The meaning of accounting income – د محاسبې د عوایدو معنی

محاسبه هڅه نکوي تر څو د ټولو بدلیدونکو ارزښتونو اندازه وکړي لکه د ځمکې قیمت چې د پېرلو قیمت ېې په بیلانس پاڼه (balance sheet) کې لیکل کیږي سره له دې چې د وخت په تېرېدو سره ېې ارزښت کې زېاتوالی یا کموالی رامنځته کیږي کوم ته چې په محاسبه کې د (historical cost principle) نوم اخیستل کیږي. له ډېره وخته د محاسبه کوونکو تر منځ په دې بحث کیږي چې ایا محاسبه کوونکي باید په محاسبه کې د ارزښت بدلونونه اندازه کړي کنه ؟ او کله ېې باید اندازه کړي؟ ځنې تاریخي قیمت ورته وایي او د ارزښت بدلون ېې توجیه کوي، ځنې ېې د مارکیټ له قیمت سره د ارزښت بدلون وړاندیز کړی مګر تر اوسه پورې کومه دقیقه پرېکړه نده شوې. دا کافي ده چې ووایو داسې پرېکړه یوې اوږدې مناظرې ته اړتیا لري. همداسې ځمکه د (historical cost) په توګه ثبت کیږي، د پانګې اچونې د تضمين لپاره مناسبه ده چې د بازار د ارزښت مطابق راپور شي. همداسې سلګونه د محاسبې نور قوانین شته چې د ارزښت د اندازه کولو اصول بیانوي. څومره چې د محاسبې په اړه مطالعه پراخوی همدومره به د دې اصول وروسته پټ منطق باندې پوه شی.
 
د مقدماتي موخې لپاره اړینه ده چې د ارزښت اندازه کول داسې ساده او عمومي کړو: دهغو ارزښتونو اندازه چې تاریخي قیمت (historical cost) ېې په بیلانس پاڼه کې لیکل کیږي اوسنی ارزښت باید له بلې ډلې سره د پلور پر وخت وټاکل شي. نا خالصه عواید (revenues) له لګښت (expenses) څخه منفي کوونه د عوایدو (income) ښودونکي دي.
 
د عوایدود ټرمینالوجۍ (اصطلاح ګانې) – Income terminology
ناخالصه عواید (revenues) – داخل ته جریان او دغه جریان د خدماتون له وړاندې کولو او د توکو بازار ته له عرضه کولو لوړېدل
لګښت (expenses) – بهر ته جریان او دا جریان د مکلفیتونو سره چې د توکو له تولید او خدماتو وړاندې کولو څخه رامنځته کیږي لوړېدل.
ګټه (gains) – لکه د ناخالصه عوایدو په څېر، مګر د چاپېریال له معاملو څخه سرچینه اخلي.
تاوان (losses) – لکه د لګښت په څېر، مګر د چاپېریال له معاملو څخه سرچینه اخلي.
 
لکه څرنګه چې محاسبه په هغو معاملو تمرکز کوي کومې چې د تبادلې پر بنسټ (دشرکت او پېرودونکي ) ترمنځ دي له دې پرته دا هم په نظر کې ونیسئ چې ځنې توکي د کومو په اړه چې دشرکت او کومې بهرنۍ ډلې ترمنځ تبادله نشته بیا هم ثبت کیږي تر څو یوه صحیح مالي خبر پاڼه چمتو کړای شي لکه د یو نا بیمه شوي تعمیر په طوفان یا اور لګېدنه کې له لاسه ورکول . په داسې وضعیت کې یوه شتمنۍ له منځه ولاړه نو منطق داسې وایي چې باید له مالي خبر پاڼې لرې کړای شي: داسې له لاسه ورکوونه د فوري تاوان (immediate loss) په توګه لیکل کیږي. په تاوان کې زیاتوالی راځي او په تاوان کې زېاتوالی په ډبیټ (debit) کې زېاتوالی ده. همداسې یوه شتمنۍ ولاړه او په شتمنۍ کې کمی کرېډیټ (credit) کې کموالی رامنځته کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons