German Red Pied – د جرمني سره او سپین غوییز

German Red Pied – د جرمني سره او سپین غوییز

د غوییزو نسلونه
په جرمني ژبه کې په (Deutsche Rotbunte, Rotbuntes Niederungsvieh or Rotbuntes Niederungsrind) نومونو یادیږي. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل اخیستنه د جرمني په مختلفو سیمو کې ترسره شوې. د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه او د غویي تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
German Black Pied cattle – د جرمني تور او سپین غوییز

German Black Pied cattle – د جرمني تور او سپین غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو لپاره اخیستل شوی د جرمني په شمال او هالنډ کې د غوییز نسل دی. مخینه تر اتلسمې پېړۍ پورې په سیمه کې د مختلفو رنګونو د غوییزو نسلونه اخیستل شوي خو له ۱۷۵۰ وروسته د تور او سپین رنګ غوییز تر نورو ټولو رنګونو زیات وو، په سیمه کې تر اوسه هم یوازې د سور او یا سور او سپین رنګ کې غوییز شته خو اکثریت یې د تور او سپینو غوییزو دی. په ۱۸۷۸ کې د فریژیا ختیځ (جرمني) کې د نسل اخیستنې لمړی شرکت پرانیستل شو. فریژیا او د پروسیا ختیځ (اوسمهال کې لیتوانیا، روسیه او پولنډ) د یاد نسل د اخیستو اصلي سیمې وې. وروسته یې نسل په ټوله مرکزي او شمالي جرمني کې خپور شو. په ۱۹۵۸ کې یې نسل له فریژن هولسټاین سره دوه رګه شو او پایله کې ترې د جرمني تور او سپین غوییز رامنځته شول. د جرمني په ختیځ کې هم یاد غوییز له جېرزي او فریژن هولسټاین سره دوه رګه شول پایله کې یې تور او سپین نسل تر لاسه کړ....
German Angus – د جرمني انګس

German Angus – د جرمني انګس

د غوییزو نسلونه
په جرمني کې یې نوم (Deutsch Angus) لیکل کیږي. د غوښې لپاره په جرمني کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. په ۱۹۵۰ لسیزه کې یې ابېرډین انګس د جرمني له تور او سپینو غوییزو سره، د جرمني له سرو غوییزو او فلېک وي غوییزو سره دوه رګه کړ تر څو د جرمني نسل رامنځته کړي. په سره، تور یا نسواري رنګ کې وي. د غویي وزن یې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۵۵۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۵ سانتي متره پورې لوړیږي. په طبیعي توګه بې ښکرو وي. ځینې سیمو کې د وښو د مدیریت لپاره پرېښودل کیږي. په ۱۹۵۵ کې یې د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه.  ...
Georgian Mountain cattle – د جورجیا غرني غوییز

Georgian Mountain cattle – د جورجیا غرني غوییز

د غوییزو نسلونه
په جورجیایي ژبه کې یې نوم (ქართული მთის საქონელი) لیکل کیږي. رنګ یې تور، تور سپین او یا سور او سپین وي. د قفقاز غرونو له سړې او خرابې هوا سره بلدتیا لري. د بدن کچه یې وړه ده او د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر یو متر پورې وي. د غويي وزن یې له ۲۷۰ تر ۳۷۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۲۲۰ کیلو ګرامه تر ۲۸۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Gelbvieh – ګېل بېس وي غوییز

Gelbvieh – ګېل بېس وي غوییز

د غوییزو نسلونه
په جرمني ژبه کې "ګېلبېس وي" د زیړ رنګ غوییزو ته وایي. نسل یې د جرمني په فرانکونیا سیمه په اتلسمه پېړۍ کې اخیستل شوی. د درې موخو لپاره (غوښې، شیدو او کار) یې نسل اخیستل کارېده خو اوسمهال یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Gasconne – ګاسکون

Gasconne – ګاسکون

د غوییزو نسلونه
د نوم املا یې که مذکر وي نو (Gascon) هم لیکل کیږي. د غوښې لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. د فرانسې د پاچايي په ګاسکوني سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. دوه ډولونه لري او هر یو په (Gasconne à muqueuses noires and the Gasconne aréolé) نومونو یادیږي. دواړو ډولونو یې په ۱۹۵۵ کې د مالوتو د ثبت لپاره یو کتاب لره خو وروسته په ۱۹۹۹ کې یې د مالوماتو د ثبت کتاب جلا شو. د غویي وزن یې له ۱۰۰۰ تر ۱۱۵۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا له ۶۵۰ تر ۷۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له سړې هوا سره بلدتیا لري، په کمو خوړو ژر وزن اخلي. مخکې د کار لپاره هم کارېدل خو د ټکنالوجي له ودې وروسته یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي....
Gangatiri – ګنګاتیري

Gangatiri – ګنګاتیري

د غوییزو نسلونه
په هندي کې یې نوم (गंगातिरी) لیکل کیږي. د لویدیځ هاریانا یا شاهداري په نومونو هم یادیږي. د هند، د ګنګا سیند په اوږدو کې یې د اوتر پرادېش په ختیځ کې نسل اخیستل شوی. د هند په شمال کې د دوه موخو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي.
Galloway cattle – ګالووې غوییز

Galloway cattle – ګالووې غوییز

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د سکاټلنډ په ګالوې سیمه کې، په ۱۷ پېړۍ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. تور رنګ لري او په طبیعي توګه بې ښکرو وي. بدن یې ډبله وړۍ لري او سړو سیمو کې د ساتل کېدو وړ دي. په ۲۰۲۲ کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۸۰۰ غوییزو موجود وو او د یادو غوییزو لویه برخه د اروپا په شمال کې او د اروپا په شمال کې لوی شمېر په جرمني او دنمارک کې وو. د غویي وزن یې تر ۸۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وي. که ښه وساتل شي نو تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې هم رسېدلی شي. د انګلستان په کمبرلنډ سیمه کې یې له شیدو پنیر جوړیږي....
Rubia Gallega – روبیا ګالېګا

Rubia Gallega – روبیا ګالېګا

د غوییزو نسلونه
د هسپانیا په شمال لوېدیځ کې، د ګالیسیا په خودمختاره سیمه کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غواګانو له شیدو یې د ټېټيلا په نوم پنېر جوړېږي. غویان یې ارام چلند لري او په کرنه کې د کار لپاره مناسب دي. د ګالیسیا په ټولو سیمو کې شته خو ۷۵% یې په لوګو ولایت کې دي. رنګ یې زېړ، غنم رنګه او یا دار چیني ته ورته وي. د نسل د مالوماتو د ثبت کتاب یې په ۱۹۳۳ کې جوړ شوی. په ۲۰۱۵ کې د شمېر ۳۹۹۷۱ غوییز وو. په ۲۰ پېړۍ کې روبیا ګالېګا د پرتګال له باروسا، د سویس له برون ویا، سیمېنټال او د انګلستان بې ښکرو غوییزو سره هم دوه رګه شوي....
Fribourgeoise – فري بورجواز

Fribourgeoise – فري بورجواز

د غوییزو نسلونه
په (Freiburger) نوم هم یادیږي. نسل یې د سویس په فریبورګ کانټون کې اخیستل شوی. له ۱۹۶۶ کال په سیستماتیکه توګه له واردو شوو هولسټاین غوییزو سره دوه رګه شوي. په ۱۹۷۳ کې یې نسل ټول مړ شو او کوم چې له هولسټاین سره دوه رګه شوی وو د سویس هولسټاین ترې جوړ شو. نسل یې د غوښې او شیدو لپاره ساتل کېده.

French Simmental – فرانسوي سیمېنټال

د غوییزو نسلونه
د فرانسې د غوییزو نسل دی. په نسل اخیستنه کې یې د سویس سیمېنټال غوییز کارېدلي کوم چې د ۲۰ پېړۍ په پیل کې فرانسې ته وارد شوي وو. رنګ یې سور او سپین وي. د غویي وزن یې تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د غوښې او شیدو دواړو لپاره کاریږي. له وچیدو تر لنګېدو پورې موده کې ۶۴۰۰ کیلو ګرامه شیدې کوي. په شیدو کې یې ۴% شحم او ۳.۳% پروتین وي. شیدې یې د پنیر جوړولو لپاره کاریږي.
Florida Cracker cattle – د فلوریډا کراکر غوییز

Florida Cracker cattle – د فلوریډا کراکر غوییز

د غوییزو نسلونه
فلورېډا کراکر د هغو انګرېزانو کلتور وو کوم چې پیل کې په فلورېډا کې مېشت شول او د یادو غوییزو نوم له همدې کلتور اخیستل شوی. د فلورېډا سکرب (Florida Scrub) نوم هم ورته اخلي. د کریولو غوییزو په ګروپ کې یو ډول دی او نسل یې له هغو هسپانوي غوییزو رامنځته شوی کوم چې هسپانویانو په ۱۴۹۳ کې له خپل ځان سره امریکا ته انتقال کړي وو.
Fleckvieh – فلېک وي غوییز

Fleckvieh – فلېک وي غوییز

د غوییزو نسلونه
د شیدو او غوښې لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې، په مرکزي اروپا کې اخیستل شوی. سیمه ته چې کوم د سویس سیمېنټال غوییزو وارد شوي د فلېکویای غوییزو رامنځته کولو لپاره کارېدلي. اوسمهال په ټوله نړۍ کې تقریبا تر ۴۱ میلیونه پورې غوییز شته دي. د غویي وزن یې تر ۱۱۰۰–۱۳۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۷۰۰–۸۰۰ پورې رسیږي. بې ښکرو او ښکر لرونکي دواړه لري. د نسل اخیستنې سیمه یې د باوریا پاچایي او د اتریش امپراتوري وه. ښه کاري وړتیا هم لري او له همدې امله د سیمې خلکو د درېواړو موخو (کار، غوښه او شیدې) لپاره کارول خو د ټکنالوجي له پرمختګ سره اوسمهال یوازې د غوښې او شیدو لپاره ساتل کیږي....
Fjäll –  فیال غوییز

Fjäll – فیال غوییز

د غوییزو نسلونه
په سویډني ژبه کې یې نوم (Fjällko or Svensk Fjällras) هم لیکل کیږي. په سویډن کې په طبیعي توګه بې ښکرو د غرنیو غوییزو نسل دی. په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کې یې نسل د ورکېدو له خطر سره مخ شو خو په ۱۹۹۵ کې چې کله ورته د نسل اخیستنې ټولنه جوړه شوه بېرته یې نسل زیات شو. د چټکې زیاتېدنې لامل یې کنګل شوي سپرم وو. د مایکرو سټلایټ څېړنې ښي چې له بهوسکولا غوییزو سره تړاو لري. په ۱۲۹۶ کې هم د نسل د مالومات د ثبت لپاره کتاب لره او یاد غوییز پکې بې ښکرو سپین یا سپین خړ غوییز ښودل شوي. په دوېم ځل په کال ۱۹۰۷ کې نسل وګڼل شو....
Finncattle – د فنلنډ غوییز

Finncattle – د فنلنډ غوییز

د غوییزو نسلونه
درې ډوله غوییزو ته رجوع کوي. معمولا د شیدو لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د کورني ژوي په توګه ساتي. د بدن کچه یې وړه ده او په طبیعي توګه بې ښکرو دي خو خپله کې یو بل سره توپیر لري په شکل او تولید کې توپیر لري. کوم نسل یې چې په لوېدیځ کې دی رنګ یې سور دی او تر نورو دوه ډولونو غټ دی، کوم نسل یې چې په شمال کې دی رنګ یې سپین دی، کوم نسل یې چې ختیځ کې دی رنګ یې سور او سپین دی. د نورو نسلونو په پرتله د فنلنډ له اقلیم سره ښه بلد دي. په ډېره اسانۍ د ځنګلونو په څر ځایونو کې ساتل کېدای شي. اوږد عمر لري او نسل زیاتولو کې هم ښه دي. د شیدو په پرتله ډېر د غوښې لپاره کاریږي....
Finnish Ayrshire – دې فنلډ اېر شېر غوییزو

Finnish Ayrshire – دې فنلډ اېر شېر غوییزو

د غوییزو نسلونه
په فنلنډ کې د شیدو لپاره د غوییزو اخیستل نسل دی. کوم غوییز چې له ۱۸۴۷ څخه تر ۱۹۲۳ پورې د انګلستان له اېرشېر فنلنډ ته صادر شوي وو له همدې غوییزو یې نسل رامنځته شوی. په فنلنډ کې د شیدو د غوییزو پادو کې تقریبا ۶۱% همدا غوییز دي. په ۱۹۰۱ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. په ۱۹۷۰ لسیزه کې یې سپرم انګلستان هم په خپلو اېرشېر غوییزو کې وکارول تر څو یې نسل کې ښه والی رامنځته کړي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۸۵۷۱ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي، په شیدو کې یې د شحمو کچه ۴.۲۸% وي....
Évolène cattle – اېولېن غوییز

Évolène cattle – اېولېن غوییز

د غوییزو نسلونه
په سویس کې د والې کانټون کې د شیدو لپاره پخوانی د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. اوسمهال کې ډېر کم شمېر پاتې دي. په تور سپین او سور سپین رنګ کې پیدا کیږي. د غوښې او شیدو لپاره نسل وو خو د شیدو په پرتله ډېر د غوښې لپاره کارېدل. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۳۲۰۰ کیلو ګرامه پورې شېدې کوي. په شیدو کې یې تر ۳.۸% پورې شحم لري. له غرنیو څرځایونو سره بلدتیا لري. تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي خو غوا یې له غویانو وزن کې کمه وي.
Estonian Red cattle – د اېستونیا سره غوییز

Estonian Red cattle – د اېستونیا سره غوییز

د غوییزو نسلونه
په اېستونیایي ژبه کې یې نوم (Eesti punane) لیکل کیږي. په ۱۸۵۰ لسیزه کې یې نسل له سیمه ایزو غوییزو او د دنمارک له سرو غوییزو، له سلېسویګ غوییزو او انجلن غوییزو اخیستل شوی. سور رنګ کې وي خو په سور سپین او نسواري رنګ کې هم شته دي. نسل یې د شیدو لپاره ساتل کیږي خو اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی.
Share
Hide Buttons