2016 سپتمبر

Albino – البینو یا سپین اس

ځانګړنه یې ګلابي ډوله سپین پوستکی او کره سپین وېښته دي. البینو سپین رنګ کې پیدا کیږي او ټول عمر یې رنګ سپین پاتې کیږي په دې مانا چې بدن کې یې کوم بل رنګ وروسته نه راڅرګندیږي. سترګې یې شنې یا نصواري وي. ډېرو اسونو ته چې د سپین اس نوم کاریږي اصل کې… read more »

Jersey – جېرسي

د لنډو ښکرو (short-horned) د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز (dairy cattle) دي. اصلي ځای یې د انګلستان او فرانسې تر منځ جېرسي ټاپو ده. ګمان کیږي چې نسل یې د فرانسې له غوییزو په دې سیمه کې اخیستل شوی. د بدن رنګ یې نکریزو ته ورته رنګ، د هوسۍ د واړه بچي په څېر،… read more »

Murray Grey – مورې ګرې

د استرالیا د غوښې د تولید لپاره غوییز دي. په لمړي ځل یې نسل په کال ۱۹۰۵ کې اخیستل شوی. اصلي ځای یې د استرالیا مورې سیند دره (Murray River valley) ده چې د ویکتوریا او نیو سوت وېلز تر منځ پوله ګڼل کیږي. دا غوییز په طبیعي توګه ډېر ژر وده کوي، د غوښې… read more »

Ox – د اوږدو ښکرو غوییز

د ډول علمي نوم یې بوس توروس یا بوس توروس پریميجېنیوس (Bos taurus, or B. taurus primigenius) ده. د اوږدو ښکرو کورني شوي غوییز دي چې یو وخت په اروپا، امریکا، اسیا او افریقا کې په پادو یا ډلو کې وحشي ګرځېدل. په استرالیا او سوېلې امریکا کې وحشي د اوږدو ښکرو غوییز نشته. د… read more »

Santa Gertrudis – سانټا ګېرټروډیس

د غوښې لپاره ساتل کېدونکي غوییز (beef cattle) دي. په ۲۰ پېړۍ کې د تیکزاس په کینګ رنچ فارم کې یې نسل اخیستل شوی. نسل یې د لنډو ښکرو له غواګانو او د براهمان غویي څخه اخیستل شوی. د بدن رنګ یې سور وي، ډېر کم وخت په تندي باندې سپین خاپونه لري. د غوښې… read more »

Beef Shorthorn – لنډ ښکري د غوښې غوییز

د غوییزو نسل دی، نسل یې په ۱۸۲۰ لسیزه کې، په انګلستان او سکاټلند کې د دوه موخو شیدو او غوښې لپاره اخیستل شوی. په ۱۹۵۸ کال کې نسل اخیستونو د غوښې لپاره جلا او د شیدو لپاره جلا د لنډ ښکرو نسلونه رامنځته کړل. په ۱۹۷۰ لسیزه کې انګلستان د مېن انجو غوییزو نسل… read more »

Hereford – هېر فورډ

د غوښې لپاره د ساتل کېدونکو غوییزو (beef cattle) تر ټولو نامتو نسل ده. اصلي ځای یې هېر فورډ شېر (Herefordshire) چې اوسمهال د هېر فورډ (Hereford) په نامه یادیږي د انګلستان یوه سیمه ده. دا غوییز د کار او غوښې لپاره ساتل کېدل. متحده ایالتونو ته یې په لمړي ځل په کال ۱۸۱۷ کې… read more »

ګاېل – Gayal

د ډول علمي نوم یې بوس ګوروس فرانتالیس (Bos gaurus frontalis) ده، د میتان (mithan) نوم هم ورته اخلي د ګوور (guar) فرعي ډول، تر ټولو غټ وحشي غوییز دي. د بووینا فرعي کورنۍ (subfamily Bovinae) او د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) کې شامل دي. د اسام (Assam) او میانمر یا برما (Myanmar or Burma)… read more »

Guernsey – ګېرنسي

د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز (dairy cattle) دي، اصلي ځای یې د انګلستان ګېرنسي ټاپو ده. ګمان کیږي چې د دې غوییزو نسل د فرانسې د نورماندي او د انګلستان د بریتاني سیمو ګډ نسل وي. یو وخت د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان د ټاپوګانو ټولو غوییزو ته (Alderneys) نوم اخیستل… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons