Planning, directing and controlling – پلان، رهبري او کنټرول

مدیرانو ته د مدیریت کولو لپاره پیسې ورکول کیږي، که چېرې ستونزې نه وای نو مدیرانو ته به هم اړتیا نه وای. دا په دې معنی چې هره اداره ستونزې لري او دا د مدیریت دنده ده چې ستونزو ته د حل لار پیدا کړي. ریښتینی مدیریتي استعداد ستونزې ته د هوارېدو لار کتنې څخه ډېر پراخ ده. نو که داسې وي بیا مدیریت کول څه معنی لري؟ مدیریت د مهارتونو یوه مجموعه ده. په دې مهارتونو کې لرلید یا نظر لرل، رهبري، او هغه وړتیا چې مالي سرچینې تولیدوي او بشري سرچینې په خوځښت راولي. دا ټول مهارتونه باید د دې لپاره وکارول شې چې څرنګه یو کړنه په داخل او بهر کې پر خلکو د ادارې نفوذ کولو ته لار هوارکړي. ښه مدیران باید مقاومت ولري ترڅو ننګونې وزغملای شي. په بریالیتوب سره فعالیت کول اجرا او د اجرا تعقیب ته اړتیا لري. د مدیریت دهرې کړنې و ړاندوینه د یوې پرېکړې پر بنسټ شوې وي او په همدې وجه د ښه مدیر کېدو لپاره سمې پرېکړې کول اړینې دي. 

پرېکړې کول – Decision making
د ځنې مدیرانو په اړه فکرکیږي چې د پرېکړې کولو لپاره د درک حس لري، خو ډېر کم وخت سمه پرېکړه د درک په حس باندې کیږي. تل یوه سمه پرېکړه د مالوماتو په راغونډولو او ارزولو باندې کیږي. د مدیریت پرېکړې د درې خپلمنځي اړیکو لرونکو پروسو له مخې وېشنیزه یا کټکوري کیږي: پلان، رهبري او کنټرول. د دې درېواړو سمه اجرا د سوداګرۍ په ارزښت کې د لوړوالي وجه ګرځي او که سمه اجرا ېې ونشي سوداګري له زوال سره مخ کېدای شي.
 
هغه موضوع چې باید مدیران تمرکز پرې وکړي:
د سوداګرۍ ارزښت د مدیریت له سمې پرېکړې سره تړاو لري
پرېکړې باید د کړنو (پلان، رهبري او کنټرول) په رڼا کې وشي
یوه سمه پرېکړه هغه وخت امکان لري چې پر مالوماتو اتکا وشي
 
Planning – پلان
یوه سوداګرۍ باید د بریالیتوب لپاره پلان جوړ کړي. پلان جوړول څه معنی ؟ پلان جوړول د مخکې یا راتلونکې په اړه فکرکول دي تر څو د یوې لاسته راوړنې لپاره د عمل بهیر وټاکي. په هره کچه باید پلان جوړ شي؛ لومړۍ باید په لوړه کچه وي تر څو ستراتیژي جوړه شي. او بیا له هغې وروسته پراخ کړل شي تر څو ټول وپوهیږي چې څرنګه خپلو موخو ته ورسېږو. پلان باید ستا د بودیجې په اساس طرحه شي تر څو یوه مناسبه لاسته راوړنه ولرئ.
 
ستراتیژي – Strategy
په یوه سوداګرۍ کې د پام وړ وخت او پیسې د ستراتیژي په جوړولو او پراخولو باندې لګیږي. کار کوونکي د هرې ورځې چارې تر سره کولو ته اړ وي او ځنې وخت هغه اړتیا نشي تر لاسه کولای کومه چې د ستراتیژي لپاره پلان کې شامله وي. دا اسان کار نده چې د هرې ورځې د چارو او د ستراتیژیکو هڅو تر منځ اړیکه ولیدل شي کوم چې مشتریانو ته د خدماتو تر سره کولو او یا توکو لیږدولو سره تړاو لري مګر دغه ستراتیژیک پلان په پای کې د ادارې تعریف کوي. ځنې ستراتیژیک پلانونه مختلف شکلونه غوره کولای شي خو که څومره بدل شکل غوره کړي بیا هم د ماموریت، موخو او اصلي ارزښتونو اجزا پکې شامل وي.
 
اصلي ارزښتونه – Core values
یو اداره باید په هغو قوانینو فکر، غور وکړي او تعریف ېې کړي د کومو په بنسټ چې خپلې ورځنۍ چارې مخکې بیایي. د چارې مفهوم په نظر کې نیولو تر څنګ اصلي ارزښتونه ډېر پراخ منظر رانغاړي لکه انساني کرامت، اداري اخلاق، په کار ګمارنه، ترفیع، د خسارې جبران، نوعیت، خدمات، د چاپیریال په اړه پوهاوی او همداسې نور… که چېرې یوه اداره خپل کار کوونکي په دې اصولو سم پوه نکړي نو کړنې به د خپل ځان د ویجاړولو تخم وکري. دا تل په یاد کې لرئ چې مدیریت په سمو پرېکړو د سوداګرۍ ارزښتونه جوړوي. او د اصلي ارزښتونو په اړه پرېکړې بنسټیزې ګڼل کیږي.
 
ماموریت – Mission
د ماموریت په اړه ډېرې کمپنۍ هڅه کوي چې یوه لنډه او له معنی ډکه تشریح چمتو کړي.
لاندې انځور کې د ای بي ایم د ماموریت یوه بېلګه وګورئ.
داسې یوه تشریح د ادارې یو انځور او یوه مرکزي نقطه یا محور جوړوي. دا د پلان یوه مهمه برخه ده ځکه چې د ادارې موخه او د لوري تعریف کوي. ځنې ادارې ماموریت نلري کوم چې د پراخه فکر کولو مخه نیسي او د ماموریت پر ځای د فعالیت فلسفه او د سوداګرۍ موخه کاروي او هر کال ېې په روښانه توګه په خط کې مشتریانو، د سوداګرۍ مالکانو او کار کوونکو ته لېږي.
موخه – Objective
د یوې ادارې په موخه کې باید د توکو لیږدول او خدماتو وړاندې کول شامل وي ا بې له دې موخې اداره بله موخه نشي لرلای.
 
Positioning – د موقیعت تثبیت
د پلان د پروسې اړینه برخه د موقیعت تثبیت یا ځای موندنه ده تر څو د ادارې موخې لاسته راوړل شي. د ځای ګمارنه یو لوی کلي مفهوم ده کوم چې د محاسبې د مالوماتو راغونډولو او ارزولو سره تړاو لري.
د لګښت (expense)، حجم یا کچې (volume) او ګټې (profit) څېړنه – په بله لیکنه کې به د دې په اړه په تفصل سره بحث وکړو. د مدیرانو لپاره ډېره اړینه ده چې د لګښت د چلند دطبعیت په اړه ځان پوه کړي.په دې باید ځان پوه کړي چې څرنګه حجم یا کچه په ګټې اغیز کوي. تاسې به د مساوي کېدو (break-even points) د حساب کوونې او د ټاکل شوې موخې د لاسته راوړنې په اړه هم زده کړې وکړی.
 
نړیواله سوداګري (global trade) او انتقال (transfer) – د مدیرتي محاسبې مدیران پر له پسې د نړیوالو سوداکریزو کړنو په اړه د پام وړ او پیچلې څېړنې کوي. ډېر وخت د انتقال (shipping)، تعرفې (tariff) او مالیاتو (taxes) په اړه د مالومات راغونډونه وي. له دې پرته کېدای شي د نړۍ په کچه کار کوونکې کمپنۍ خپل خام توکي په نورو ملکونو کې خپلو څانګو ته ولېږدوي. داسې معاملې باید په ډېره منطقي توګه اندازه شي تر څو یو مناسب قیمت وټاکل شي. چې دغه دندې د مدیریتي محاسبې څانګه ترسره کوي.
 
نښان (branding)، قیمت (pricing)، حساسیت (sensitivity)، سیالي (competition) – د یو شرکت د تولید او د خدماتو وړاندې کولو لپاره د ځای موندنه له نښان سره تړاو لري او دا دواړه په سوداګرۍ خپل اغیز لري چې باید ډېر پام ورته وکړل شي. د یو نښان جوړولو لپاره کافي مصرف کیږي کوم چې بېرته راتلونکی نده. د یو نښان په ذریعه د توکو لپاره ځای موندنه د اعلانونو پیسو ته اړتیا لري. او یا هم باید دا توکي پرته له کوم نښانه او اعلانونو په کم قیمت وپلورل شي د دواړو په اړه ژور فکر او په دې پوهېدل دي چې کومه طریقه سمه ده؟ په دې وخت کې مالوماتو ته اړتیا ده او د محاسبې د مدیردنده داده چې په داخل کې له محاسبانو مالومات وغواړي تر څو سمه منطقي پرېکړه وکړای شي.
 
بودیجې – Budgets
د پلان جوړولو ډېره اړینه او مهمه برخه بودیجه (budget) ټاکل دي. بویجه د یوې ادارې لپاره د مالي پلان طرحه کوي. بودیجه په څو ډوله ده :
عملیاتي بودیجه (operating budget) – یو پلان باید د هغه لګښت (expense) او نا خالصه عوایدو (revenue) تعریف وکړي د کوم چې وړاندوینه شوې وي. د دې عملیاتي بودیجې نور تفصیل هم جوړیږي چې د ځانګړو خامو توکو پېرودل، کاري ټیم او یو څه اندازه د هرې څانګې لپاره ځانګړی مصرف ټاکل دي.
 
