Guernsey – ګېرنسي

د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز (dairy cattle) دي، اصلي ځای یې د انګلستان ګېرنسي ټاپو ده. ګمان کیږي چې د دې غوییزو نسل د فرانسې د نورماندي او د انګلستان د بریتاني سیمو ګډ نسل وي. یو وخت د انګلستان او فرانسې تر منځ د انګلستان د ټاپوګانو ټولو غوییزو ته (Alderneys) نوم اخیستل کېده خو کله چې د غوییزو د واردولو د بندېدو قانون تصویب شو او یوازې د حلالولو لپاره یې اجازه ورکړل شوه د جرسي (Jersey) او ګېرنسي (Guernsey) نسلونه په سیمه کې واخیستل شول. دبدن رنګ یې نکریزو ته ورته یا د وړې نوې پیدا شوې هوسۍ په څېر (fawn-coloured) وي او په خپل رنګ کې د سپین رنګ نښانونه لري. د جرسي غوییزو څخه د بدن په کچه کې غټ دي. د شیدو رنګ یې زېړ ده. د غوښې تولید یې ډېر کم ده. متحده ایالتونو ته ګېرنسي غوییز په لمړي ځل په کال ۱۸۳۰ کې انتقال شول. اوسمهال یې نسل په استرالیا، کانډا او انګلستان کې پرېمانه پیدا کیږي.
Guernsey cattle
Guernsey cattle in St. Saviour’s, Guernsey Photo by Man vyi

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons