Alderney cattle – الډېرني غوییز

Alderney cattle – الډېرني غوییز

د غوییزو نسلونه
په اوسمهال کې له منځه تللی، د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل وو. د انګلستان د ټاپوګانو د الډرني سیمې نسل دی. په دې سیمه کې ټول د غوییزو درې نسلونه اخیستل شوي نور دوه نسلونه یې ګېرنزي او جېرزي غوییز دي. مخینه د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان ټاپوګانو ته غوییز په لسمه او یولسمه پېړۍ کې انتقال شوي. په ۹۶۰ کې کله چې د نورماندي لمړي ریچارډ د مو سنت میشېل راهبان سیمه ته ولېږل تر څو له ټاپو مېشتو خلکو سره مرسته وکړي چې د ځان امنیت له سمندري غلو وساتي په همدې وخت کې غوییز هم ور انتقال شوي. لمړي غوییز په هغه وخت کې د کاري موخې او شیدو لپاره کارېدل. وروسته چې کله د اسونو کارېدنه د کاري موخې لپاره پیل شوه غوییز یوازې د شیدو لپاره ساتل کېدل. په ۱۷ پېړۍ کې له ټاپو ګانو د لوی شمېر غوییزو صادرېدل انګلستان ته پیل شول. ټولو صادرېدونکو غوییزو ته د الډرني نوم کارېده. د ۱۷۷۰ لسیزې په اوږدو ...
Albera cattle – البېرا غوییز

Albera cattle – البېرا غوییز

د غوییزو نسلونه
د وړو غوییزو نسل دی. نسل یې د البېرا غره سیمه کې اخیستل شوی. البېرا غر د فرانسې کتالونیا او د هسپانیا جیرونا ولایت سره جلا کوي. له سړو سره ډېر زیات مقاومت لرونکي خو له تودوخې سره حساس او زیان مننونکي دي. په غریزو سیمو کې له ژوند سره بلدتیا لري. البېرا غوییز له انسانانو سره کمه اړیکه لري، نیمه وحشي د غوییزو نسل دی. غواګانې یې د خپلو خسکیانو لپاره هم کافي شیدې نه تولیدوي. هر دوه کاله پس د بلاربېدو وړتیا لري. یاد غوییز په ځنګلونو کې د لاندې یا د ځمکې پر سطحه وښو پاکولو لپاره کاریږي تر څو ځنګلونو کې د اور مخنیوی پرې وشي. مخینه په البېرا غرونو کې د غوییزو د نسل شتون له نهمې پېړۍ موجود وو خو په لیکلې بڼې یې یادون په ۱۹۵۷ کې شوی. په هغه وخت کې د نسل درې فرعي ډولونه د ځانګړنو له مخې سره جلا شوي وو. اوسمهال یې نسل کې دوه فرعي ډولونه یاد شوي د تېز خیره رنګ نېګرا غوییز او فاجینا یا روښانه زېړ...
Alambadi cattle – الامبادي غوییز

Alambadi cattle – الامبادي غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند د تمیل نادو ایالت په سوېل کې اخیستل شوی نسل دی. مخکې یوازې د کاري موخې لپاره ساتل کېدل. عصري نسل اخیستونکو هڅه پیل کړې چې د شیدو لپاره په ساتل کېدونکي نسل یې بدل کړي. نسل یې تقریبا له ورکېدو سره مخ او په ډېره سختی یې غړي پیدا کیږي. د نسل د کمېدو لامل یې سیمه کې د دوه رګه نسلونو زیاتېدنه یاده شوې.
Agerolese – اګېرو لیز غوییز

Agerolese – اګېرو لیز غوییز

د غوییزو نسلونه
ایټالوی تلفظ یې اجېرولیزي دی. د ایټالیا په سوېل کې، د کمپانیا په اجېرولا سیمه کې د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نسل یې د ایټالیا له هولسټاین فریژن، مودولیکا، برونا ایتالیانا او جېرزي غوییزو اخیستل شوی. د ایټالیا له ۱۶ وړو سیمه ایزو نسلونو یو دی. د نسل د شمېر ساتنه یې د ایټالیا د کرنې وزارت کوي. مخینه په اتلسمه پېړۍ کې ایټالیا د نړۍ مختلف ډوله غوییز وارد کړل تر څو له سیمه ایزو خړو غوییزو سره یې دوه رګه کړي او د خړو غوییزو په نسل کې ښه والی رامنځته کړي. په ۱۹۵۲ کې له واردو شوو او سیمه ایزو غویزو اګېرو لیز نسل ترلاسه شو. په ۲۰۱۲ کال کې یې د نسل ټول ۳۴۷ غړي پاتې وو اوسمهال د نسل زیاتونې پروګرام پیل شوی. د غوا رنګ یې نسواري او د غویي رنګ تقریبا تور وي. ملا کې زېړ رنګه کرښې لري. پوز یې سپین رنګه وي، د غویي د مخیکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۳۰ تر ۱۳۵ سانتي متره پورې او د غوار...
Afrikaner cattle – افریکنر غوییز

Afrikaner cattle – افریکنر غوییز

د غوییزو نسلونه
د افریکندر (Africander) په نوم هم یادیږي. د سانګا غوییزو د ګروپ برخه ده. نسل یې په سوېلې افریقا کې اخیستل شوی. په ۱۶۵۲ کال کې چې کله جرمني د کېپ کالونۍ بنسټ کېښود نو سیمه کې خوي خوي خلکو سانګا ته د ورته غوییزو لویې پادې لرلې. مخینه د افریکنر نسل ګډ پلرونه ډراکېنزبرګر او اېن ګوني نسلونه دي. ممکن له ۶۵۵ تر۹۶۰ کاله وړاندې ترمنځ یې نسل رامنځته شوی وي. د پرتګال هغو خلکو کیسو کې چې د سمندر له لارې یې سوېلې افریقا ته سفرونه کول ویل شوي چې خوي خوي خلکو په ۱۵ پېړۍ کې افریکنر غوییزو ته ورته غوییز لرل. په ۲۰ پېړۍ کې د دوېمې بویر جګړې پرمهال یې نسل تقریبا له ورکېدو سره مخ شوی وو. له جګړې وروسته یې د نسل د بقا لپاره بیا ځلې هڅې پیل شوې. په ۱۹۳۲ کال کې متحده ایالتونو ته یوه پاده صادره شوه. په ۱۹۲۹ کال کې دوه غواګانې پنځم جورج پاچا ته ډالۍ شوې او استرالیا ته یې انتقال کړې. استرالیا پنځه نور غویی...
Adaptaur cattle – اډاپټورغوییز

Adaptaur cattle – اډاپټورغوییز

د غوییزو نسلونه
په استوایي سیمو کې له ژوند سره بلدتیا لرونکي غوییز دي. نسل یې په ۱۹۵۰ لسیزه کې په استرالیا کې اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې هېر فورډ او بې ښکرو غوییز کارېدلي. د نسل اخیستنې لپاره یې داسې غوییز ټاکل شوي وو چې له تودوخې او د (Boophilus microplus) په نامه کټملو سره مقاومت لري. ځانګړنې د نورو غوییزو په پرتله ډېر ژر بلوغ ته رسېدونکي دي. تنه یې منځنۍ کچه لري. بدن یې تېز رنګ او پوستکی یې له پرازیت سره مقاومت کوونکی دی. ځینو کې داسې جېن موجود وي کوم چې بې کچې زیات له پرازیت سره د مقاومت وړتیا ورکوي. په استرالیا کې یې د جېن انتقال د جینین له لارې کیږي. که چېرې د دوه رګه نسل لپاره وکارول شي د بل نسل رامنځته کولو ښه وړتیا لري. د شمالي استرالیا په استوایي سیمو کې فارمونه لري....
Achham cattle – اچم غوییز

Achham cattle – اچم غوییز

د غوییزو نسلونه
د زېبو غوییزو نسل دی، د نیپال په اچم سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. واړه غوییز دي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱ متر کم وي. د (Naumuthe cow) په نامه هم یادیږي. په غونډیو کې له ژوند سره ژر بلدتیا پیدا کوي. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي. د بدن رنګ یې له تور تر سپین پورې شته، رنګ کې یې خړ او نسواري رنګونه هم شته وي. دغوا قد یې تر ۸۸ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۱۱۰ کیلو ګرامه پورې وي، د غویي قد یې تر ۹۷ سانتي او وزن یې تر ۱۱۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د نیپال په ډوټي، باجورا، باج هنګ او اچم ولسوالیو کې یې بزګر د شیدو لپاره فارمونو کې ساتي....
Abruzzese cattle – ابروزیز غوییز

Abruzzese cattle – ابروزیز غوییز

د غوییزو نسلونه
په ایټالوي ژبه کې یې تلفظ ابروڅڅیزي دی. د (Podolica abruzzese di montagna) په نامه یې هم یادوي. د ایټالیا د سوېل په ابروزو سیمه کې د کورنيو شوو غوییزو نسل وو. اوسمهال یې د نسل ټول غوییز له منځه تللي. نسل یې د غوییزو د نسلونو له پوډولیک ګروپ سره تړاو لري. نسل یې د کاري موخې لپاره او د غوښې لپاره اخیستل شوی وو. په ۲۰۰۷ کې یې نسل د (FAO) په نوم ادارې، د له منځه تللیو نوملړ ته اضافه کړ.
Abondance cattle – ابوندانس غوییز

Abondance cattle – ابوندانس غوییز

د غوییزو نسلونه
د فرانسې د شابلې ولایت په اوت سوا سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. نسل یې د ۱۲ پېړۍ راهبانو اخیستی، مخکینی نوم یې شابلېزین وو. نسل یې عراق، متحده ایالتونو، انګلستان، نیوزلنډ او افریقا ته هم صادر شوی. په فرانسه کې یې شمېر تر ۱۵۰۰۰۰ پورې اټکل شوی. همداسې اېن ډاما غوییزو سره یې دوه رګه نسل هم اخیستل شوی. د منځنۍ کچې غوییز دي. د غوا وزن یې له ۵۸۰ تر ۶۸۰ کیلو ګرامه پورې او د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۳۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د بدن رنګ سرو زرو ته ورته نسوار وي، مخ، ګېډه، او د پښو څوکې یې سپین رنګ کې وي، د سترګو چارچاپېره برخه یې هم نسواري رنګ کې وي. د غویي وزن یې له ۶۴۵ تر ۸۲۰ کیلو ګرامه پورې او د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۷۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د نر رنګ یې له غوا سره توپیر لري، بدن یې سور رنګه وي او یوازې سر یې سپین وي....
Abigar – ابیګار غوییز

Abigar – ابیګار غوییز

د غوییزو نسلونه
په سانګا ګروپ کې ډلبندي شوی د ختیځې افریقا د غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي خو قصابي کې د غوښې لپاره هم کاریږي. غوا یې له لنګېدو وروسته تر وچېدو پورې موده کې تر ۷۵۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي. ګمان کیږي چې په لمړي ځل یې نسل په ګامبېلا ایالت کې چېرې چې نیور خلک مېشت دي اخیستل شوی وي. په سیمه کې په دې غوییزو چاپېریالي فشارونو ته په کتو او د مثل تولید سره یې پرتله کوونه داسې ښي چې نسل یې د ورکېدو له خطر سره په اسانۍ نه مخ کېدونکی دی. له دوامداره راڅرګندېدونکو ناروغیو سره، وچکالي، فصلي د خوړو کموالي، د اوبو نشتوالي او تودوخې سره مقاومت کوونکی نسل دی. ځینو سیمو کې چېرې چې د ویترنري خدمات نشته د نسل د تدریجي کمېدو لآمل یې یاد شوی....
د ټولې نړۍ د غوییزو د نسلونو نوملړ

د ټولې نړۍ د غوییزو د نسلونو نوملړ

د غوییزو نسلونه
علمي نوم یې بوس توروس (Bos taurus) دی. په دوه ګوتو وېشل شوي بوټ لرونکي، کورني شوي، واښه خوړونکي ژوي دي. د بووینای فرعي کورنۍ غړي دي، په نړۍ کې تر ټولو زیات خپاره شوي د بوس نسل غړي ګڼل کیږي. ښځې ته یې غوا او نر ته یې غویی نوم اخلي، نر بچي ته یې خسکی، ښځې ته یې کوچنیوالي کې خسکۍ او د کار، غوښې او یا نسل اخیستنې لپاره ساتل شوي بلوغ ته رسېدلي نر ته یې سخندر وایي. غوییز یا د غوښې لپاره او یا د شېدو لپاره فارمونو کې ساتل کیږي. همداسې یې پوستکی د چرم جوړولو لپاره کاریږي. له دې پرته د نړۍ په ځینو برخو کې د کار لپاره کار ترې اخیستل کیږي، په کراچۍ پسې د بار وړلو لپاره او پټیو کې د قلبې لپاره کاریږي. د غوییزو بل تولید د غوییزو غوشایي دي له کوم چې سره او سونګ توکي جوړیږي. د نړۍ په ځینو سیمو کې په ځانګړې توګه د هندوستان په لویه برخه کې غویز مذهبي بڼه لري. د نړۍ په ځینو سیمو کې اچۍ غوا ګانې هم د کورن...
Yakutian cattle – یاکیوشن غوییز

Yakutian cattle – یاکیوشن غوییز

د غوییزو نسلونه
په ساخا ژبه کې ورته ساکسا ایناګا (Саха ынаҕа) نوم اخلي. سیمه ایز نسل دی. د ساخا په جمهوریت کې یې نسل اخیستل شوی. بې کچې کلک او له هر ډول سړو سره مقاومت کوونکي غوییز دي. تشرېح د بدن کچه یې ډېره وړه ده. د غوا د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۱۲ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي ؛ د غویي وزن له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې او د مخکینو پښو په ولیو کې قد تر ۱۲۷ سانتي متره پورې لوړیږي. لنډې ځواکمنې پښې لري. رنګ یې سپین، تور او سور وي. د ښکرونو منځ کې ډېری وخت سور رنګه نسواري رنګ لري. غټه ګېډه او د هاضمې اوږد سیستم یې د دې وړتیا ورکوي چې له وښو او پاڼو زیاته برخه بدن ته جذب کړي. د پوستکي لاندې برخه کې ډېر ژر شحم تولیدوي کوم چې په ژمي کې د وښو د کمي پر وخت بېرته کاروي. په ژمي کې یا سړه هوا کې یې د بدن وېښته لویږي، د غوا له تیانو سره او د غویي له هګیو سره...
Russian Black Pied cattle – د روسې تور پیډ غوییز

Russian Black Pied cattle – د روسې تور پیډ غوییز

د غوییزو نسلونه
د روسې د غوییزو نسل دی کوم چې د جرمني له تور پیډ او د لوېدیځ فریژن غویانو او مختلفو سیمه ایزو غواګانو اخیستل شوی. په ۱۹۸۰ کې یې د نسل غړي له بالتیک پرته تر ۱۶ میلیونه پورې اټکل شوي وو. په روسیه کې دوېم تر ټولو عام ساتل کېدونکی د غوییزو نسل دی.
Red Tambov – سور تامبوف غوییز

Red Tambov – سور تامبوف غوییز

د غوییزو نسلونه
په روسۍ ژبه یې نوم (Kpacнaя тaмбoвcкaя) لیکل کیږي. د روسې د تامبوف اوبلاست سیمې د غوییزو نسل دی. نسل یې په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د غوښې لپاره هم کاروي. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل له ټیرول، ډیون او سیمینتال غویانو او له سیمه ایزو غواګانو اخیستل شوی. په ۱۹۲۴ کې کیرسانوف او لینېن فارمونو نسل ته وده ورکړه. په ۱۹۸۰کې یې د نسل غړي تر ۴۵۰۰۰ پورې رسېدلي وو. بدن یې سور رنګ لري، په سور رنګ کې ځینې وخت سپین خالونه موجود وي. د غوا قد یې د مخکینیو پښو په ولیو کې تر ۱۲۷ سانتي متره پورې رسیږي....
Red Gorbatov cattle – سور ګورباتوف غوییز

Red Gorbatov cattle – سور ګورباتوف غوییز

د غوییزو نسلونه
ادعا کیږي چې له لوکوسیس، له نري رنځ او بروسیلوسیس سره مقاومت لري. د روسې د ګورباتوف سیمې د شیدو لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې، په نېزخي ګورود ولایت کې، له ټیرولین او سیمه ایزو پریوک سکي غوییزو اخیستل شوی. په ۱۹۲۱ کال کې یې په اړه مالومات خپاره شول. د وینې ازموینې یې د دنمارک له سرو غوییزو سره او انجلن غوییزو سره اړیکه ښي. په روسۍ ژبه کې یې نوم (Kpacнaя гopбaтoвcкaя) لیکل کیږي. ځانګړنې سور رنګ رنګ لري خو په سور رنګ کې د نورو رنګونو سوری هم شته وي. ځینې وخت یې تیان او ورسره چار چاپېره برخه سپینوالی لري. د پوز رنګ یې ګلابي، د ښکرونو سپین او تور خالونه پکې وي. د غوا قد د مخکینیو پښو په ولیو کې تر ۱۲۲ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۴۷۰ کیلو پورې وي ؛ د غویي قد یې د مخکینیو پښو په ولیو کې تر ۱۳۳ سانتي متره پورې او وزن یې تر ۸۳۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ۱۹۸۰ کال کې د غوا ګانو...
Kurgan cattle –  کورګان غوییز

Kurgan cattle – کورګان غوییز

د غوییزو نسلونه
د نوم املا یې کورګانسکایا (Kurganskaya) هم لیکل کیږي. اصلي ځای یې د سایبریا سوېل لوېدیځ سیمه ده. نسل یې له لنډ ښکرو، سیمینتال، د جرمني له تور پیډ، بېستوژېف، ټاګل، سور سټېپ او سیمه ایزو غوییزو اخیستل شوی. رنګ یې سور، سور او سپین او یا تېز سور رنګ کې وي. په بنسټزه توګه د غوښې لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د شیدو لپاره هم کاروي.
Kostroma cattle – کوستروما غوییز

Kostroma cattle – کوستروما غوییز

د غوییزو نسلونه
د روسې د غوییزو نسل دی او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې یې نسل د روسې د برې ولګا د سیمې په کوستروما بلاسټ کې اخیستل شوی. نسل یې له سیمه ایزو غوییزو سره د سویس د نسواري، الیګاو او اېر شېر غوییزو دوه رګه شوی نسل دی. په فزیکي جوړښت کې د سویس نسواري غوییزو ته ورته والی لري خو تنه او سر یې د سویس له نسواري غوییزو اوږده او تندی یې ترې نرۍ دی. په روسۍ ژبه کې یې نومونه (костромская порода крупного рогатого скота, kostromskaya poroda krupnogo rogatogo skota) لیکل کیږي. د نسل رامنځته کوونه په کوستراما سیمه کې دوه د غوییزو سیمه ایز داسې نسلونه یې د نسل اخیستنې لپاره کارېدلي د کومو چې نسل کې ښه والی رمنځته شوی وو. یاد دوه نسلونه میسکوف او بابایف نسلونه وو. د بابایف نسل له غوا او د جرمني له الیګاو غویي پیل کې دوه رګه نسل اخیستل شوی وو، وروسته یې نسل د سویس له نسواري سویس سره په ۱۹۱۲ کې ګډ شوی، او په ۱۹۲...
Anatolian Black cattle – د اناتولیا تور غوییز

Anatolian Black cattle – د اناتولیا تور غوییز

د غوییزو نسلونه
په ترکي ژبه کې ورته ېرلي کارا (Yerli Kara) نوم اخلي. اصلي ځای اناتولیا یا کوچنۍ اسیا (اوسمهال ترکیه) دی. په بنسټیزه توګه د شیدو لپاره ساتل کیږي، که چېرې د شیدو له تولید وغورزیږي د غوښې لپاره کاریږي، په ځینو کوچنیو فارمونو کې د کاري موخې لپاره کارول کیږي. په لمړۍ کچه مرکزي ترکیه کې لوی فارمونه لري. د ترکې د غوییزو نسلونو کې تر ټولو واړه غوییز دي. په جنیتیکي توګه تر ټولو نږدې تړاو د ترکې د سوېل او ختیځ سرو اناتولیا غوییزو سره لري. درېواړو نسلونو ته (Anatolian Native) ټولیز نوم کاریږي. توپیر یې د جنتیک په ځای په مورفولوجیکي ځانګړنو او سیمې کیږي. له اروپایي نسلونو سره یې دوه رګه نسل اخیستنې، د نسل اخیستنې په اړه کمو مالوماتو او کمزوري مدیریت یې نسل د ورکېدو له خطر مخ کړی دی. اوسمهال یې د نسل ژغورنې لپاره څېړنې پیل شوي. ځانګړنې له لنګېدو وروسته د شیدو کولو موده یې له ۲۴۰ تر ۲۶۰ ورځو پو...
Share
Hide Buttons