Ennstaler Bergscheck – اېنسټالر برګ شېک غوییز

Ennstaler Bergscheck – اېنسټالر برګ شېک غوییز

د غوییزو نسلونه
د اتریش د غوییزو نسل دی. نوم یې د اینس سیند له اېنسټال درې اخیستل شوی. نسل یې له زېږېدیز کال څخه ۵۰۰ کاله وړاندې له لاتېن سیمه ایزو غوییزو اخیستل شوی وو. رنګ یې سور او سپین وي. د غوږنو داخل یې جلا رنګ کې وي. ښکرونه، د پوز څوکه، بوټونه یې تقریبا بې رنګه وي. له اتلسمې پېړۍ مخکې د کار او غوښې لپاره ساتل کېدل خو په اتلسمه پېړۍ کې یې ځای موربوډېن، پینزګو، کارینتین بلاندویا غوییزو ونیوه. په دوه کلنۍ کې بشپړ بلوغ ته رسېدلی وي خو څوربوالی نه پیدا کوي. غوښه یې د ښه کیفیت لرونکې ده. ګمان کېده چې تر ټولو وروستۍ دوه غواګانې یې په ۱۹۸۶ کې حلالې شوې وې خو وروسته یې د نسل نور غړي بیا وموندل شول او د نسل ژغورنې چارې یې پیل شوې. په ۲۰۰۴ کې په ۶ فارمونو کې ۶۵ غوییزو موجود وو....
English Longhorn – د انګلستان اوږد ښکري غوییز

English Longhorn – د انګلستان اوږد ښکري غوییز

د غوییزو نسلونه
ځانګړنه یې اوږده منحني شوي ښکرونه دي. نسل یې د انګلستان د شمال په لانکا شېر، وېسټ مور لنډ او یارک شېر سیمو کې اخیستل شوی او بیا له دې سیمې مرکزي انګلستان او ایرلنډ ته خپاره شوي. په پیل کې یې نسل د کاري غوییزو په توګه کارېده او غواګانو یې کمه اندازه شیدې کولې خو د شیدو کوچ یا شحم یې زیات وو. په اتلسم پېړۍ کې رابرټ بېکوېل په دې غوییزو کې د بدلون لپاره د نسل اخیستنې خپله طریقه وکاروله او د غوښې لپاره نسل یې ترې جوړ کړ. په ۱۸۷۸ کې یې د نسل د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. په مختلفو رنګونو کې شته دي....
Enderby Island cattle – د اېنډر بای ټاپو غوییز

Enderby Island cattle – د اېنډر بای ټاپو غوییز

د غوییزو نسلونه
د نیوزلنډ په اینډبای ټاپو کې د ۸۰ کلونو لپاره وحشي حالت کې موجود غوییز وو. اوسمهال یوازې اووه غوییز پاتې دي. اوسمهال یې د نسل ژغورنې چاره په بند ځای کې پیل شوې. یاد ټاپو کې په ۱۸۹۰ لسیزه کې هڅه وشوه چې په اینډر بای ټاپو کې فارمونه جوړ شي خو هڅه یې د خراب اقلیم له امله ناکامه شوه او نهه غوییز په سیمه کې ازاد پرېښودل شول.
Droughtmaster – د وچکالۍ استاد

Droughtmaster – د وچکالۍ استاد

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د استرالیا د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې له ۱۹۱۵ کال د کوینلنډ په شمال کې پیل شوې وې. نسل یې د انګلستان او زیبوین غوییزو له دوه رګه کېدو رامنځته شوی. د استرالیا لمړی تورینډیسین دوه رګه نسل ګڼل کیږي. تقریبا ۵۰% بوس انډیکوس او ۵۰% بوس توروس دی.
Dølafe – ډولافې غوییز

Dølafe – ډولافې غوییز

د غوییزو نسلونه
د ناروې په ګوډ برېنډ دره کې، اوسټېرډالېن او هېډمارکېن سیمو کې د غوییزو نسل دی. یادې سیمه په وښو پوښلي غرونه لري. په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې نسل ډېر کم پاتې وو خو اوسمهال بېرته زیات شوي. د بدن هډوکي یې واړه او لنډ قد لري. ښکرونه لري او په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي. وزن یې له ۴۵۰ تر ۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.
Drakensberger – ډرانکېنزبرګر غوییز

Drakensberger – ډرانکېنزبرګر غوییز

د غوییزو نسلونه
د دوه موخو لپاره په سوېلې افریقا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. د شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. د نسل مخینه یې تر نولسمې پېړۍ پورې زړه ده او کله چې اروپایانو د هالنډ غوییز له ځان سره سوېلې افریقا ته انتقال کړل هلته یې له تور رنګه سانګا او د خوی خوی خلکو له غوییزو سره دوه رګه کړل او پایله کې یې ډرانکېنزبرګر نسل رامنځته شو. ډرانکېنزبرګ د سیمې نوم دی او له یادې سیمې د نسل نوم هم اخیستل شوی. په ۱۹۴۷ کې یې د مالوماتو د ثبت لپاره ټولنه جوړه شوه. د غویي وزن یې له ۹۰۰ تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا وزن یې له ۵۰۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. یوازې په تور رنګ کې پیدا کیږي....
Doayo cattle – ډو ایو غوییز

Doayo cattle – ډو ایو غوییز

د غوییزو نسلونه
ډو ایو غوییز سوداګریز نه دي او یوازې په مذهبي مراسمو کې کاریږي. کله چې یو کس مړ شي نو جنازه کې یې یاد غوییز حلالیږي او پوستکي کې یې کس پوښل کیږي. د کامېرون په شمال کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د اتلانتیکا غرونو په لمنو کې یې نسل د ډو ایو په نوم قوم ساتي. ډو ایو غوییز د ساوانا بې ښکرو غوییز یا هم بې کوبي او بې ښکرو غوییز ګڼل کیږي. د سیمې خلک یې په (Namji, Namchi, Namshi, Poli, Donayo, or M'Bougi) نومونو هم پېژني. لنډ قد لري او مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۹۷ تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. رنګ یې تور، تور او سپین او یا د تور رنګ خاپونه لري. په درې کلنۍ کې بلاربېدای شي او هر یو کال پس بیا خسکی زېږولی شي....
Dhanni cattle – ډاني غوییز

Dhanni cattle – ډاني غوییز

د غوییزو نسلونه
د هند او پاکستان په پنجاب کې پیدا کېدونکی د غوییزو نسل دی. تر ډېره په اټک، چکوال، فتح جنګ، تحصیل کوټ فتح خان سیمو کې ساتل کیږي. مخکې د کاري موخې لپاره کارېدل. د منځنۍ کچې تنه لري، ملا کې یې لوړوالی او ژوروالی نه وي، غټ کوبی لري، غوږونه یې تل خوځښت کې او هر لور ته له پام سره لوری بدلونکي وي. په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي او په خپل رنګ کې د تور، سور او نسواري رنګ خالونه لري. غویی یې تر ۴۰۰ کیلوګرامه او غوا یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. اوسمهال د منډې د سیالۍ لپاره هم کاریږي، د منډې کټونکی یې تر نورو پنځه ځله په لوړ قیمت پلورل کیږي. غوا یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې له ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ لیترو پورې شیدې کوي. د رنګ له مخې یې په پنجابۍ ژبه کې نومونه - که چېرې یې رنګ سپین وي او په سپین رنګ کې تور خالونه ولري نو د چیټابورګا په نوم یې یادوي - که چېرې یې رنګ تور وي او په تور رنګ کې سپین خالو...
Dexter cattle – ډېکسټر غوییز

Dexter cattle – ډېکسټر غوییز

د غوییزو نسلونه
د نسل ځینې غړي یې د کونډروډیس پلېزیا لپاره جېن لري (نیمه مرګونی جېن) کوم چې د لنډیتوب یو شکل رامنځته کوي او تر نورو یې پښې لنډې وي - نیمه مرګونی جېن په الېل یا کروموزوم کې بې نظمي په ګوته کوي کوم چې د هوموزیګوس په توازن کې ستونزه پیدا کوي - هوموزیګوس د یوه ځانګړي جېن یا جېنونو د ورته دوه الېل لرنې ته وایي. کوم چې په کونډروډیس پلېزیا اخته وي ۲۵% امکان لري چې له خپلې مودې مخکې پیدا شي. د کونډروډیس پلېزیا د تشخیص لپاره یې د لکۍ د وېښتو د ډي اېن اې ازموینه کیږي. ګمان کیږي چې لنډي پیدا شوي یې هېټېروزیګوس دي. په ایرلنډ کې د وړو غوییزو نسل دی. په اتلسمه پېړۍ کې یې د ایرلنډ په سوېل لویدیځ کې، په کېري سیمه کې نسل اخیستل شوی. د نسل نوم یې د فیوډال سیستم د وخت د یوه خان نوم دی څوک چې په والاېنشیا ټاپو کې اوسېده. د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې د کیري نسل یو ډول ګڼل کېده خو وروسته جلا نسل وګڼل شو. د ای...
North Devon cattle – د شمالي ډیون غوییز

North Devon cattle – د شمالي ډیون غوییز

د غوییزو نسلونه
په انګلستان کې د غوښې لپاره د غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د سیمې نوم دی. سور رنګ کې وي او په (Devon Ruby, Ruby red or Red Ruby) نومونو هم یادیږي. همدې ته ورته سره غوییز د سوېل ډیون په نامه هم شته کوم چې خپله کې توپیر لري. په ۱۸۵۰ کې د جان ټېنر ډیوي په نامه کس یې د نسل لپاره کتاب جوړ کړی او په ۱۸۸۴ کې یې د نسل لپاره ټولنه جوړه شوه. په شلمه پېړۍ کې یې نسل د انګلستان په مختلفو سیمو کې پیدا کېده او په ۱۹۰۸ کې یې شمېر ۵۰۰۰۰۰ غوییزو ته رسېده. په دې وخت کې یوازې بې ښکرو غوییز ترې ډېر وو. کوم نسل یې چې امریکا ته انتقال شوی د امریکا شیدې کوونکی ډیون نوم ورته اخلي. استرالیا ته هم انتقال شوي او هلته تر ډېره له ځنګلونو پرې لرګي راوړل کېدل.  ...
Deoni cattle – ډیوني غوییز

Deoni cattle – ډیوني غوییز

د غوییزو نسلونه
په هند کې اخیستل شوی د کاري غوییزو نسل دی. د نسل نوم یې د هند په ماهاراشترا ایالت کې د سیمې نوم دی. نسل یې یوازې د ماهاراشترا ایالت د مارتوانډا سیمې په ناندېد، عثمان اباد، پارباني او بیدار ولسوالیو کې د کار لپاره کاریږي.
Danish Red – سره دنمارکي غوییز

Danish Red – سره دنمارکي غوییز

د غوییزو نسلونه
په انګرېزۍ کې ورته (Red Dane) نوم هم اخلي. د اروپا په شمال کې د شیدو لپاره د غوییزو ساتل کېدونکی نسل دی. کله چې نورې شیدې نه کوي نو د غوښې لپاره کاریږي. نسل یې د دنمارک له سیمه ایزو غوییزو او انجلن غوییزو اخیستل شوی. دواړه انجلن او د دنمارک سره غوییزو د نړۍ نورو هیوادونو هم صادر کړي تر څو د خپلو سیمه ایزو غوییزو نسلونو کې ښه والی پرې رامنځته کړي لکه د لیتوانیا سره غوییز، د ایستونیا سره غوییز، د پولنډ سره غوییز، د بېلاروس سره غوییز، د روسې سره غوییز، د بلغاریا سره غوییز، ... د سره رنګ له امله د استوایي سیمه هیوادونو هم وارد کړي او سور زیبو، ساهیوال، سور سندی او بوتانا غوییزو نسلونه یې رامنځته کړي. د شیدو لپاره مناسب غوییز دي او له هولسټاین فریژن غوییزو یې په شیدو کې د کوچو د شحمو او پروتینو کچه لوړه وي....
Danish Jersey – دنمارکي جرزي غوییز

Danish Jersey – دنمارکي جرزي غوییز

د غوییزو نسلونه
له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۷۳۵۹ کیلو ګرامه شیدې کوي، په شیدو کې یې ۵.۹۰% شحم او ۴.۱۴% پروتین وي. د شیدو لپاره د نورو غوییزو له نسلونو په تنه کې واړه دي. له ۱۸۹۶ څخه تر ۱۹۰۹ پورې له جېرزي ټاپو څخه ۵۲۰۰ غوییز دنمارک ته صادر شوي او هلته یې د نسل اخیستنې ته تر اوسه ادامه ورکړل شوې. په ټوله اروپا کې د جېرزي غوییزو تر ټولو زیات شمېر په دنمارک کې دي او د دنمارک تقریبا ۱۳% د شیدو د غوییزو پاده جوړوي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۱۱۵ تر ۱۲۰ سانتي متره پورې لوړیږي. د ټول بدن رنګ یې له روښانه خړ تر تور رنګه خړ پورې وي او په یاد رنګ کې سپین نښانونه لري. د پښو، غوږونو او د لکۍ د څوکې رنګ یې ډېر توروالی لري. د غوا وزن یې له ۳۵۰ تر ۴۲۵ کیلو ګرامه پورې وي او د غویي وزن یې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د غویي رنګ کې یې توروالی زیات وي....
Dangi cattle – ډنګي غوییز

Dangi cattle – ډنګي غوییز

د غوییزو نسلونه
په ماراټي ژبه کې یې نوم (डांगी) لیکل کیږي. د هند د غوییزو نسل دی. نسل یې په ډنګ غرنۍ سیمه کې اخیستل شوی، یاده سیمه د ماهاراشترا ایالت په نسیک او احمدنګر ولسوالیو کې ده. له داسې سیمو سره ډېر ژر بلدتیا پیدا کوي چېرې چې درانده بارانونه وریږي. په تنه کې له منځنۍ کچې نیولې تر غټو پورې شته دي. د کار لپاره مناسب نسل ګڼل کیږي. پوستکی یې غوړ ترشح کوي او له همدې امله باراني سیمو کې په اسانۍ ژوند کولای شي.
Dajal – دجال غوییز

Dajal – دجال غوییز

د غوییزو نسلونه
د پاکستان د کاري غوییزو نسل دی. نسل یې د پنجاب په ډېره غازي خان سیمه کې اخیستل شوی. دجال په ډېره غازي خان کې یوه سیمه ده له کومې چې د نسل نوم اخیستل شوی. په ۱۹ پېړۍ کې سیبي بهاګنري نسل له سیمه ایزو غوییزو سره دوه رګه شو تر څو د سیمه ایزو غوییزو په کیفیت کې ښه والی رامنځته کړي، پایله کې یې دجال نسل رامنځته شو کوم چې سیبي بهاګنري نسل ته ورته دی خو د بهاګنري په څېر تنه کې غټ نه دي. د شلمې پېړۍ په پیل کې د پنجاب په لویدیځ کې ډېری خلکو د کار لپاره ساتل. په ۱۹۴۰ لسیزه کې تر یو میلیون زیات وو خو تر ۱۹۸۶ پورې یې شمېر ۷۲۰۰۰ ته راکم شوی وو. له ۱۹۸۶ تر ۲۰۲۳ پورې یې کره شمېر نامالوم دی....
Crioulo Lageano – کریولو لاجېانو

Crioulo Lageano – کریولو لاجېانو

د غوییزو نسلونه
د غوښې لپاره د اوږدو ښکرونو د غوییزو نسل دی. په برازیل کې یې په (raça Crioula Lageana) نوم هم یادوي. تقریبا ۴۰۰ کاله وړاندې د پرتګال خلکو برازیل ته له ځان سره غوییز انتقال کړي وو، او له یادو غوییزو کریولو لاجېانو غوییزو رامنځته شوي. د نسل تر ټولو لمړني پلرونه یې ۴۰۰۰ کاله وړاندې په مصر کې موجود وو او د افریقا له شمال څخه هسپانیا ته صادر شوي. اوسمهال تر ۷۰۰ پورې غوییز پاتې دي. نسل یې فرانکیرا نسل ته ورته والی لري. د فرانکیرا نسل هم ټول ۵۰۰ پورې غوییز په برازیل کې له بزګرو سره پاتې دي....
Corsican cattle – کورسیکن غوییز

Corsican cattle – کورسیکن غوییز

د غوییزو نسلونه
کورس یا کورسیکانا نوم هم ورته اخلي. د فرانسې د غوییزو نسل دی، نسل یې په کورسیکا ټاپو کې اخیستل شوی. د کورسیکا ټاپو دودیز غوییز دي او مخکې یوازې بزګرو د کار لپاره ساتل. د فرانسې د کرنې وزارت یې د نسل په توګه پېژني خو د مالوماتو د ثبت لپاره یې کوم رسمي کتاب او ثبت شوي مالومات نه لري. له ۱۹۶۰ لسیزې را په دیخوا له اوبراک، د الپ نسواري او شارولېز غوییزو سره دوه رګه شوي. دوه رګه نسل یې د اصلي نسل شمېر کم کړی. په ۲۰۰۱ کال کې ۲۸۰۰۰ غواګانې او ۱۳۰۰ غویان موجود وو. بدن یې زېړ رنګه نسواري رنګ کې له روښانه زېړ تر تېز غنمو ته ورته رنګ پورې او خړ رنګ لري. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غوا قد تر ۱.۱۵ متره پورې او د غويي ۱.۲۰ متره پورې لوړیږي، د غوا وزن یې ۲۸۰ کیلو ګرامه او د غویي وزن یې تر ۳۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په کورسیکا ټاپو کې د کرنې د چارو لپاره کارېدل، غواګانو یې کمه اندازه شیدې کولې او کوم...
Corriente – کوریانټې غوییز

Corriente – کوریانټې غوییز

د غوییزو نسلونه
په امریکا کې د وړو غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د روډیو په نامه سپورت کې کاریږي. نسل یې له کریولو مکسیکنو غوییزو رامنځته شوی او خپله کریولو مکسیکنو غوییز د اېبیریا له هغو غوییز رامنځته شوی کوم چې لمړنیو اروپایانو له ځان سره انتقال کړي وو او په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې یې د اوسنۍ مکسیکو مختلفو برخو ته انتقال کړي وو. په ۱۹۸۲ کال کې د (the North American Corriente Association) په نامه اداره جوړه شوه تر څو د کوریانټې غوییزو مالومات راجستر کړي.
Cika cattle – سیکا غوییز

Cika cattle – سیکا غوییز

د غوییزو نسلونه
په سلوانیایي ژبه کې ورته (Cikasto govedo) نوم اخلي. د لوړو غرونو له څر ځایونو سره بلدتیا لري. په سیمه کې، په دودیزه توګه، د شیدو لپاره ساتل کیږي. نسل یې د سلوانیا په شمال لوېدیځ کې، د لوړو غرونو په سیمه کې اخیستل شوی. نسل یې دوه ډولونه لري یو د ټولمین سیکا او بل یې بوهېنج سیکا په نوم یادیږي. په پیل کې تر ټولو زیات ساتل کېدونکی نسل وو خو په ۱۹۶۴ کې نسل اخیستونکو له بهر نور نسلونه وارد کړل لکه د سویس نسواري غوییز او له همدې امله د سیکا غوییزو نسل دومره کم شوو چې له ورکېدو سره مخ شو. وروسته یې بیا ځلې د نسل اخیستنې پروګرام پیل شو او په ۲۰۲۰ کال کې تر ۵۵۳۰ غوییزو پورې رسېدلي وو....
Share
Hide Buttons