Managerial Accounting – مدیریتي محاسبه

مالي محاسبه د بهرنۍ ډلې لپاره د راپور جوړونې په اړه ده، بهرنۍ ډلې لکه مالکان، مالي څېړونکي او پور ورکونکي. بهرنۍ ډلې ډېر کم وخت د ادارې داخلي مالوماتو ته لاس رسی لري. دوي باید په عامو جووړو شوو راپورونو باور وکړي کوم چې د شرکت لخوا تر لاسه کوي. په همدې وجه د راپور جوړونې جوړښت ښه تعریف شوی او په معیار برابر شوی. په دې راپورونو کې بهرنۍ ډلې یوازې د راټولو شو مالوماتو لنډیز ګوري.
 
برعکس د ځنې سوداګرېو مدیران د مالوماتو تفصیل ته اړتیا لري کوم مالومات چې د مدیر د ځانګړې پرېکړې سره باید مطابقت ولري یا متناسب وي. د محاسبې دا ډول مدیریتي معلومات په تولید، څانګو یا ادارو او کړنو تمرکز کوي. په دې زمینه کې، د مدیریت پروسه یوه پراخه مرجع ګرځي تر څو بازار موندنه، مالي او نور دیسیپلین احاطه کړي او یا په خپل ځان کې راونغاړي. مدیریتي محاسبه په داخل کې د مدیریتي محاسبې د پروسې د ملاتړ لپاره مالومات چمتو کوي. ډېرې ادارې د محاسبې داخلي څانګو ته مراجعه کوي لکه ستراتیژیک مالي اداره.
 
مالي محاسبه له مدیریتي محاسبې سره ډېر زېات توپیر لري. په مالي محاسبه کې بهرني راپورونه د داخلي مشخصاتو پر بنسټ جوړیږي. د داخلي مشخصاتو نه مطلب داده چې څرنګه مالومات راغونډیږي او څرنګه بېرته وړاندې کیږي. او دغه داخلې مشخصات باید په کافې اندازه منطقي وي ترڅو همدې مالومات پر بنسټ ښې اقتصادي پرېکړې وکړای شي.
 
په مدیریتي محاسبه کې مسلکي سند – Professional certifications in management accounting
تاسې کیدای شي د (certified public accountant CPA) د عامه محاسبې سند لرونکي له نوم سره بلد یاستی. له دې سند سره د دولت لخوا تل یو صادر شوی جواز (state issued license) هم وي تر څو د عامه محاسبې دنده پر مخ بوځي. همداسې بل سند د مدیریتي محاسبې سند لرونکي (certified management accountant CMA) او د مالي مدیریت سند لرونکي (certified financial manager CFM) سندونه دي له کوم سره چې د دولت لخوا صادر شوی جواز نه وي خو په مدیریتي محاسبه او مالي مدیریت کې ځانګړي مهارتونه لري. دغه سندونه د مدیرتي محاسبه کوونکو لپاره د انسټیټوټ لخوا ورکول کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons