
بې فکره ژوند کول څرنګه وي ؟
په ډېرو هېوادونو کې خلک سهار وخته پاڅېږي، په منډه حمام وکړي، جامې په غاړه کړي، د کار په لور په منډه رهي شي، په وخت کار ته د رسېدو لپاره په لار کې د ترافیک څراغونو ته، په ګڼې او ګوڼې کې نورو موټرو ته، لارویانو ته او په بایسکېل سپرو ته په غسه وي. کله چې کار ځای ته ورسیږي د موټر درولو لپاره په یوه کوڅه کې درې څلور وارې تاویږي تر څو د موټر درولو ته ځای پیدا کړي. له دې ټولې پرېشاني، سټرس او غسې سره د کار ځای ته ولاړ شي. د کار ځای کې هم ورته چاره ترسره کوي. که چېرې تاسې خپل زهن کې همدې چارې ته پام ونه کړئ نو دا مو د ژوند یوه قاعده، نورم یا برخه کیږي. په اونۍ کې د رخصتي ورځې یې د ارام په ځای، نا امنۍ کې نښتی زهن په نورو اندېښنو کې بوخت شي لکه مالي اندېښنې او داسې نور... خپل حالت د خپلې کور ودانې او یا مېړه په مخ کې هم د بیان په توګه ویني، د څېرې اغیز یې په ماشومانو هم پرېوتی وي. کله چې د خوب خونې...