Classified balance Sheet – په برخو وېشل شوې بیلانس پاڼه

بیلانس پاڼه د شتمنۍ، پورونو، او د مالکانو د پانګې برخې ښي. د بیلانس پاڼې په څېړنه او ازموینه کې باید تل په پام کې ولرئ چې دغه لست شوي اجزاء د مناسب ارزښت ښودونکي ندي. ځکه چې ډېرې شتمنۍ (historical cost) لري او ځنې شتمنۍ اصلا په دې پاڼه کې راپور شوې نه وي لکه د کمپنۍ نوم او نښان او یا داسې نورې په داخل کې وده کړې سرچینې. د مناسبې څېړنې لپاره تر څو د کمپنۍ مالي وضعیت مالوم کړای شی د دې لپاره د حسابونو په ذریعه بیلانس پاڼه په برخو وېشل کیږي او همدې بیلانس پاڼې ته د (classified balance sheet) نوم اخیستل کیږي.
 
شتمنۍ – Assets
د بیلانس پاڼې د شتمنۍ طرف کیدای شي په پنځه برخو ووېشل شي.
 
۱- اوسنۍ شتمنۍ (current assets) هغه شتمنۍ ده چې په لنډه موده کې په نغدو بدلېدونکې وي او یا په لنډه موده کې مصرفېدونکې وي. په ځانګړي ډول هغه شتمنۍ چې په یو کال یا د محاسبې په یوه موده کې مصرفېدونکې یا په نغدو بدلېدونکې وي. د ډېرو کمپنیو لپاره د فعالیت دوره د وخت په اوږدو کې د نغدو بېرته په نغدو بدلولو موده وي. معمولا دغه موده د یو کال څخه کمه وي.
۲- د اوږدې مودې پانګه (long term investments) کې د ځمکې اخیستل، د یوه پلان پلي کولو لپاره بودیجه څنډې ته کول، د بیمې د پالیسي پېرلو لپاره بودیجه او په نورو نهادونو کې پانګونه شامله ده.
 
۳- ملکیت او تجهیزاتو (property and equipment) کې ځمکه، تعمیر او هغه وسایل چې په کاروبار کې کاریږي شامل دي.
 
۴- نه لمس کېدونکې شتمنۍ (intangible assets) فزیکي موجودیت نلري او په دې کې (copyrights, goodwill, purchased patents) او ورته توکي شامل دي.
 
۵- نورې شتمنۍ (other assets) هغه شتمنۍ دي چې د شتمنۍ په حساب کې بل د لیکلو ځای نلري لکه د (long term receivable).
 
پورونه – Liabilities
اوسني پورونه (current liabilities) هغه پورونه دي چې په یو کال یا د محاسبې په یوه دوره کې باید تسویه شي. معمولا (current liabilities) د (current assets) په ذریعه ادا کیږي.
 
د اوږدې مودې پور (long term liabilities) هغه ټول پورونه چې (current liabilities) ندي لکه د بانک پور (bank loans) او همداسې نور… ځنې (long term liabilities) په (current liabilities) کې ثبت کیږي. هغه برخه ېې په (current liabilities) کې ثبت کیږي کومه چې باید په بل کال یا د محاسبې په بله دوره کې ادا کړل شي او له دې مودې هخوا ادا کېدونکی مقدار په (long term liabilities) کې لیکل کیږي.
 
د مالکانو د پانګې برخه (equity) د سوداګرۍ له طبعیت سره تړاو لري:
۱- په (capital stock) کې د پانګه اچونکو مقدار شامل وي له پانګه اچونکي د شرکت مالک جوړیږي.
 
۲- ساتل شوې ګټه (retained earnings) له ټولو کموونو وروسته ساتل شوې ګټه چې په مالکانو نه وېشل کیږي او بېرته په سوداګرۍ کې کاریږي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons