2018 اپریل

Comitia – کومیتیا

په پخواني جمهوري روم کې د خلکو یوه قانوني شورا وه. په مناسب ځای کې یې سره لیدل (comitium)، په مناسبه ورځ یې سره لیدل (comitialis) او دا هر څه به یې په نیک فال نیول (omens).   په پخواني روم کې واک د سنا (Senate)، قاضیانو (magistrates) او خلکو (populus) ترمنځ وېشل شوی وو…. read more »

Cloture – د بحث پای ته رسول او رایه اخیستل

په انګرېزۍ کې ورته (closure) هم وایي، په عامه ژبه کې ورته (guillotine) نوم هم کاریږي، د فرانسوي له (Clôture) کلیمې اخیستل شوې او مانا د یو مانع یا خنډ په ذریعه بندونه ده. په پارلماني بهیر کې یوه پروسه ده چې سم لاسي د بحث مخه نیسي او یا بحث بندوي او رایه اخیستل… read more »

Clarence Thomas – کلارنس توماس

د جون په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۴۸، د متحده ایالتونو د جورجیا له سوانا سره نږدې په پینپواینټ کې زېږېدلی، د امریکا دوېم تور پوسته ده چې په ستره محکمه کې دنده پر مخ وړي. د تور ګوډ مارشال (Thurgood Marshall) ځای ناستی ده. تور ګوډ لمړی د امریکا تور پوسته وو چې په ستره… read more »

Circuit riding – د قاضي قضاوت

په متحده ایالتونو کې د هغه قاضي د قضاوت عمل یا کړنې ته وایي چې په یوه قضایي ولسوالۍ کې له یو ځای بل ځای ته سفرونه کوي تر څو د محکمو او عدالت بهیر اسانه کړي. پخوا وخت کې به یو قاضي چې په اس سپور وو د محکمې لپاره له یوې کلیسا بلې… read more »

Circuit court – د مدار محکمه، د استیناف محکمه

دوه ماناګانې لري. په متحده ایالتونو کې د ولسوالۍ هغه محکمه چې له یوه ځای څخه په زیاتو ځایونو کې ناستې لري. دوېمه مانا یې (که چېرې کارونه یې تخنیکي نه وي) نو د متحده ایالتونو ټولې د استیناف فدرالي محکمې دي.  

Chief justice – قاضي القضات، د قاضیانو مشر

د متحده ایالتونو په ستره محکمه کې د قاضیانو صدارت کوونکی او د ملت تر ټولو لوی قضایي افسر ته چیف جسټېس وایي. په پښتو کې قاضي القضات یا د قاضیانو مشر چې د افغانستان په ستره محکمه کې وي. په امریکا کې د ریس جمهور لخوا ټاکل کیږي خو په ټاکنه کې یې د… read more »

Chambers – د قاضي رسمي دفتر

په حقوقو کې چمبر د قاضي یا قضایي افسر هغه رسمي دفتر ته وایي چېرې چې وړاندیزونه اوري، سندونه لاسلیک کوي، او یا نورې رسمي چارې سرته رسوي. په ۱۷ پېړۍ کې د انګلستان قاضیانو ورته دفترونه لرل خو تر ۱۸ پېړۍ پورې یې کومه قانوني بڼه نلرله. د ۱۸ پېړۍ په پېل کې قاضیانو… read more »

Catherine East – کترین ایسټ

د مې میاشت په ۱۵ نېټه، کال ۱۹۱۶، متحده ایالتونو کې زېږېدلې او د اګسټ په ۱۷ نېته، کال ۱۹۹۶، د نیویارک په اېتاکا کې مړه شوې. د امریکا فیمینسټه او د عامه ادارې رسمي کار کوونکې وه، د ۲۰ پېړۍ په منځ کې یې د ښځو پر خوځښت خپل لوی تشکیلاتي اغیز لره.  … read more »

cabinet – کابینه

په سیاست کې د مشاورینو یوه تنه ده چې د هېواد مشر ته مشورې ورکوي او د دولتي څانګو مشري کوي. په هر هغه هېواد کې چې پارلمان مقننه ځواک ده هلته کابینه په حکومت کې د حکومت یو اړین جز یا عنصر ګڼل کیږي خو په هر هېواد کې یې شکل توپیر لري د… read more »

Boule – بوول

په پخواني یونان کې یوه مشورتي شورا (deliberative council) وه. ممکن د اشرافو له مشورتي تنې څخه رامنځته شوې وي. هومر (Homer) هم په خپلو شعرونو کې د دې جرګې یادونه کړې. هومر د یونان شاعر وو چې له زېږیدیز کال څخه ۸ پېړۍ وړاندې یې ژوند کوه. دا جرګه د یونان په ارګوز، کورینت،… read more »

Bernard Landry – بېرنرډ لنډري

بشپړ نوم یې (Jean-Bernard Landry) ده. د مارچ په ۹ نېټه، کال ۱۹۳۷، د کاناډا د کیوبېک په سنټ جک کې زېږېدلی. د کاناډا سیاست پوه ده څوک چې له کال ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۵ پورې د کیبېکوا تنظیم (Parti Québécois) مشر وو او له کال ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۳ پورې د کیوبېک لمړی وزیر (premier of… read more »

Bailiff – د محکمې ساتونکی

د وړې محکمې رسمي غړي وي او د پولیسو په اندازه واک لري. دنده یې د محکمې د ناستې پر وخت او د مهمو قضیو د پرېکړو پر وخت ساتنه وي، د محکمې د بهیر پر وخت د نظم ساتونکي وي. پخوا وخت کې دې غړو زېات واک لره.   په منځنیو پیړیو کې بېلېف… read more »

Bicameral system – د دوه پارلمانونو یا د دوه جرګو سیستم

د دولت هغه سیستم ده چې دوه مقننه یا د قانون جوړونې جرګې یا شوراګانې لري. اوسنی دوه پارلماني سیستم په ۱۷ پېړۍ کې، په انګلستآن کې د اساسي قانون لرونکي حکومت له تاسیس سره پېل شوی او په ۱۸ پېړۍ کې اروپا او امریکا ته دا سیستم خپور شوی.   کله چې د انګلستان… read more »

Audiencia – اودېنسیا محکمه

په انګرېزۍ کې (Audience) ته وایي او پښتو مانا یې اورېدونکي ده. د منځنیو پېړیو په پای کې، د هسپانیا پاچایي یوه محکمه تاسیس کړه تر څو سلطنتي قضایي سیستم اداره کړي همداسې د هسپانیا په امریکایي کالونیو یا مستعمرو کې یو اساسي دولتي بنسټ وو. په دې محکمه کې د عامو دوسیو قاضیانو ته… read more »

Assize – د عدالت د محمکې ناسته

په حقوقو کې د عدالت د محکمې ناسته (a session, or sitting, of a court of justice) ده. په پېل کې د منصفه ځواک یا قاضیانو لخوا د محاکمې په مانا وه. په منځنیو پېړیو کې دا اصطلاح د انګلستان د ښارونو د ځینې محکمو ناستو ته کارېده؛ په فرانسه کې د پاریس د پارلمان… read more »

Assessor – د قاضیانو او څېړونکو مرستندوی

اسېسور درې ماناګان لري لمړۍ مانا یې د یو کس یا یو شي نوعیت ارزونکي، دوېمه مانا د یو څه قیمت ارزونکی او درېمه مانا یې هغه کس ده چې په یو ځانګړي مسلک کې زده کړې لري او د اړتیا پر وخت یې د مشورې او مالوماتو لپاره محکمه یا تحقیق کوونکی ټیم راغواړي…. read more »

Assembly – غونډه مجلس یا شورا

یوه مشورتي شورا (deliberative council) ده، دا شورا ډېر وخت مقننه یا قانون جوړونکې (legislative) او یا حقوقي په بله مانا قضايي (juridical) وي. دا نوم ډېرو پخوانیو او عصري کلیسایي (ecclesiastical) او سیاسي تنو یا جوړښتونو ته کارول شوی. دا غونډې بیا ځلې په دایمي توګه په خپله ټاکلې موده ترسره کیږي. لکه د… read more »

Apella – اپېلا

د یونان د سپارتا ښار پخوانۍ غونډه، شورا یا مجلس (Sparta assembly) وو. په غونډه کې د نورو یوناني ښارونو په اړه خبرې اترې کېدې. د غونډې کسان به تقریبا له ۳۰ زېات وو. مشري یې پاچایانو کوله په دوېم ګام کې مشران اېفور (ehpor) یا د یونان د سپارتا ښار د محکمې ریسان وو،… read more »

Aaron E. Henry – آرون اي هېنري

د جولای په ۲ نېټه، کال ۱۹۲۲، کې زېږېدلی او د مې په ۱۹ نېټه، کال ۱۹۹۷، کې مړ شوی. د امریکا د مدني حقونو رهبر وو، له کال ۱۹۶۰ تر ۱۹۹۳ د ( National Association for the Advancement of Colored People) ادارې مشر وو. د نسل پرستۍ او تبعیض خلاف د فعالیت له امله… read more »

A. Leon Higginbotham, Jr – اې لیون هیګینبوتام جې ار

بشپړ نوم یې (Aloyisus Leon Higginbotham Jr) ده. د فېبرورۍ په ۲۵ نېټه، کال ۱۹۲۸ کې زېږېدلی او د ډسمبر په ۱۴ نېټه کال ۱۹۹۸ کې مړ شوی. د امریکا وکیل او قاضي وو. له کال ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۳ د فدرالي قاضي په توګه د استیناف محکمې (Court of Appeal) د قاضیانو مشر (Chief Judge)… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons