوسټ دبندېدو په ټرېل بیلنس کې نښکاري.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons