ډېرو خلکو ته په خلاقه توګه د ستونزې حل او نوښت داسې څه ښکاري کوم چې یوازې یو څو کسان کولای شي او خپله عادتي فکر باندې هر څه پر مخ بیایي.
که چېرې له یوه پیلوټ پوښتنه وکړې چې الوتکه څرنګه الوزول کیږي، که چېرې د تولید له مدیر څخه پوښتنه وکړی چې تولید څرنګه کیږي او یا هم که له یوه پلورونکي پوښتنه وکړې چې پلور څرنګه کوي نو هر یو به د خپلو چارو بهیر او هر پړاو تاسې ته په بشپړ تفصیل کې ووایي خو که چېرې له همدې کسانو پوښتنه وکړې چې خلاقیت او نوښت څه دی نو دا کسان به یا ناسمې ګډې وډې تشرېح ته مخه کړي او یا به هم د نورو تیوریانو ته مخه کړي. په ظاهره توګه هر کس فکر کوي چې د نوښت او خلاقیت وړتیا نه لري.
په هغه وخت کې د انسان په کړنو او فعالیت کې ښه والی رامنځته کیږي کله چې انسان په دې پوه وي چې څه کوي، دوېم ګام کې په دې اړه فکر دی چې څرنګه یې په غوره طریقه وکړم. هر انسان د دې وړتیا لري چې په خلاقه...