Emperor newt – امپراتور تریتون

Emperor newt – امپراتور تریتون

تریتون
د ماندرین تریتون، ماندرین سلامېنډر په نومونو هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton shanjing) دی. بې کچې زیات زهرجن تریتون دی. د چین په سوېل کې پیدا کیږي. تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نارنجي سر لري او له سر یې د ملا په منځ کې د لکۍ لور ته نارنجي کرښه غزېدلې. د نارنجي کرښې په اوږدو کې یو بل لور ته نارنجي زخې لري. ټوله لکۍ او ټولې پښې یې هم نارنجي وي. په هر غړي کې یې د نارنجي رنګ روښانوالی او خیره والی توپیر لري. د ورځې لخوا یې ښکاري ژوي د روښانه رنګ له امله په اسانۍ لیدلی شي خو د ورځې تر ډېره ارام کوي او د شپې لخوا فعال وي. همداسې په ملا کې یې نارنجي زخې زهرجن مرغړي دي او که چېرې له ګواښ سره مخ شي یاد مرغړي زهر ترشح کوي. یوازې یو غړی یې تر ۷۵۰۰ پورې مږې په خپلو زهرو وژلی شي خو په انسان یې زهر اغیز نه کوي. په ډنډونو او ورو روانو اوبو کې د مثل تولید کوي. خواړه یې چونجیان او ځینې...
Tylototriton pseudoverrucosus

Tylototriton pseudoverrucosus

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په تیلوتوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په سوېل کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون
Tylototriton panhai

Tylototriton panhai

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په تیلوتو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. په تایلنډ او لاوس کې پیدا کیږي. تر ۲۰۱۳ کال پورې د امپراتور تریتون د ډول غړي ګڼل کېدل خو اوسمهال د جلا ډول په توګه ډلبندي شوي. د ساینسي نوم دوېمه کلیمه (panhai) یې د تایلنډ بیولوجي پوه (Somsak Panha) له نوم اخیستل شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون...
Laos knobby newt – د لاوس موړې لرونکی تریتون

Laos knobby newt – د لاوس موړې لرونکی تریتون

تریتون
د سوېل کروکوډایل تریتون، خاموان کروکوډایل تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton notialis) دی. د مرکزي لاوس په خاموان ولایت کې پیدا کیږي. کوم چې وېتنام کې پیدا دي مخکې د همدې ډول غړي ګڼل کېدل خو اوسمهال جلا ډول ګڼل کیږي او د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton thaiorum) ایښودل شوی. د موړې لرونکو تریتون ډولونو کې د جنتیکي مالوماتو له مخې له تور موړې لرونکي تریتون سره تړاو لري. اوږدوالی یې له ۱۱ تر ۱۴ سانتي متره پورې رسیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون...
Ngoc Linh crocodile newt – د نوک لېن کروکوډایل تریتون

Ngoc Linh crocodile newt – د نوک لېن کروکوډایل تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نومی (Tylototriton ngoclinhensis) دی. د مرکزي وېتنام په لوړو سیمو کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۲۰۱۸ کې موندل شوی او په ۲۰۲۳ کال کې د تریتون د ډول په توګه تشرېح شوی. د ژوند لپاره چاپېریال یې په ډېره کوچنۍ سیمه کې دی او له همدې یې د غړو شمېر د کمېدو له ګواښ سره مخ دی. د نوک لېن غرونو د اوبو له تنو سره نږدې په غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. د بدن رنګ یې نارنجي او تور ته ورته نسواري وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون...
Ywangan crocodile newt – ایوانګن کروکوډایل تریتون

Ywangan crocodile newt – ایوانګن کروکوډایل تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton ngarsuensis) دی. په تیلوتوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. اصلي ځای یې د برما اېوانګن سیمه ده. لنډ شوی سر، څورب بدن لري. د مثل تولید یې د نورو ډولونو په پرتله د کال پای لور کې وي. لکه د اسیا د تریتون د نورو ډلونو په څېر یې د نسل د غړو شمېر د درملو جوړولو لپاره د نیونې له امله کم شوی، همداسې د کورني ژوي په توګه د ساتنې لپاره هم نیول کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون...
Red-tailed knobby newt – د سرې لکۍ موړې لرونکی تریتون

Red-tailed knobby newt – د سرې لکۍ موړې لرونکی تریتون

تریتون
د کوېچاو کروکوډایل تریتون په نوم هم پېژندل کیږي. ساینسي نوم یې (Tylototriton kweichowensis) دی. د چین د ګوېجو ولایت پخوانۍ املا کوېچاو ده له کوم چې د یاد تریتون دوېم نوم اخیستل شوی.له امپراتور تریتون او د هیمالیا له تریتون سره نږدې تړاو لري. ښځه یې په تنه کې له نر غټه وي. په ورو بهېدونکو لښتیو او ډنډونو کې د کال یوه برخه تېروي او همداسې په وچه کې د ژوند پړاو د غونډیو په هغو پېچومیو کې تېروي چېرې چې لانده واښه زیات وي. اوبو ته یوازې د مثل د تولید پرمهال تګ کوي او د مثل د تولید موده یې د مې له پیل د جولای تر پیل پورې وي، تر ډېره د سیمې له موسمي بارانونو سره مل وي. خواړه یې چونجیان، حشرې، لاروای ژوي او نور واړه د تریتون ډولونه دي. د چونګښو واړه بچیان هم خوري. ځینې خلک یې د کورني ژوي په توګه کورونو کې ساتي. که چېرې کور کې ساتل شوي وي نو د درې غړو لپاره له ۱۵ تر ۲۰ ګېلنو پورې اوبو ته اړتیا ...
Tylototriton himalayanus

Tylototriton himalayanus

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په تیلوتو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د هند نیپال او بوتان په ځینو سیمو کې پیدا کیږي. په هند کې د تریتون له دوه ډولونو یو دی. ښځه یې په تنه کې له نرڅخه اوږده وي. سر یې بې څوکې او هګۍ ته ورته والی لري. په ملا کې ۱۶ زخو ته ورته موړې لري. د ملا رنګ یې له روښانه تر تېز نسواري پورې وي، د ګېډې رنګ یې کریمي رنګه وي. د معتدلو سیمو په ځنګلونو کې د وریجو پټیو او ډنډونو سره نږدې پیدا کیږي. په اپرېل او مارچ کې د مثل تولید کوي. د کال لویه برخه په وچه کې تېروي او د ډبرو، بوټو او سټو لاندې پټیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون...
Hainan knobby newt – د هېنان موړې لرونکی تریتون

Hainan knobby newt – د هېنان موړې لرونکی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton hainanensis) دی. په تیلوتوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په هېنان ټاپو کې پیدا کیږي. سره له دې چې د ژوند لپاره چاپېریال یې طبیعي ساتل شوې سیمه ده د انسانانو لخوا د کرنې لپاره د ځنګلونو وهلو او سېلانیانو یې د نسل د غړو کمېدو کې ونډه اخیستې. په وچه کې د غرنیو سوري لرونکو ځنګلونو د ونو د ریښو په سمڅو کې او د رژېدلو پاڼو لاندې ژوند کوي، د مثل تولید په اوبو کې کوي او موده یې د مې په میاشت کې وي. ښځه یې په تنه کې تر نر غټه وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون...
Tylototriton dabienicus

Tylototriton dabienicus

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم یادیږي. د تریتون یو ډول دی، په مرکزي چین کې پیدا کیږي. مخکې د وینکس موړې لرونکي تریتون فرعي ډول ګڼل کېده. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون
Tylototriton broadoridgus

Tylototriton broadoridgus

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم یادیږي. د تریتون یو ډول دی او د چین د هیونان ولایت په غرونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون
Black knobby newt – تور موړې لرونکی تریتون

Black knobby newt – تور موړې لرونکی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton asperrimus) دی. په چین او وېتنام کې پیدا کیږي. د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو، د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې پیدا کیږي. د غرنیو سیمو د ځنګلونو په اوبو کې د ژوند یوه برخه تېروي. د بې کچې زیاتې ځنګل وهنې له امله یې د ژوند لپاره چاپېریال ویجاړ شوی او دې چارې یې د نسل د غړو شمېر کم کړی. د تنې او لکۍ اوږدوالی یې له ۱۲ تر ۱۵ سانتي متره پورې رسیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون...
Angular-headed newt – د زاویه اي سر لرونکی تریتون

Angular-headed newt – د زاویه اي سر لرونکی تریتون

تریتون
د زاویه اي سر لرونکي کروکوډایل تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton anguliceps) دی. په تایلنډ، لاوس او ویتنام کې پیدا کیږي او ممکن د چین په سوېل او د برما په لوېدیځ کې هم شته وي. په لاوس کې د تریتون له څلورو ډولونو یو دی. د بدن د رنګ له امله یې په اسانۍ له نورو ډولونو سره توپیر کېدای شي. د تیلوتو تریتون نسل ډولونه یوازې په اسیایي هېوادونو کې پیدا کیږي. مرکز یې وېتنام، لاوس او تایلنډ دی. تر ډېره د پراخو پاڼو په ځنګلونو کې وي. د ډبرو لاندې، د وروست شوي لرګي لاندې او اوبو کې وي. لوند او ګڼ شین ځنګل کې پنا ځایونه خوښوي. په اوبو کې د ژوند پړاو په سیندونو او لښتیو کې تېروي. په سیمه کې د کال په اوږدو کې ډېر بارانونه کیږي او د یاد تریتون لپاره د ژوند مناسب چاپېریال رامنځته کولو کې مرسته کوي. بدن یې تور نسواري او نارنجي رنګه زېړ وي. د مخکې لور منګولې یې څلور او د وروسته لو...
Tylototriton – تیلوتوتریتون

Tylototriton – تیلوتوتریتون

تریتون
د ټولو ډولونو لپاره یې عام نوم کروکوډایل تریتون (crocodile newts) نوم کاریږي او د نسل ساینسي نوم یې تیلوتوتریتون دی. د موړې لرونکي تریتون (knobby newts) په نامه هم یادیږي (د پوستکي سطحه یې هواره نه ده نو ځکه موړې لرونکی تریتون نوم ورته اخلي). تر اوسه یې ۳۶ ډولونه پېژندل شوي. د هند له شمال ختیځ نیولې تر برما، شمالي تایلنډ، لاوس، ویتنام او د چین تر سوېل پورې سیمه کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون ډولونه Tylototriton anguliceps Tylototriton anhuiensis Tylototriton asperrimus Tylototriton broadoridgus Tylototriton dabienicus Tylototriton daloushanensis Tylototriton hainanensis Tylototr...
Southern marbled newt – د سوېل مرمر تریتون

Southern marbled newt – د سوېل مرمر تریتون

تریتون
د لنډي مرمر تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus pygmaeus) دی. په پرتګال او هسپانیا کې پیدا کیږي. د معتدلو سیمو په ځنګلونو کې، د مدیترانې سیمې ته ورته بوټو کې، سیندونو کې، ډنډونو کې، د کلیوالو سیمو په باغچو کې او څر ځایونو کې ژوند کوي. مخکې ګمان کېده چې د مرمر تریتون فرعي ډول دی خو له جنتیکي مطالعې وروسته د جلا ډول په توګه ډلبندي شو. په فزیکي توګه مرمر تریتون ته ورته والی لري خو په تنه کې له مرمر تریتون کوچنی دی. بشپړ ودې ته رسېدلی یې تر ۱۳ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د ملا رنګ یې زېړ رنګه شین او تور وي. له سر د لکۍ پایه پورې نرۍ نارنجي کرښه لري. د ګېډې رنګ یې کریمي سپین او تور وي. د مثل د تولید په موده کې یې د نر په ملا کې تاج وده کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالا...
Marbled newt – مرمر تریتون

Marbled newt – مرمر تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Triturus marmoratus) دی. د لوېدیځې اروپا په اېبېرین ټاپوزمه او فرانسه کې پیدا کیږي. په غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. تل هڅه کوي چې داسې ځای کې وي چېرې چې په اسانۍ پنا ځای موندلی شي. د ژوند لپاره چاپېریال یې موقتي وي او د سیمې له اقلیم بدلېدو سره نور نشته وي لکه د اوبو ډنډونه کوم چې په تودو میاشتو کې وچیږي او مرمر تریتون دې ته اړ کوي چې په وچه کې ژوند پیل کولو سره ځان بلد کړي. د نسل کوم غړي یې چې د مدیترانې له سیمې سره نږدې دي د فرانسې د غړو په پرتله ژر بلوغ ته رسیږي. په مدیترانه کې د موسم د بدلېدو له امله یې بلوغ ته د رسېدلو مړینه د نورو سیمو په پرتله ډېره ده. د بدن رنګ یې تور او شین وي. د ګېډې رنګ یې تور او په تور رنګ کې سپین خالونه لري. د ښځې په ملا کې د لکۍ تر پایه پورې نارنجي کرښه موجوده وي. واړه بچیان یې هم نارنجي کرښه لري خو نر یې چې کله نهه میاشتو ته ورسیږي یاده ک...
Macedonian crested newt – د مکدونیا تاج لرونکی تریتون

Macedonian crested newt – د مکدونیا تاج لرونکی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Triturus macedonicus) دی. په بوسنیا، البانیا، یونان، بلغاریا او مکدونیا کې پیدا کیږي. څو ځلې ډلبندي شوی : په پیل کې د سوېل د تاج لرونکي تریتون مختلف ډول ګڼل کېده، وروسته د ایټالیا د تاج لرونکي تریتون فرعي ډول وګڼل شو خو په ۲۰۰۷ کال کې د مالیکولي فیلوجنتیک مالوماتو له مخې جلا ډول وګڼل شو. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تریتوروس...
Danube crested newt – د دانوب تاج لرونکی تریتون

Danube crested newt – د دانوب تاج لرونکی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Triturus dobrogicus) دی. د دانوب سیند په اوږدو کې، په مرکزي او ختیځه اروپا کې پیدا کیږي. په تریتوروس نسل کې د نورو تاج لرونکو تریتون د ډولونو په پرتله زیات ګرد او کوچنی بدن لري. د مثل په موده کې یې نر په ملا کې او د لکۍ له پاسه تاج پیدا کوي. په ټول کال کې تر نیم کال یا تر نیم کال زیات وخت په ورو بهېدونکو اوبو کې تېروي. په اوبو کې د مثل تولید کوي، ښځه یې تر دوه سوه پورې هګۍ اچوي او خپلې هګۍ په بوټو پسې نښلوي. لاروای بچیان یې له دوه تر څلورو میاشتو پورې وده کوي او له دې پس په واړه ځوان بچي بدلیږي. د کال پاتې برخه په وچه کې تېروي. په اروپا کې یې قانون ساتنه کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تریتوروس...
Northern crested newt – د شمال تاج لرونکی تریتون

Northern crested newt – د شمال تاج لرونکی تریتون

تریتون
د غټ تاج لرونکي تریتون او زخې لرونکي تریتون په نومونو هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus cristatus) دی. په انګلستان کې، شمالي او مرکزي اروپا کې او د سایبریا په لوېدیځ کې پیدا کیږي. غټ تریتون دی. ښځه یې تر شپاړس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د ملا رنګ یې تور ته ورته نسواري وي او د ګېډې رنګ یې له زېړ تر نارنجي پورې رنګ کې وي او په دې رنګ کې د تور یا نسواري رنګ خاپونه موجود وي. د مثل د تولید په موده کې یې نر په ملا او لکۍ کې تاج پیدا کوي. د کال ډېره برخه په وچه کې تېروي او په وچه کې تر ډېره د ټېټو ځمکو په ځنګلونو کې وي. په پسرلي کې داسې اوبو ته د مثل د تولید لپاره تګ کوي چېرې چې غټ ښکاري کبان نشته وي. د جوړه کېدو پرمهال یې نر خپل سپرم په ځمکه غورزوي او ښځه یې په خپل مقعد کې داخلوي. القاح یې د ښځې په داخل کې ترسره کیږي او له القاح وروسته یې ښځه تر دوه سوه پورې هګۍ اچوي. خپلې هګۍ د اوبو ...
Italian crested newt – د ایټالیا تاج لرونکی تریتون

Italian crested newt – د ایټالیا تاج لرونکی تریتون

تریتون
په تریتوروس نسل کې د تریتون یو ډول دی. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus carnifex) دی. د بالکان په ځینو برخو او ایټالیا کې پیدا کیږي. د کال تر څلورو میاشتو پورې موده د مثل د تولید لپاره په اوبو کې تېروي. په فعاله توګه لامبو وهلی شي او له همدې امله په ژورو اوبو کې ژوند کوي. د اروپا په شمال کې چېرې چې هوا تر نورې اروپا ډېره سړه ده د ژوند لپاره د اوبو ډنډونه خوښوي. د فېبروري او مې میاشت کې اوبو ته ځي او د جولای او اکتوبر تر منځ بېرته وچه کې ژوند پیل کوي. په ګرمو سیمو کې یوازې په جولای کې دوه اونۍ اوبو ته د مثل د تولید لپاره ځي او دوه اونۍ پس بېرته وچه کې ژوند پیل کوي. د سیمو سړه هوا یې د بدن په کچې مستقیم اغیز لري او دواړه نر او ښځه یې د ګرمو سیمو په پرتله واړه وي. خو په سړو سیمو کې یې ښځه غټ اوسیت او د هګیو غټه کیسه لري او له همدې امله د نر په پرتله بدن کې غټه وي. بشپړ ودې ته رسېدلی یې معمول...
Share
Hide Buttons