ګاېل – Gayal

د ډول علمي نوم یې بوس ګوروس فرانتالیس (Bos gaurus frontalis) ده، د میتان (mithan) نوم هم ورته اخلي د ګوور (guar) فرعي ډول، تر ټولو غټ وحشي غوییز دي. د بووینا فرعي کورنۍ (subfamily Bovinae) او د بوویدای کورنۍ (family Bovidae) کې شامل دي. د اسام (Assam) او میانمر یا برما (Myanmar or Burma) هغه قومونه چې په غریزو سیمو کې مېشت دي دا غوییز ساتي.
 
د ګوور له غوییزو څخه په کچه کې واړه او لنډې پښې لري، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۰–۱۶۰ سانتي متره (۵۵–۶۳ انچه) پورې رسیږي. نر یې له ښځې څخه ۲۰–۲۵ % پورې په وزن کې زېات وي. له ګوور سره یې بل توپیر په ولیو کې د کوبي (hump) نشتوالی، د سر لنډوالی او پراخوالی ده. د دواړو نر او ښځې ښکرونه یې د سر له یو بل څنګ څخه وده کوي، ښکرونه یې ډبل دي خو له ګوور غوییزو لنډ دي. نر یې تور رنګ لري خو ښځه یې تور نصواري رنګ لري مګر دواړه جنسونه په بدن کې سپین ټاکي لري او کوم چې له کورنیو غوییزو سره دوه رګه (hybridize) شوي سپین رنګ ته بدل شوي.
 
ګاېل په کافي اندازه ندي کورني شوي او له همدې امله یې په پادو کې لکه غواګانې څرول ناممکن دي. له اوبو او هغو شنو چې کافي اندازه اوبه لري پرته ژوند نشي کولای. ډېر وخت د نورو وحشي ژو له وېرې او د خپلو خوړو په لټه کې کلیو سره نږدې شپې کوي. ټولنیز او د جنسي نزدیکت چلند یې خپلو وحشي پلرونو (progenitors) ته ورته ده.
B4 darjeling para-5
Gayal near Darjeeling Para in Bandarban, Bangladesh Photo by Aditya Kabir

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons