Blue Grey cattle – نیله خړ غوییز

Blue Grey cattle – نیله خړ غوییز

د غوییزو نسلونه
د غوییزو دوه رګه نسل دی. نسل یې له ګالوې غواګانو او له لنډ ښکرو غویانو په سکاټلنډ کې اخیستل شوی. د لوړو سیمو له څرځایونو او سړې هوا سره بلدتیا لري. غواګانې یې بدن کې بې کچې زیات شحم لري. په ډېرو کمو خوړو هم د مناسبې کچې شیدې کوي. د یارک شېر په ځینو سیمو کې پرېښودل شوي او موخه یې سیمه کې د وښو مدیریت دی. په ژمي کې په ډېرو کمو خوړو او وړو بوټو پاېدلی شي.
Blue Albion – نیله البیون غوییز

Blue Albion – نیله البیون غوییز

د غوییزو نسلونه
د انګلستان د غوییزو نسل وو. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل د دوه موخو لپاره اخیستل شوی وو. غویان یې د غوښې لپاره او غواګانې یې د شیدو لپاره ساتل کېدې. په ۱۹۶۷ کال کې، په انګلستان کې د غوییزو د خولې او پښو ناروغي ګډه شوه او د دې غوییزو نسل یې له منځه یوړ. وروسته یې نسل بیا ځلې له هغو غوییزو واخیستل شو کوم چې د همدې نسل دوه رګه خسکیان وو او یوازې البیون نوم ورکړل شو.
Blonde d’Aquitaine – د اکیتېن بلاند / د اکیتېن سرو زرو ته ورته زېړ غوییز

Blonde d’Aquitaine – د اکیتېن بلاند / د اکیتېن سرو زرو ته ورته زېړ غوییز

د غوییزو نسلونه
د فرانسې د غوییزو نسل دی. په ۱۹۶۲ کې یې نسل د سوېل لویدیځې فرانسې له درې کاري نسلونو د پېرینې بلاند، د کیورسي بلاند او ګارونېز اخیستل شوی. له ۱۹۷۰ کال څخه د فرانسې درېم تر ټولو زیات د غوښې لپاره ساتل کېدونکی نسل دی د غوښې لپاره نور تر ټولو زیات ساتل کېدونکي شارولې او لیموزه غوییز دي. د نړۍ زیات شمېر هیوادونو ته یې هم نسل صادر شوی. کریمي یا غنمو ته ورته رنګ کې وي. رنګ کې یې له روښانه تر تېز پورې د سوروالي رنګ هم امکان لري. په ۱۵ میاشتو کې تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن زیاتوي. د غویي وزن یې تر ۱۴۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۱۰۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد تر ۱۶۵ سانتي متره او د غوا تر ۱۵۵ سانتي متره پورې لوړیږي....
Bianca Modenese – بیانکا مودېنېزې

Bianca Modenese – بیانکا مودېنېزې

د غوییزو نسلونه
د ایټالیا په شمال کې، دلومبارډي سیمې، د ایمیلیا روماګنا په پو دره کې د دوه موخو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. غویان یې د غوښې لپاره او غواګانې یې د شیدو لپاره ساتل کیږي خو مخکې د کاري موخې لپاره هم کارېدل. نوم یې له مودېنا ولایت اخیستل شوی. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل په کارپي سیمه کې ډېر زیات وو او له همدې امله ځینې خلک ورته کارپي جانه نوم اخلي، وروسته یې نسل په پو دره کې زیات وساتل شو او له همدې امله ورته بیانکا دېلا وال پادانا نوم اخلي (د نومونو تلفظ یې ایټالوی دی). مخینه مخینه یې نه ده مالومه خو ګمان کیږي چې نسل یې پودولیکا او رېجانا غوییزو رامنځته کړی وي. د نسل په اړه یې مستند مالومات له ۱۹۵۰ لسیزې موجود دي، د نسل نوم یې له ۱۸۸۰ کال څخه ایښودل شوی. په ۲۰ پېړۍ کې تر ۲۰۰۰۰۰ زیات غوییز موجود وو خو په ۲۰۱۲ کې ټولټال ۱۰۲۲ غوییز پاتې وو. د غویي وزن یې تر ۱۰۵۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن ی...
Betizu – بېتیزو غوییز

Betizu – بېتیزو غوییز

د غوییزو نسلونه
په باسک او فرانسه کې د نیمه وحشي وړو غوییزو نسل دی. نسل یې اوسمهال ډېر کم پاتې دی. غویی یې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې او غوا یې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۲۰ تر ۱۳۰ سانتي متره پورې لوړیږي. مخینه مخینه یې نامالومه ده. او نوم د باسک کلیمې (behi izua) اخیستل شوی مانا یې "تېښته کوونکي، په اسانۍ نه نیول کېدونکي یا پیدا کېدونکي غوییز" ده په دې نوم یې له کورني شوو غوییزو (extebehi) جلا کړي. په باسک میتولوجي کې هم د سره غویي (Zezengorri) په نوم یاد شوي اوپه میتولوجي کې یې دنده د ماري په نوم د خدایې د خزانو ساتونکی دی. ډېری خلک ګمان کوي چې ممکن د پادو له شپونکیانو غوییزو یا تېښته کړې وي او یا ترې په یادو غرونو کې ورک شوي وي او یاد نسل ترې رامنځته شوی وي. اوسمهال یې د نسل ژغورنې لپاره ځانګړی پروګرام جوړ شوی....
Belted Galloway – کمربند لرونکي ګالووې غوییز

Belted Galloway – کمربند لرونکي ګالووې غوییز

د غوییزو نسلونه
د سکاټلند د غوییزو نسل دی. نسل یې د سکاټلنډ د سوېل لوېدیځې ګالوې سیمې له ګالوې غوییزو اخیستل شوی. په ۱۹۲۱ کې جلا نسل وګڼل شو. د لوړو سیمو په څر ځایونو کې له ژوند سره بلدتیا لري. له تور ګالوې سره یې توپیر په ملا کې کمربند ته ورته سپین رنګ دی. نسل یې په بنسټیزه توګه د غوښې لپاره اخیستل کیږي خو د ښکلا لپاره د کورني ژوي په توګه او ځینو سیمو کې د وښو مدیریت لپاره هم کارول کیږي. ځانګړنې که چېرې یې رنګ کې قهوي یا خاورې ته ورته رنګ موجود وي لامل یې (PMEL gene) جېن کې جنتیکي بدلون دی. د بدن اوږده وېښته یې له سړو او باران ساتنه کې مرسته کوي. لکه د نورو ډېرو غوییزو په څېر د پوستکي لاندې د ژمي لپاره شحم نه زخیره کوي. وزن یې له موسم له هوا او د خوړو شتون سره تړاو لري. غویی یې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې او غوا له ۴۵۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. نرم طبیعت لرونکي دي خو که چېرې د غوا له خسک...
Belmont Red – بېلمونټ سره غوییز

Belmont Red – بېلمونټ سره غوییز

د غوییزو نسلونه
په ۱۹۵۴ کې د استرالیا (Commonwealth Scientific and Industrial Research Organisation CSIRO) ادارې د یادو غوییزو نسل اخیستی. په نسل اخیستنه کې یې افریکنر، هېرفورډ او لنډ ښکري غوییز کارولي. په ۱۹۶۹ کال کې یادې ادارې دا غوییز نسل اخیستونکو فارمونو ته وسپارل. ښه وده کوونکي، له کټملو سره مقاومت کوونکي، د ډېر ژر خپه کېدونکي او ډېر ژر غسه کېدونکي طبیعت لرونکي غوییز دي. د چاپېریال له زیاتې تودوخې سره بلدتیا لري.
Belgian Red cattle – د بلجیم سره غوییز

Belgian Red cattle – د بلجیم سره غوییز

د غوییزو نسلونه
په نیدرلندي کې ورته (Rood West-Vlaams) نوم اخلي، په فرانسوي کې یې په ( Rouge de Flandre occidentale) نوم یادوي، د ختیځې فلاندر سیمې غوییز دي. د فرانسې په شمال کې یې هم نسل زیات وو. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او د ورکېدو له خطر سره مخ دی. ځانګړنې سور رنګ کې وي، سر کې یې سپین رنګ موجود وي، اوږده درنده تنه لري. نسل یې د دوه موخو شیدو او غوښې لپاره اخیستل شوی. په ۱۹۸۰ لسیزه کې نسل اخیستونکو هڅه وکړه چې د شیدو لپاره جلا او د غوښې لپاره جلا ډولونه رامنځته کړي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویی قد تر ۱۵۳ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۸ سانتي متره پورې رسیږي. له لنګېدو وروسته تر وچېدو پورې موده کې تر ۵۰۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. په ۲۰۰۱ کال کې ټولټال ۱۰۰ غوییز پاتې وو....
Belgian Blue – د بلجیم سپین نیله غوییز

Belgian Blue – د بلجیم سپین نیله غوییز

د غوییزو نسلونه
بې کچې زیات عضلاتي غوییز دي. د دې وړتیا لري چې خپل خواړه په عضلو او وزن اخیستو بدل کړي. په پیل کې یې رنګ نیله خړ وو خو اوسمهال له سپین تر تور پورې هر رنګ کې شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې د غویي قد تر ۱۴۸ سانتي متره او د غوا تر ۱۳۲ سانتي متره پورې لوړیږي. مخینه نسل یې بلجیم کې، په ۱۹ پېړۍ کې، له سیمه ایزو غوییزو او د انګلستان له لنډ ښکرو غوییزو اخیستل شوی. ګمان کیږي چې شارولېز غوییز یې هم په نسل اخیستنه کې کارېدلي وي. مخکې یې نسل د شیدو او غوښې لپاره اخیستل کیده. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د بلجیم په لېژ ولایت کې یې د مصنوعي القاح له لارې نسل عصري شو. په ۱۹۷۸ لسیزه کې یې نسل متحده ایالتونو ته هم صادر شو. تر اوسه یې نسل ټولې نړۍ ته صادر شوی او په ۲۰۲۲ کال کې ټوله نړۍ کې ۱۰۷۸۷۵ غوییز موجود وو. ځانګړنې په خ...
Beefmaster – بیف ماسټر غوییز

Beefmaster – بیف ماسټر غوییز

د غوییزو نسلونه
په ۱۹۳۰ لسیزه کې یې نسل له هېر فورډ او لنډ ښکرو غواګانو او براهمن سخندر دوه رګه شوی. د یادو غوییزو جنتیک کې ۵۰% براهمن، ۲۵ % د شیدو لنډ ښکري غوییز او ۲۵ % هېرفورډ غوییز شامل دي. په لمړي ځل د نسل په توګه په ۱۹۵۴ کې پېژندل شوي. د نسل اخیستنې موخه یې د تګزاس په سوېل کې له سخت حالت سره د مقاومت کوونکو غوییزو رامنځته کول وو.
Bazadaise – بزادېز غوییز

Bazadaise – بزادېز غوییز

د غوییزو نسلونه
د بزا خړ (Grise de Bazas) په نوم هم پېژندل کیږي. د سوېل لویدیځې فرانسې د نووېل اکیتېن د جېروند له بزا سیمې یې نوم اخیستل شوی. په یاده سیمه کې هر کال د څوربې تنې غوییز هم نندارې ته وړاندې کیږي. مخینه د جیروند او پیرینې سیمې د کاري غوییزو نسل دی. د نسل په رامنځته کېدو کې یې د هسپانیا غوییز، سیمه ایز غوییز او اکیتېن غوییز کارېدلي. په سیمه کې هر کال د (Fête des Boeufs Gras) په نامه نندارتون جوړیږي مانا یې "د څورب غوییزو مېله" ده او بزادېز غوییز پکې نندارې ته وړاندې کیږي. د نسل د یادون لپاره یې کتاب د ۱۸۹۶ کال د جولای په ۳۱ نېټه جوړ شوی. په ۱۹۴۰ کې ټول ۶۰۰۰۰ راجستر شوي وو. له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته د کرنې او مالدارۍ سیستم کې بدلون رامنځته شو، ډېری څرځایونه د غلې د کرنې لپاره وکارول شول او دې چارې د بزادېز غوییزو نسل په چټکۍ سره کم کړ. په ۱۹۷۰ کې یوازې ۷۰۰ غوییز راجستر وو. کله یې چې ن...
Barzona – بارزونا غوییز

