Hereford – هېر فورډ

د غوښې لپاره د ساتل کېدونکو غوییزو (beef cattle) تر ټولو نامتو نسل ده. اصلي ځای یې هېر فورډ شېر (Herefordshire) چې اوسمهال د هېر فورډ (Hereford) په نامه یادیږي د انګلستان یوه سیمه ده. دا غوییز د کار او غوښې لپاره ساتل کېدل. متحده ایالتونو ته یې په لمړي ځل په کال ۱۸۱۷ کې یو سیاست پوه هنري کلې (Henry Clay) یوه خسکۍ او خسکی له ځان سره خپل کور کې د ساتنې لپاره انتقال کړي وو. وروسته په کاناډا، مکسیکو او د متحده ایالتونو په ټولو سیمو کې نامتو نسل شو. په اوس وخت کې یې نسل په استرالیا، نیوزلنډ، ارجنټینا، یوروګوې او د برازیل په سوېل کې پرېمانه پیدا کیږي.
Cows in green field - nullamunjie olive grove03
Hereford cattle photo by Fir0002

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons