
Pachytriton inexpectatus
عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د چین په سوېل کې په ګوېجو، هیونان، ګوانګډونګ او ګوانګسي ولایتونو کې پیدا کیږي. ډېری خلک یې د کورني ژوي په توګه ساتي او له همدې امله سوداګریز ارزښت لري.
د ګوتو تر منځ یې وړه کمه څرګنده پرده موجوده وي. په ګېډه کې یې سور رنګه نارنجي نښانونه موجود وي. د غرونو په ویالو کې ژوند کوي. د شپې لخوا فعالیت کوي او د اوبو په حشرو ځان تغذیه کوي. د مثل تولید د اوړي په پیل کې کوي.
ساینسي ډلبندي
ډومین
یوکاریوټا
پاچایي
ژوي
فایلم
کورډاټا
کلاس
دوه ژواکي
ډله
یوروډېلا
کورنۍ
سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ
پلورو ډېلیني
نسل
پاکي تریتون...