Barzona – بارزونا غوییز

د غوییزو نسلونه
د متحده ایالتونو د غوییزو نسل دی. په ۱۹۴۰ لسیزه کې یې نسل د ارېزونا د غرنیو سیمو په لوړه سارا کې اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې انګس، افرینکنر، هېرفورډ او د غوښې لنډ ښکري غوییز کارېدلي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له حشرو او ناروغیو سره مقاومت پام کې نیول شوی وو.
Bargur Cattle – بارګور غوییز

Bargur Cattle – بارګور غوییز

د غوییزو نسلونه
په تمیل ژبه کې یې نوم (பர்கூர்) لیکل کیږي، کناډا ژبه کې یې نوم (ಬರಗೂರು) لیکل کیږي او په مالایالم ژبه کې یې نوم (ബർഗൂർ പശു) لیکل کیږي. نسل یې د هند په تمیل نادو سیمه کې اخیستل شوی. د منځنۍ کچې څوربه تنه لري. رنګ یې سور یا نسواري او خپل کې رنګ سپین خاپونه لري. بې کچې زیات برید کوونکی چلند لري او د برید کوونکي چلند د مخنیوي لپاره یې روزنه ناشونې ده. په منډه وهلو کې ښه سرعت لري. سیمه ایز هندوان ګمان کوي چې شیدې یې د درمل دي.
Baoulé cattle – باوولې غوییز

Baoulé cattle – باوولې غوییز

د غوییزو نسلونه
د لوبي او مېرې په نومونو هم یادیږي. د مالي په سوېل کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. درې (Bouaké, Bouna, and Dabakala) ډولونه یې کره غوییز ګڼل کیږي. د فولا په نوم پاده پیونکي یې ساتي. لنډي غوییز دي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غوا قد له ۹۰ تر ۱۰۰ سانتي متره او د غویي له ۱۰۰ تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. لنډه غاړه، غټ سر، بې څوکو پڅ ښکرونه لري. یادې برخې یې په غوا کې نرۍ او په غويي کې ډبلوالی لري. تور رنګ کې وي. په ۳۴۰ ورځو کې تر ۳۹۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي.
Bakosi cattle – باکوسي غوییز

Bakosi cattle – باکوسي غوییز

د غوییزو نسلونه
د باکوري او کوسي په نومونو هم یادیږي. د کامېرون نسل دی. د باکوسي په نوم قوم یې نسل اخیستی او د نسل ساتنه یې کوي. د نسل غوییز یې د زوم لخوا ناوې ته ورکول کیږي، د غوښې او پوستکي لپاره ساتل کیږي. رنګ یې له سپین تر تور پورې هر رنګ کې وي خو تر نیم زیات تور یا نسواري رنګ کې وي. د بلاربېدو انټروال یې له ۱۸ تر ۲۴ پورې موده کې دی.
Baherie cattle – باهري غوییز

Baherie cattle – باهري غوییز

د غوییزو نسلونه
د اېرېتریا په ختیځ کې، د مساوا سیمې په سمندر غاړو کې اخیستل شوی نسل دی. په دوه نومونو یادیږي : د باهري نوم مانا یې "د سمندر غوییز" ده او د بېربېرا نوم مانا یې د سومالیا، ادېن او یمن غوییزو ته وایي. دوېم نوم یې د دې غوییزو د پلرونو د ځای ښودنه کوي کوم چې له سومالیا سیمې ته انتقال شوي. د غوییزو له زېبو ګروپ سره تړاو لري. کوچنۍ تنه، واړه ښکرونه لري.  
Bachaur cattle – باکور غوییز

Bachaur cattle – باکور غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند د غوییزو نسل دی. نسل یې د میتیلا د بیهاري سیمې په شمال کې، په سیتاماري، دربانګا او مدوباني ولسوالیو کې ساتل کیږي. څورب کوچنی بدن لري. له هاریانوي غوییزو سره ورته والی لري.غویی یې د کار لپاره ساتل کیږي، غواګانې یې لکه د نورو کاري غوییزو په څېر د کار لپاره نه ساتل کیږي بلکې تر ډېره د شیدو لپاره کاریږي. هر کال د بلاربېدو وړتیا لري.
Hide Buttons