د سرماېې بودیجه (capital budget) – کله چې عملیاتي بودیجه وټاکل شي د همدې بودیجې له مخې د سرماېې بودیجه هم په نښه کیږي چې کوم ډول تجهیزاتو (equipment)، او اسانتیاو (facilities) رامنځته کولو ته اړتیا ده.
 
مالي بودیجه (financial budget) – یو شرکت باید خپلې مالي اړتیاوې هم وسنجوي، په دغو مالي اړتیاو کې د بودیجې کمی هم شامل ده که چېرې د یوې پروژې په بودیجه کې کمی رامنځته شي هم باید مخکې له مخکې د دې په اړه فکر شوی وي. د دې په ذریعه یوه کمپنۍ کولای شي چې له پور ورکوونکو سره وویني او ورته وښي چې څومره پور ېې د څه لپاره په کوم وخت کې پکار کیدای شي.
 
رهبري کول (Directing)
ډېر ښه پلانونه شته چې تر اوسه پورې ندي پېژندل شوي. د یو پلان د پېژندلو لپاره پېل او د هر عمل رهبري کولو ته اړتیا ده. کړنې یا عمل ښې همغږۍ او سم ټاکل شوي وخت ته اړتیا لري. د عمل کولو لپاره باید سرچینې چمتو وي او هر کس چې څه مسولیت لري د هغې د سرته رسولو اجازه ولري تر څو د پلان مطابق عمل وکړي. فکر وکړئ یو کمپوزر یوه سندره کمپوز کړه دا سندره د اورچسټرا یو ټیم ته اړتیا لري تر څو ېې وغږوي او دغه د میوزیک ټیم یو همغږي کوونکي ته اړتیا لري تر څو د دوي ترمنځ هماهنګي یا همغږي رامنځته کړي. همداسې د مدیریتي محاسبې دنده چې د سوداګرۍ ټول پلانونه طرحه کړي، په عمل ېې بدل کړي، د کاري ټیم ترمنځ همغږي رامنځته کړي.
مدیریت باید په دې وپوهیږي چې خام توکي موجود دي، د تولید سرچینې (کاري ټیم او تجهیزات) په مناسبه توګه ټاکل شوي، د ټرانسپورټ سیستم د لېږدولو لپاره موجود ده. له دې پرته باید مدیریت دې ته چمتو وي چې کړنې د مقرراتو او قرارداد مطابق تر سره کول وښي. ځنې چارې ډېرې پېچلې وي کوم چې د مالوماتو سرچینو ته اړتیا لري او د مدیریتي محاسبې بله عمده برخه مالومات چمتو کول دي ترڅو د سوداګرۍ د کړنو هڅې رهبري کړي.
 
لګښت (Costing)
 
د لګښت ټولګې یا مجموعې، د لګښت اختصاص او د لګښت تفسیر ته د لګښت محاسبه (cost accounting)وايي. وروسته لیکنو کې به د بدیل لګښت په اړه زده کړې وکړئ. په دې پوهېدل اړین دي چې کوم تولیدات او خدمات وړاندې کول د لګښت وجه ګرځي.
 
د لګښت د حساب میتود یا طریقه – Costing method
ځنې ترتیبونو کې، لګښت د دندو د لګښت له مخې ټاکل کیږي لکه د کورونو تعمیر کوونکي ته د کورونوجوړولو لګښت. که چېرې یو تعمیر چې لس منزله ده د یوې کوټې جوړولو سره پرتله کړو په تعمیر کې کېدای شي سل ځله زېات کسان کار وکړي چې جوړونکي ېې لګښت د دندو له مخې ټاکي. خو په یوه لوی شرکت کې دا طریقه ډېره پېچلې ده چې وروسته ېې په تفصیل سره وایو.
د لګښت مفهوم – Costing Concept
پرته د بدیل لګښته یو ښه مدیر باید د لګښت په ډېرو تیوریانو یا نظریاتو پوه وي. په عمومي توګه د لګښت مفهوم په دوه ډوله تشریح شوی: جذب (absorption cost) او مستقیم (direct cost) د لګښت مفهومونه. د جذب په طریقه کې یو تولید ته مکمل لګښت ټاکل کیږي چې دغو لګښتونو کې اضافي لګښت (overhead cost) چې ځنې وخت ورته (burden) هم وایي، په ارزښت کې کمی (depreciation)، د اوبو او برېښنا لګښت (utilities cost)، دساتنې لګښت (maintenance)، او همداسې نور ډېر لګښتونه شامل دي. په بله معنی دغه تولیدات د تولید پروسې ټول لګښتونه جذب کوي. ډېر وخت دجذب لګښت بهرنیو ډلو ته راپور کیږي. ځنې مدیران په دې پوهیږي چې یوازې د جذب لګښت باندې اتکا کول دناسمې پرېکړې لامل ګرځېدای شي.
په ځنې ادارو کې داخلي ډلې د مستقیم لګښت په طریقه تمرکز کوي. په دې طریقه کې یوازې د تولید لګښت ټاکل کیږي. په دې لګښت کې مستقیم په توکو د کارکوونکو لګښت (direct materials, direct labor)، د هر تولید شوي واحد اضافي لګښت (overhead with each unit produced). وروسته د دواړو لګښتونو تر منځ توپیر وایو تر څو په دې وپوهېږو چې هره طریقه څرنګه د مدیریت په پریکړو خپل اغیز لري.
 
Products – تولیدات
موجودي انبار – Inventory
د یوې تولیدي کمپنۍ (manufacturing company) لپاره د انبار مدیریت حیاتي ده. موجودي انبار له درې برخو جوړ وي: خام مواد، د تولید پروسې لاندې مواد او چمتو شوی تولید. درېواړه برخې یو ځانګړي نظارت ته اړتیا لري که چېرې دغه مدیریت ناسم وي نو
سوداګرۍ ته لویه ناکامي ور په برخه کولای شي. وروسته د انبار مدیریت په تفصیل سره وایو
 
Responsibility – مسولیت
د مدیریت یو مهم رول دا ده چې کار کوونکي د ښه او زېات کار کولو لپاره وهڅوي. د کار کوونکو د هڅونې لپاره دا اړینه ده چې کار کوونکي دا درک کړي چې د دوي تولیدي موثریت په مناسبه توګه اندازه شوی. یو ښه مدیر دا وړتیا لري چې نورو ته دتولید موثریت داندازې څرنګوالی تشریح کړي.
 
Analysis – څېړنې
ځنې سوداګریو کې یوه موضوع تکراري یا عادي وي لکه بهر ته د تولید لېږل او/ یا ملاتړکول، د څومره تولید لپاره باید څومره قیمت وټاکل شي، ایا د خصوصي نښان امر یا وخصوصي قیمت امر ومنل شي کنه ؟
مدیریتي محاسبه د حساب نظریاتي نمونې چمتو کوي کومې نمونې چې په داسې پرېکړو کې مرسته کوي. دغه نمونې ټولو وضعیتونو ته ځواب نشي ویلای مګر په سمو پرېکړو کې مرسته کوي.
 
کنټرول – controlling
ډېر کم وخت کړنې د پلان مطابق مخکې ځي او مدیر باید د څارنې لپاره ټولیزې هڅې وکړي تر څو له پلان څخه د انحراف مخنیوی وکړي. مدیریتي محاسبه د کنټرول پروسې عمده برابرونکې ده. په دې پروسه کې د سمون لپاره د بدیل د کشف ستراتیژي هم شامله ده تر څو یو نامطلوبه وضعیت سم کړي.
په ځنې ادارو کې یو کس د کنټرولر په نامه په دنده ګمارل کیږي. په سهامي شرکت کې دغه د کنټرولر دنده ډېره پېچلې ده ځکه چې کنټرولر د ټولو ادارو سره سر اوکار لري تر څو د مدیریت له پروسې سره مرستندویه واوسي په همدې وجه کنټرولر د کنټرول لرلو کې لومړی مقام او مسولیت لري همداسې د لګښت د ټاکلو مشري هم ورپغاړه وي.
برعکس (The chief financial officer CFO) بهرنیو ډلو ته د راپور چمتو کولو مسولیت لري لکه عمومي دنغدو پیسو جریان، د خزانې مسولیت او مالي مدیری
په ځنې ادارو کې یو کس دواړه دندې تر سره کوي او د دواړو دندو مسولیت ورپغاړه وي.
ځنې ادارې جلا د محاسبانو یو ګروپ لري چې د خزانې او محاسبې په چارو مرور یا بیا ځلې کتنه کوي تر څو د نورو په اړه د بشپړتیا اوموثریت راپور مشرتابه ته چمتو کړي. لاندې انځور کې د کنټرولر دندې وګورئ.
Monitor – څارنه
د سوداګرۍ مدیران باید د څارنې په سیستماتیکو اوزارو تکیه وکړي تر څو په دې وپوهیږي چې د سوداګرۍ څوکه یا سر کوم لور ته غزېدلی. مدیریتي محاسبه د څارنې لپاره سیستماتیک اوزار چمتو کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons