The core financial statement – بنسټیزه مالي خبر پاڼه

کله چې یو پانګه اچونکی د یو سهامي شرکت په (capital stock) کې پانګونه کوي یا یو سهامي شرکت ته نغدې پیسې پور ورکوي او یا ېې په نغدو پیسو بانډز (bonds) اخلي. نو له پرېکړې مخکې د شرکت مالي خبر پاڼه کې ځنې شیانو ته ژوره کتنه کوي. (باندز او سټاک دواړه د عصري اقتصاد تجهیزات دي). کوم چې شخصي شرکتونه دي د هغوي پانګونه د یوه واړه ګروپ یا بانک لخوا شوې وي. که چېرې تاسې غواړی په یوه شخصي شرکت کې پانګونه وکړی نو ځنې مالومات تاسې سره مرسته کولای شي چې د پرېکړې پروسه مو منطقي کړي. په اول کې باید د پوښتنو یو لسټ جوړ شي لکه د شرکت شتمنۍ څه ده؟ شرکت چېرته فعالیت کوي؟ کلیدي تولیدات ېې څه دي ؟ څومره عواید لري؟ شرکت بل سهام ته ګټه (dividends)ورکوي؟ د چاپیریال مسولیت په اړه د شرکت پالیسي څه ده ؟ لاندې انځور کې ځنې موضوعات یاد شوي کوم چې په شنه رنګ لیکل شوي په طبعیت کې مالي دي. او په سره خط لیکل شوي په ریاضیکي اصطلاحاتو نه تشریح کیدونکي دي. مالي اصطلاګانې مستقیما د شنه رنګ لیکلو په اړه راپور چمتو کوي مګر اضافي مالومات د راپور په ځای د سره رنګ لیکلو په اړه یو لرلید یا نظر جوړوي.
 
 مالي خبر پاڼې – Financial statements
د محاسبې مالومات د معیاري راپورونو یوه مجموعه ده ا و د همدې راپورونو په ذریعه د محاسبې مالومات لاسته راوړل کیږي اوبلې ډلې ته انتقالیږي. بنسټیزې مالي پاڼې یا مالي بیانونه د بیلانس پاڼه (balance sheet)، د خالصې ګټې پاڼه (income statements)، د ګټې ساتل شوې فیصدي یا ساتل شوې ګټه (retained earnings) او د نغدو بهر او داخل ته جریان (cash flows) دي. زیات شمېر قوانین د دې مالي پاڼو یا بیانونو جوړښت او محتوا اداره کوي مګر دغه قوانین ېې د طرحې او توپیر مخنیوی نکوي.
د خالصې ګټې پاڼه (income statement)
د خالصې ګټې پاڼه په یوه ځانګړې موده کې د سوداګریزو کړنو د پاېلې لنډیز ښي.دا پاڼه د نا خالصه عوایدو (revenue) او لګښت (expenses) په اړه مالومات برابروي. لګښت چې له ناخالصه عوایدو منفي شي نو خالص تاوان (net loss) او یا خالصه ګټه (net income) تر لاسه کیږي. د خالصوعوایدو پاڼې په اړه به وروسته پراخه مطالعه وکړو د اوس لپاره دا په یاد ې ولرئ چې دا پاڼه په یوه ځانګړې موده کې د سوداګریزو کړنو د پاېلې لنډیز ښي.
د ساتل شوې ګټې پاڼه چې تر اوسه په مالکانو نده وېشل شوې (retained earnings)
په بیلانس پاڼه کې تاسې کولای شی د د ساتل شوې ګټې د زېاتېدو او کمېدو لامل وګورئ. د ساتل شوې ګټې د شریکانو یا د کاروبار د مالکانو (shareholders) تر منځ وېشل کیږي تر وېشل کېدو مخکې ورته د د ساتل شوې ګټې (retained earnings) نوم اخیستل کیږي.
د ساتل شوې ګټې پاڼه له یوې مودې تر بلې مودې د پاسني انځور لنډیز ښي.
 
بیلانس پاڼه (balance sheet)
د بیلانس پاڼه د اقتصادي سرچینو چې یو شرکت لري پاڼه ده او د دې سرچینې د ادعا کوونکو ( پورونه او دمالکانوبرخه) (liabilities and owners’ equity) د ښودنې پر وخت د محاسبې په معادلې تمرکز کوي. بیلانس پاڼه په یوځانګړي تاریخ کې مالي وضعیت ښي. لاندې د کوارټز سهامي شرکت بیلانس پاڼه وګورئ.
د نغدو پيسو د جريان خبرپاڼه (Statement of cash flows)
دا پاڼه د شرکت د پیسو د جریان په اړه راپور ښي. دا پاڼه ښي چې پیسې له کومه لاسته راغلي او څرنګه ېې لګښت تر سره شوی. دا پاڼه درې برخې لري چې د پیسو داخل او بهر ته جریان ښي. ۱- د کړنو فعالیتونه (operating activities) دوېم د پانګونې فعالیتونه (investing activities) درېم مالي فعالیتونه (financing activities). دا په یاد ولرئ چې د فعالیتونو له پاېلې لاسته راغلې پیسې خالصه ګټه نده. لاندې ېې بیلګه وګورئ.
ارټیکولېشن – Articulation
ارټیکولېشن په محاسبه کې په دې معنی ده چې د ګټې خبر پاڼه (income statement) او بیلانس پاڼه (balance sheet) په ریاضیکي توګه داسې تعریف شوي چې بیلانس پاڼه په یوه ځانګړې موده کې د مالکانو په برخه (owners’ equity) کې له بدلون سره مساوي ده. پرته له دې چې دهمدې مودې څخه مخکني بدلونونه په نظر کې ونیسي. د ګتې خبرپاڼه (income statement)، دد هغې ساتل شوې کټې چې په مالکانو تر اوسه نده وېشل شوې خبرپاڼه (retained earnings) او بیلانس پاڼه (balance sheet) خپلمنځ کې ارټیکولیشن کوي. په دې معنی چې د خپلمنځي تعادل په شکل کې شبکه جوړوي. د یوې مودې ګټه (income) په ساتل شوې ګټه (retained earnings) کې اړیکه لري او د ساتل شوې ګټه کې پای په بیلانس پاڼه (balance sheet) کې اړیکه لري او د اخري اړیکې پایله داده چې بلاخره بیلانس پاڼه (balance sheet) تعادل پیدا کوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons