Jersey – جېرسي

د لنډو ښکرو (short-horned) د شیدو لپاره ساتل کېدونکي غوییز (dairy cattle) دي. اصلي ځای یې د انګلستان او فرانسې تر منځ جېرسي ټاپو ده. ګمان کیږي چې نسل یې د فرانسې له غوییزو په دې سیمه کې اخیستل شوی. د بدن رنګ یې نکریزو ته ورته رنګ، د هوسۍ د واړه بچي په څېر، کریمي رنګ وي. د ۱۸ پېړۍ پای کې جېرسي ته د غوییزو واردولو باندې بندیز ولګېده او یوازې د حلالولو لپاره واردېدای شول. په دې وخت کې د سیمې خلکو د فرانسې له غوییزو دا نسل اخیستی. د دې غوییزو نسل په لمړي ځل متحده ایالتونو ته په کال ۱۸۵۰ کې انتقال شوی. په خپلو شیدو کې زېات کوچ لري، له هر ډول چاپېریال سره ژر بلدیږي او له همدې امله په ټوله نړۍ کې خپور شوی نسل ده. د نړۍ په هغو سیمو کې یې نسل زېات ساتل کیږي چېرې چې د کوچو غټ مارکېټونه شته دي.
Walworth Gate 010
Jersey herd photo By Storye book

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons