
Southern crested newt – د سوېل تاج لرونکی تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Triturus karelinii) دی. د شمال له تریتون سره ورته والی لري، خپله کې یې توپیر غټوالی او څوربوالی دی. په ۲۰۱۳ کال کې د بالکان تاج لرونکی تریتون د سوېل له تاج لرونکي تریتون جلا شو او د جلا ډول په توګه ډلبندي شو. همداسې د بالکان له تاج لرونکي تریتون څخه په ۲۰۱۶ کې د اناتولیا تاج لرونکی تریتون هم جلا شو اوسمهال درېواړه جلا ډولونه دي.
د سوېل د تاج لرونکي تریتون د ملا رنګ له نسواري تر تور پورې وي او خالونه پکې موجود وي. د ګېډې رنګ یې نارنجي او تور خاپونه پکې وي. اوږدوالی یې تر ۱۸ سانتي متره پورې رسیږي. د نر په ملا کې یې تاج وده کوي.
په کریمیا، د کسپین سمندر د سوېل په سیمو او قفقاز کې پیدا کیږي.
په مختلف ډوله غریز چاپېریال کې ژوند کوي، همداسې د پراخو د ونو لرونکو ځنګلونو کې او د نختر د ونو په ځنګلونو کې هم شته وي.
له درې تر څلور کلنۍ پورې عمر کې جنسي بلوغ ته رسیږي. د مثل د...