
زهني او فزیکي روغتیا په ځان باور باندې اغیز لري
د فزیکي او زهني روغتیا لپاره تر ټولو اړین خوب، سپورت او مناسب خواړه دي. د خوب په اړه څېړنې ښي چې نورمال روغتیا لرونکی کس په یوه شپه کې د ۷ او ۹ ساعتو ترمنځ خوب ته اړتیا لري.
څرنګه ښه خوب کولای شو ؟
- د خوب ځای مو ارام بښونکی کړئ، پام مو بل لور ته له اوښتو را وګرځوئ، د خوب خونه مو تیاره وساتئ، له ۱۸°C کمه یا زیاته تودوخه کې خوب مه کوئ.
- د خوب وخت کې بدلون مه راولئ، په یوه وخت ویده کیږئ او په یوه وخت پاڅېږئ.
- د خوب کوټه کې مبایل، کمپیوټر، تلویزون مه کاروئ.
- له ماسپښین درې بجو وروسته چای او کافي مه څکئ.
- له ویده کېدو دوه ساعته مخکې خواړه خورئ ځکه چې کله خواړه هضم کیږي تاسې خوب نشئ کولای.
سوپورت
بدن د ناستې لپاره نه دی جوړ شوی بلکې د خوځښت لپاره جوړ شوی. که چېرې تاسې کلب ته د تلو وخت نه لرئ نو د ورځې اوږدو کې قدم ووهئ، کور کې هره ورځ تر دېرش دقیقو عضلو ته نرمښت ورکړئ. له سپورت سره ...